د هِجرت کِتاب

دريم باب

د خُدائ پاک حضرت مُوسىٰ غوښتل

۱د مُوسىٰ سخر يترو د ميديان اِمام وو. يوه ورځ چې کله مُوسىٰ د هغۀ ګډې اؤ چېلۍ څرولې، هغۀ رَمه د بيابان نه واړوله اؤ د خُدائ پاک غر سينا ته راغلو. ۲هلته هغۀ ته د مالِک خُدائ هغه فرِښته د اور لمبې په شان د بُوټى د مېنځ نه راڅرګنده شوه. چې د مُوسىٰ پرې څنګه نظر پرېوتو نو په دې ليدو حېران شو چې په بُوټى اور لګېدلے وو خو دا نۀ سوزېدله! ۳هغۀ د ځان سره ووئيل چې، ”عجيبه خبره ده. دا بُوټے ولې نۀ سوزېږى؟ زۀ به نزدې ورشم چې وې ګورم.“ ۴چې کله مالِک خُدائ وليدل چې مُوسىٰ نزدې راروان وو، هغۀ د بُوټى مېنځ نه ورته آواز ورکړو اؤ ورته يې ووئيل، ”مُوسىٰ! مُوسىٰ!“ هغۀ ورته ووئيل، ”جې زۀ حاضر يم.“ ۵خُدائ پاک ورته ووئيل، ”نور نزدې مۀ راځه. پېزار وباسه، ځکه چې تۀ په پاکه زمکه ولاړ يې. ۶زۀ ستا د پلار نيکۀ خُدائ پاک يم، د اِبراهيم، د اِسحاق اؤ د يعقُوب خُدائ پاک يم.“ نو مُوسىٰ خپل مخ پټ کړو، ځکه چې هغه خُدائ پاک ته کتلو نه ويرېدو. ۷بيا خُدائ پاک ورته ووئيل، ”ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کېدلو، ما د هغوئ فرياد اؤرېدلے دے چې هغوئ د سخت کار اخستُونکو مشرانو نه خلاص شى. ما ته د هغوئ د تکليفُونو ټوله پته ده، ۸نو زۀ لاندې راغلے يم چې هغوئ د مِصريانو نه خلاص کړم اؤ چې هغوئ د مِصر نه بهر يو ښۀ، کولاؤ اؤ زرخېز وطن ته بوځم، چرته چې اوس کنعانيان، حِتيان، اموريان، فرزيان، حِويان اؤ يبوسيان اوسېږى. ۹ګوره، ما د خپلو خلقو ژړا اؤرېدلې ده اؤ زۀ دا هم ګورم چې مِصريان په دوئ ظلم کوى. ۱۰اوس زۀ تا فِرعون له لېږم نو تۀ به زما خلق بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر بوځې.“ ۱۱خو مُوسىٰ خُدائ پاک ته ووئيل، ”زۀ څوک يم چې فِرعون له ورشم اؤ بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر بوځم؟“ ۱۲خُدائ پاک ورته ووئيل، ”په رښتيا سره زۀ به ستا مل يم اؤ چې تۀ کله دا خلق د مِصر نه بهر بوځې، نو تۀ به په دې غر باندې زما عِبادت وکړې. هغه به د دې ثبُوت وى چې تۀ ما لېږلے يې.“ ۱۳خو مُوسىٰ ورته ووئيل، ”چې کله زۀ بنى اِسرائيلو له ورشم اؤ ورته ووايم، چې زۀ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک تاسو ته رالېږلے يم، هغوئ به زما نه تپوس وکړى چې د هغۀ څۀ نُوم دے؟ نو زۀ هغوئ ته څۀ ووايم؟“ ۱۴خُدائ پاک ورته ووئيل، ”زۀ يم چې هم زۀ يم. تۀ به خامخا هغوئ ته داسې ووائې :  زۀ هغۀ تاسو ته رالېږلے يم چې هغه په خپله خپل ځان ته وائى چې، زۀ يم. ۱۵بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک د اِبراهيم، اِسحاق اؤ د يعقُوب خُدائ پاک، تۀ هغوئ ته ورلېږلے يې. دا د همېشه د پاره زما نُوم دے، راتلُونکى نسلُونه به ما په دې نُوم يادوى. ۱۶لاړ شه اؤ د بنى اِسرائيلو مشران په يو ځائ راغونډ کړه اؤ هغوئ ته ووايه چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک، د اِبراهيم، اِسحاق اؤ يعقُوب خُدائ پاک، تا ته راڅرګند شوم. هغوئ ته ووايه چې زۀ دوئ له راغلے يم اؤ ما ليدلى دى چې مِصريانو د دوئ سره څۀ کول. ۱۷ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دوئ د مِصر نه بهر بوځم چې په کُوم ځائ کښې په دوئ ظلم کېږى اؤ زۀ به دوئ هغه زرخېز وطن ته بوځم، چې هغه د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، فرزيانو، حِويانو اؤ د يبوسيانو وطن دے. ۱۸زما خلق به ستا خبره واورى. نو تۀ د اِسرائيليانو مشران د مِصر بادشاه له بوځه اؤ هغۀ ته ووايه چې، مالِک خُدائ د عبرانيانو خُدائ پاک، مُونږ ته په خپله ځان څرګند کړو. اوس تۀ مُونږ په صحرا کښې د دريو ورځو سفر ته پرېږده چې مالِک خُدائ، زمُونږ خُدائ پاک ته قُربانى پېش کړُو. ۱۹ما ته پته ده چې د مِصر بادشاه به تاسو تلو ته پرې نۀ ږدى تر څو چې هغه مجبُور کړے شوے نۀ وى. ۲۰خو زۀ به د خپل قُدرت نه کار واخلم اؤ زۀ به هلته د عجيبه عجيبه کارُونو کولو په ذريعه مِصريانو له سزا ورکړم. اؤ د هغې نه پس به هغه تاسو تلو ته پرېږدى. ۲۱زۀ به په مِصريانو ستاسو قدر وکړم نو چې کله زما خلق ځى، دوئ به خالى لاسُونه نه ځى. ۲۲هره يوه اِسرائيلۍ ښځه به خپلو مِصريانو ګاونډيانو کره لاړه شى اؤ هرې مِصرۍ ښځې له چې په خپل کور کښې اوسېږى. جامې، د سرو زرو اؤ سپينو زرو کالى به ترې نه وغواړى. اِسرائيليان به دا څيزُونه خپلو زامنو اؤ لُوڼو ته ورواغُوندى. اؤ مِصريان به لُوټ کړى.“