د هِجرت کِتاب

درويشتم باب

عدل اؤ اِنصاف

۱”د دروغو خبر مۀ خوروئ اؤ د دروغو ګواهۍ په ذريعه د يو مُجرم کس مدد مۀ کوئ. ۲د ډېرو خلقو په بد عمل کښې يا د قانُون ماتولو په ګواهۍ کښې ملګرتيا مۀ کوئ اؤ بې اِنصافى مۀ کوئ. ۳په يوه مُقدمه کښې د يو غريب سړى ناجائزه طرفدارى مۀ کوئ. ۴کۀ تاسو د خپل دُښمن غوا يا خر ووينئ چې لار يې غلطه کړې وى، نو هغۀ له يې خامخا واپس ورولئ. ۵کۀ د هغۀ خر ووينئ چې د بار لاندې پرېوتلے وى، نو د خر په پاڅولو کښې د هغۀ مدد وکړئ، اؤ ځان پرې مۀ ناغرضه کوئ. ۶چې کله يو غريب سړے په عدالت کښې حاضر شى نو د هغۀ سره بې اِنصافى مۀ کوئ. ۷د دروغو الزام مۀ لګوئ اؤ يو صادق اؤ بې‌ګُناه سړے مۀ وژنئ، ځکه چې څوک داسې بد عمل وکړى نو زۀ به هغه نۀ پرې ږدم. ۸رشوت مۀ اخلئ، ځکه چې رشوت بينا خلق ړندوى اؤ حق نۀ ګورى اؤ رشوت د صادقانو په خبرو کښې هم چالاکى پيدا کوى. ۹د يو مُسافر سره بد سلُوک مۀ کوئ، تاسو ته پته ده چې د يو مُسافر په زړۀ څۀ تېرېږى، ځکه چې تاسو هم د مِصر په وطن کښې مُسافر وئ.

د سبت ورځې د پاره قانُون

۱۰شپږ کاله خپله زمکه کَرئ اؤ فصل ترې نه رېبئ. ۱۱خو په اوؤم کال يې شاړه پرېږدئ اؤ چې څۀ په کښې شوى وى هغه ترې نه مۀ رېبئ، چې څۀ په کښې پاتې وى نو هغه به غريبانان خلق اؤ ځنګلى ځناور وخورى. د انګُورو اؤ زيتُونو د باغُونو سره هم دغه شان وکړئ. ۱۲په هفته کښې شپږ ورځې کار کوئ، خو په اوومه ورځ کار مۀ کوئ، د دې د پاره چې ستاسو غُلامان اؤ هغه مُسافر چې ستاسو د پاره کار کوى اؤ داسې ستاسو څاروى به هم آرام وکړى. ۱۳چې ما مالِک خُدائ تاسو ته څۀ وئيلى دى په هغې عمل کوئ. د نورو خُدايانو په نُوم سوال مۀ کوئ، اؤ نۀ چې د هغوئ نُوم د ستاسو د خُلې نه واؤرېدلے شى.

درې اخترونه

د هِجرت کِتاب ۳۴ :  ۱۸‏-۲۶، د ګردان کِتاب ۱۶ :  ۱‏-۱۷

۱۴زما د درناوى د پاره په کال کښې درې ځله اختر کوئ. ۱۵چې ما څنګه حُکم درکړے دے هم هغه شان د ابيب په مياشت کښې، تاسو د پتيرې ډوډۍ اختر کوئ، دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ. د دې اختر په اووۀ ورځو کښې تاسو پتيره ډوډۍ خورئ. اؤ هيڅ څوک به هم زما په حضُور کښې خالى لاسُونه نۀ حاضرېږى. ۱۶چې کله تاسو خپل فصلُونه رېبل شروع کوئ، نو د لَو کولو اختر کوئ په خپلو پټو کښې چې تاسو کُوم تُخم کَرلے وى نو د هغه فصل وړومبے پېداوار پېش کوئ اؤ چې کله تاسو خپل فصل د پټو نه راټول کړئ نو په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ. ۱۷هر کال په دې درېو اخترُونو کښې دې خامخا ستاسو ټول نران مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک عِبادت له راځى. ۱۸چې کله تاسو يو ځناور قُربانى کوئ اؤ د هغۀ وينه ما ته پېش کوئ نو خمبيره ډوډۍ ورسره مۀ پېش کوئ. په دې اخترُونو کښې چې کُوم ځناور ما ته قُربانى شى د هغوئ وازګه دې د سحر پورې نۀ شى پرېښودلے. ۱۹هر کال د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، کور ته د خپلې زمکې نه رېبلے شوې وړومبۍ غله راوړئ. د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.

لار ښودنه اؤ وعدې

۲۰ګورئ! زۀ به ستاسو نه وړاندې يوه فرِښته درولېږم چې په لار کښې ستاسو حِفاظت کوى اؤ هغه ځائ ته مو راولى کُوم چې ما تيار کړے دے. ۲۱هغې ته پام کوئ اؤ د هغې خبرې ته غوږ نيسئ. د هغې خِلاف بغاوت مۀ کوئ، ځکه چې هغې له مې پُوره اِختيار ورکړے دے اؤ هغه به ستاسو بغاوت معاف نۀ کړى. ۲۲خو کۀ تاسو په رښتيا سره د هغې خبره ومنئ اؤ هغه هر څۀ وکړئ چې ما حُکم درکړے دے، نو زۀ به ستاسو د دُښمنانو سخت دُښمن يم. ۲۳زما فرِښته به ستاسو په وړاندې روانه وى اؤ تاسو به د اموريانو، حِتيانو، فرزيانو، کنعانيانو، حِويانو اؤ د يبوسيانو وطن ته بوځى اؤ زۀ به هغوئ تباه کړم. ۲۴د هغوئ خُدايانو ته سجده مۀ لګوئ اؤ مۀ يې عِبادت کوئ اؤ د هغوئ طريقې مۀ خپلوئ اؤ د هغوئ بُتان مات کړئ اؤ د هغوئ د کاڼو مُقدسې ستنې وغورزوئ. ۲۵کۀ تاسو زما، مالِک خُدائ د ستاسو خُدائ پاک عِبادت کوئ، نو زۀ به ستاسو په خوراک اؤ اوبو کښې برکت واچوم اؤ د ټولو بيماريانو نه به مو بچ وساتم. ۲۶ستاسو په وطن کښې به د يوې ښځې هم بچى نۀ ضائع کېږى اؤ يوه ښځه به هم شنډه نۀ وى. زۀ به تاسو له اُوږد عُمر درکړم. ۲۷زۀ به په هغه خلقو خپله يره ورولېږم چې کُوم ستاسو مُخالفت کوى، زۀ به هغه خلق په وارخطايۍ آخته کړم د کُومو خلقو سره چې تاسو جګړه کوئ اؤ زۀ به ستاسو ټول دُښمنان ستاسو نه وزغلوم. ۲۸زۀ به ستاسو په دُښمنانو وارخطائى ورولېږم، چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به حِويان، کنعانيان اؤ حِتيان ستاسو د مخې نۀ لرې کړم. ۲۹زۀ به هغوئ په يو کال کښې نۀ وباسم، کۀ ما داسې وکړل، نو زمکه به وېجاړه شى اؤ هلته به ډېر زيات ځنګلى ځناور وى. ۳۰خو زۀ به هغوئ رو رو وباسم، تر دې پورې چې تاسو زيات شئ اؤ هغه زمکه ستاسو خپله شى. ۳۱زۀ به ستاسو د زمکې سرحدُونه د سُور درياب نه واخله د مديتران درياب پورې اؤ د بيابان نه د فرات درياب پورې خوارۀ کړم. زۀ به د هغې زمکې اوسېدُونکى ستاسو په لاس کښې درکړم اؤ چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ. ۳۲د هغوئ يا د هغوئ د خُدايانو سره تړون مۀ کوئ. ۳۳هغوئ خپل وطن کښې اوسېدو ته مۀ پرېږدئ، کۀ تاسو پرېښودل نو هغوئ به تاسو دهوکه کړى اؤ زما خِلاف ګُناه کولو ته به مو جوړ کړى. کۀ تاسو د هغوئ د خُدايانو عِبادت وکړئ نو دا به ستاسو د پاره يو دام جوړ شى.“