د هِجرت کِتاب

دوه ويشتم باب

د تاوان په حقله قانُون

۱کۀ يو کس يوه غوا يا ګډه پټه کړى اؤ حلاله يې کړى يا يې خرڅه کړى، هغه به خامخا د يوې غوا په بدل کښې پينځۀ غواګانې ورکوى اؤ د يوې ګډې په بدل کښې به څلور ګډې ورکوى. ۲هغۀ چې څۀ پټ کړى وى نو خامخا به د هغې تاوان ورکوى. کۀ هغه هيڅ هم نۀ لرى، نو هغۀ چې څۀ پټ کړى وى د هغې په تاوان کښې به هغه د غُلام په توګه خرڅولے شى. چې کُوم ځناور يې پټ کړے وى، کۀ هغه غوا، خر اؤ يا ګډه وى او د هغۀ سره ژوندې ومُوندلے شى نو هغه به د دې يو په دوه ورکوى. کۀ يو غل د يو کور کنډر کولو په وخت د شپې ونيولے شى اؤ د وهلو په وجه مړ شى، چا چې هغه وژلے وى نو هغه به د دې خُون ذِمه وار نۀ وى. خو کۀ دا کار د ورځې شوے وى، نو هغه به د دې خُون ذِمه وار وى. ۵کۀ يو کس خپل څاروى په يو پټى يا د انګُورو په باغ کښې څروى اؤ دا خوشے لاړ شى اؤ د بل چا په پټى کښې فصل وخورى، نو هغه به خامخا په تاوان کښې د خپل پټى يا د انګُورو باغ نه د ټولو نه ښۀ پېداوار ورکوى. ۶کۀ څوک په خپل پټى کښې اور ولګوى اؤ اور د واښو په ذريعه د بل چا پټى ته ورسېږى اؤ د هغۀ ګېډۍ شوے، رېبلےشوے، يا داسې فصل وسوزوى چې ولاړ وى، چا چې دا اور لګولے وى هغه به يې پُوره تاوان ورکوى. ۷کۀ يو کس د بل چا پېسې يا قيمتى څيزُونه د امانت په توګه د هغۀ د پاره کېږدى اؤ د هغۀ د کور نه غلا وشى اؤ هغه غل ونيولے شى نو يو په دوه به ترې نه اخستلے شى. ۸خو کۀ غل ونۀ نيولے شى، نو د چا سره چې امانت پروت وو هغه به خامخا د قاضيانو په مخکښې حاضر شى اؤ هلته به قسم وکړى چې د دغه پردے مال دۀ پخپله نۀ دے پټ کړے. ۹د مال اؤ سامان هر قِسم لانجې، کۀ هغه د څاروو، خرُونو، ګډو، جامو، يا د بل ورک شوى څيز په باره کښې وى، چې دوه کسان په کښې دعوىٰ لرى هغوئ دې خپلې لانجې د قاضيانو په مخکښې پېش کوى. هغوئ چې چا ته پړ ووائى نو هغه به هغه بل ته يو په دوه ورکوى. ۱۰کۀ يو کس بل کس له خپل خر، غوا، ګډه يا بل څاروے امانت ورکړى اؤ هغه مړ يا زخمى شى يا په داسې وخت کښې وتښتولے شى چې هيڅ څوک يې هم ونۀ وينى، ۱۱نو هغه کس به ورته د مالِک خُدائ په نُوم قسم کوى چې د هغه بل کس ځناور يې نۀ دے پټ کړے. کۀ هغه ځناور چا نۀ وى پټ کړے، نو هغه مالِک دې دا قسم ومنى اؤ تاوان ورکولو ته ضرُورت نشته، ۱۲خو کۀ ځناور چا پټ کړے وى، نو هغه کس به خامخا مالِک ته د هغې تاوان ورکوى. ۱۳خو کۀ هغه ځنګلى ځناور وژلے وى، نو هغه کس به د هغې پاتې حِصه د ثبُوت د پاره راوړى، نو هغۀ له د هغه ځناور د تاوان ورکولو ضرُورت نشته کُوم چې ځنګلى ځناورو وژلے وى. ۱۴کۀ يو کس د بل کس نه يو څاروے وغواړى اؤ هغه په داسې وخت کښې زخمى يا مړ شى چې مالِک يې موجُود نۀ وى، نو هغه به يې خامخا تاوان ورکوى. ۱۵خو کۀ دا کار په داسې وخت کښې شوے وى چې مالِک يې حاضر وى، نو هغۀ ته د تاوان ورکولو ضرُورت نشته. کۀ ځناور يې په مزدُورۍ راوستلے وى، نو هغه به صِرف د مزدُورۍ پېسې په تاوان کښې ورکوى.

اِخلاقى اؤ مذهبى قانُون

۱۶کۀ يو سړے يوه پېغله دهوکه کړى چې هغه کوژدن شوې هم نۀ وى اؤ د هغې سره څملى، هغه دې خامخا د هغې حق مهر ورکړى نو ښځه به يې شى. ۱۷خو کۀ پلار يې هغۀ له د ورکولو نه اِنکار وکړى، نو هغه به خامخا د هغې پېغلې پلار له د حق مهر برابر قيمت ورکوى. ۱۸کُومه ښځه چې کوډې کوى هغه ژوندۍ مۀ پرېږدئ. ۱۹هغه کس به خامخا وژلے شى کُوم چې د ځناور سره زنا وکړى. ۲۰څوک چې د مالِک خُدائ نه بغېر بل خُدائ ته قُربانى پېش کوى هغه دې ختم کړے شى. ۲۱د يو مُسافر سره بد سلُوک يا زياتے مۀ کوئ، هغه راياد کړئ چې تاسو په خپله د مِصر په وطن کښې مُسافر وئ. ۲۲د کونډې يا يتيم سره بد سلُوک مۀ کوئ. ۲۳کۀ تاسو د هغوئ سره بد سلُوک وکړو اؤ چې کله هغوئ ما مالِک خُدائ ته د مدد د پاره فرياد وکړى نو زۀ به د هغوئ فرياد اورم، ۲۴اؤ زۀ به په قهر شم اؤ تاسو به په جنګ ووژنم. ستاسو ښځې به کونډې شى اؤ ستاسو بچى به يتيمان شى. ۲۵کۀ تاسو زما د خلقو نه يو کس له قرض ورکړئ چې هغه غريب وى، د هغۀ سره د يو قرض ورکوُونکى په شان عمل مۀ کوئ اؤ سُود ترې نه مۀ غواړئ. ۲۶کۀ تاسو د قرض په ضمانت کښې د چا نه چُوغه واخلئ، دا به تاسو د نمرپرېواتو نه مخکښې هغۀ له واپس ورکوئ، ۲۷ځکه چې د هغۀ سره د ځان پټولو د پاره دا يکى يوه چُوغه وه، د دې نه بغېر هغه په څۀ کښې اُودۀ شى؟ چې کله هغه ما ته سوال زارى وکړى، زۀ به د هغۀ فرياد اورم ځکه چې زۀ رحيم يم. ۲۸د خُدائ پاک په حق کښې بدې ردې مۀ وايئ اؤ د خپل قوم مشرانو ته ښېرې مۀ کوئ. ۲۹خپله غله، د انګُورو شراب اؤ خپل د زيتُونو تېل ما ته ښۀ په وخت پېش کوئ. تاسو خپل مشرى زامن ما له راکړئ. ۳۰تاسو د خپلو څاروو اؤ د خپلو ګډو وړومبى پېدا شوى بچى ما ته وقف کړئ. هر يو وړومبے پېدا شوے نر بچے به اووۀ ورځې د خپلې مور سره ايسارېږى اؤ په اتمه ورځ به هغه ما ته پېش کوئ. ۳۱تاسو به زما مُقدس خلق يئ، نو د داسې ځناور غوښه مۀ خورئ چې هغه ځنګلى ځناور وژلے وى، هغه سپو ته اچوئ.“