د هِجرت کِتاب

شلم باب

د شريعت لس حُکمونه

د ګردان کِتاب ۵ :  ۱‏-۲۱

۱بيا خُدائ پاک کلام وکړو اؤ هغه ټولې خبرې دا دى :  ۲”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د وطن نه راوويستلئ، کُوم چې د غُلامۍ وطن وو. ۳زما نه بغېر د نورو خُدايانو عِبادت مۀ کوئ. ۴د خپلو ځانُونو د پاره بُتان مۀ جوړوئ، د داسې يو څيز په شکل هم نه چې هغه پاس په آسمان کښې وى يا په زمکه وى يا کۀ هغه د زمکې لاندې په اوبو کښې وى. ۵يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ اؤ نۀ يې عِبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غيرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو اؤ د هغو اولادُونو له د دريم اؤ څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى. ۶خو زۀ د هغه خلقو زرګُونو نسلُونو ته خپله نۀ بدلېدُونکې مينه ښايم څوک چې زما سره مينه لرى اؤ زما حُکمونه منى. ۷زما نُوم د غلطو مقصدُونو د پاره مۀ اِستعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نُوم بې‌فائدى اخلى. ۸د سبت ورځ ياده لرئ اؤ دا مُقدسه ګڼئ. ۹په شپږو ورځو کښې تاسو خپل کار روزګار کوئ، ۱۰خو اوومه ورځ د آرام ورځ ده چې ما ته وقف ده. په هغه ورځ به هيڅ څوک کار روزګار نۀ کوى، نۀ تاسو، نۀ ستاسو بچى، نۀ ستاسو غُلامان، نۀ ستاسو څاروى اؤ نۀ هغه مُسافر کُوم چې ستاسو سره اوسېږى. ۱۱په شپږو ورځو کښې ما يعنې مالِک خُدائ زمکه، آسمان، سمندر اؤ په دې کښې چې هر څۀ هم دى جوړ کړل، خو په اوومه ورځ ما آرام وکړو. نو دا ځکه ما مالِک خُدائ د سبت ورځې له برکت ورکړو اؤ مُقدسه مې کړه. ۱۲د خپل پلار اؤ خپلې مور عِزت کوئ، نو تاسو به په هغه وطن کښې يو اُوږد عُمر تېر کړئ کُوم چې درکوم. ۱۳قتل مۀ کوئ. ۱۴زنا مۀ کوئ. ۱۵غلا مۀ کوئ. ۱۶د چا خِلاف د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ. ۱۷د خپل ګاونډى د کور خواهِش مۀ کوئ، د هغۀ د ښځې، د هغۀ د نوکرانو، د هغۀ د څاروو، خرُونو اؤ د هغه يو شى خواهِش هم مۀ کوئ کُوم چې ستاسو د ګاونډى وى.“

د خلقو وېره

د ګردان کِتاب ۵ :  ۲۲‏-۳۳

۱۸چې کله خلقو د تندرُونو اؤ د بيګل آواز واؤرېدو اؤ برېښناګانې اؤ د غرۀ لُوګى يې وليدل، هغوئ د يرې نه ولړزېدل اؤ لرې ودرېدل. ۱۹هغوئ مُوسىٰ ته ووئيل، ”کۀ تۀ زمُونږ سره خبرې کوې نو مُونږ به ورته غوږ ونيسُو، خو کۀ خُدائ پاک زمُونږ سره خبرې وکړې نو مُونږ يرېږُو چې مړۀ به شُو.“ ۲۰مُوسىٰ ورته ووئيل، ”يرېږئ مه، خُدائ پاک خو صِرف دې له راغلے دے چې تاسو وآزمائ او خپله يره ستاسو په زړونو کښې واچوى چې تاسو ګُناه نۀ کوئ.“ ۲۱خو خلق هم هغه شان لرې ولاړ وُو اؤ صِرف مُوسىٰ هغه تکې تورې تيارې له نزدې ورَغلو چرته چې خُدائ پاک وو.

د قُربان‌ګاه په باره کښې قانُون

۲۲بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته حُکم وکړو چې بنى اِسرائيلو ته ووائى :  ”تاسو وليدل چې ما مالِک خُدائ ستاسو سره د آسمان نه څنګه خبرې کړى دى. ۲۳د خپلو ځانُونو د پاره د سپينو زرو يا د سرو زرو بُتان مۀ جوړوئ چې زما په ځائ د هغوئ عِبادت وکړئ. ۲۴زما د پاره د خاورې نه يوه قُربان‌ګاه جوړه کړئ اؤ په دې باندې خپل ګډان، چېلى اؤ غوَيان د پُوره سوزېدُونکې قربانو اؤ د سلامتۍ د قربانو په توګه حلالوئ. چې د خپل عِبادت د پاره کُوم ځائ زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم اؤ برکت به درکوم. ۲۵کۀ تاسو زما د پاره د کاڼو نه يوه قُربان‌ګاه جوړوئ، نو هغه د تراشلى شوى کاڼو نه مۀ جوړوئ، ځکه چې کله تاسو په هغه کاڼو آوزار لګوئ، نو هغه به ناپاکه کړئ. ۲۶زما د پاره داسې قُربان‌ګاه مۀ جوړوئ چې تاسو بره په پوړو ورخېژئ، ګنى ستاسو د سَتر اندامُونه به بربنډ شى.“