د هِجرت کِتاب

دويم باب

د حضرت مُوسىٰ پېدايښت

۱په دې دوران کښې د ليوى قبيلې يو سړى په خپله قبيله کښې يوه ښځه وکړه، ۲اؤ د هغې نه د هغۀ يو زوئ وشو. هغې وليدل چې دا ښۀ ښکلے ماشُوم وو، نو هغې دا درې مياشتې پټ وساتلو. ۳خو چې کله هغې دا نور نۀ شو پټولے، هغې د لُوښو نه جوړه شوې يوه ټوکرۍ راواخستله اؤ په دې يې تارکول ولګول چې اوبۀ په کښې دننه نۀ ځى. هغې ماشُوم په دې کښې کښېنولو اؤ دا يې بيا د درياب په غاړه په لُوښو کښې کېښوده. ۴د ماشُوم خور لږه لرې ولاړه وه اؤ کتل يې چې په هغۀ به څۀ کېږى. ۵د فِرعون لُور لمبېدلو له د درياب غاړې له راغله، د هغې خِدمت‌ګارانې د درياب په غاړه روانې وې نو ناڅاپه هغې په لُوښو کښې هغه ټوکرۍ وليده اؤ يوه خِدمت‌ګاره يې ورولېږله چې را يې وړى. ۶د فِرعون لُور دا کولاؤ کړه اؤ يو ماشُوم يې وليدو. هغۀ ژړل اؤ د هغې ورباندې زړۀ وسوزېدلو. هغې ووئيل، ”دا ماشُوم عبرانے دے.“ ۷بيا د هغۀ خور د فِرعون د لُور نه تپوس وکړو، ”زۀ يو عبرانۍ ښځه راوغواړم څۀ چې دې ماشُوم له تے ورکوى؟“ ۸هغې ورته ووئيل، ”اؤ لاړه شه.“ نو هغه جينۍ لاړه اؤ د ماشُوم خپله مور يې راوستله. ۹شهزادګۍ دې ښځې ته ووئيل، ”دا ماشُوم واخله اؤ زما د پاره تے ورکوه اؤ زۀ به تا له مزدُورى درکوم.“ نو هغې ماشُوم يوړو اؤ هغۀ له يې تے ورکولو. ۱۰کله چې دا ماشُوم لږ لوئ شو نو هغې دا ماشُوم د بادشاه لُور له ورکړو اؤ د بادشاه لُور ماشُوم خپل زوئ جوړ کړو. هغې د خپل ځان سره ووئيل، ”ما دا د اوبو نه راويستلے دے!“ نو مُوسىٰ نُوم يې ورباندې کېښودو.

د حضرت مُوسىٰ ميديان ته تښتېدل

۱۱چې کله مُوسىٰ لوئ شو نو هغه خپلو خلقو عبرانيانو له لاړو اؤ هغۀ وليدل چې د هغوئ نه سخت کار اخستلے شو. هغۀ دا هم وليدل چې يو مِصرى يو عبرانے وهلو، دا د مُوسىٰ د خپلو خلقو نه يو کس وو. ۱۲مُوسىٰ اخوا دېخوا وکتل اؤ چې کله هغۀ ته پته ولګېده چې هيڅ څوک يې هم نۀ ګورى، نو هغه مِصرے يې ووژلو اؤ د هغۀ لاش يې په شګو کښې پټ کړو. ۱۳بله ورځ هغه بهر لاړو اؤ وې ليدل چې دوه عبرانيان په خپلو کښې په جګړه وُو. هغۀ هغه يو ته ووئيل کُوم چې په غلطه وو، ”تۀ ولې خپل عبرانے وهې؟“ ۱۴هغه سړى ورته ووئيل، ”تۀ چا په مُونږ مشر کړے يې اؤ په مونږ يې قاضى جوړ کړے يې؟ تۀ ما هم وژنې څۀ لکه چې هغه مِصرے دې وژلے وو؟“ نو مُوسىٰ ويرېدو اؤ د خپل ځان سره يې ووئيل، ”ښه نو لکه چې ما څۀ کړى دى د هغې خلقو ته پته لګېدلې ده!“ ۱۵چې کله فِرعون خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د مُوسىٰ د وژلو کوشش وکړو، خو مُوسىٰ وتښتېدو اؤ لاړو اؤ د ميديان په وطن کښې اوسېدو. يوه ورځ چې کله مُوسىٰ د يو کُوهى سره ناست وو، د ميديان د اِمام يترو اووۀ لُوڼه راغلې، چې اوبۀ راوخېژوى اؤ د خپل پلار ګډو اؤ چېلو د پاره ښانکُونه ترې نه ډک کړى. ۱۷خو څۀ شپانو د يترو لُوڼه وشړلې. نو مُوسىٰ د هغوئ د بچ کولو د پاره ورَغلو اؤ د هغوئ څاروو له يې اوبۀ ورکړې. ۱۸چې کله دوئ خپل پلار له راغلې، هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تاسو ولې نن ډېر زر راغلئ؟“ ۱۹هغوئ ورته ووئيل، ”يو مِصرى مُونږ د شپانو نه بچ کړُو اؤ هغۀ مُونږ له اوبۀ هم راوخېژولې اؤ زمُونږ څاروو له يې ورکړې.“ ۲۰هغۀ د خپلو لُوڼو نه تپوس وکړو، ”هغه چرته دے؟ تاسو هغه سړے بهر ولې پرېښودو؟ لاړې شئ اؤ هغه راوغواړئ چې مُونږ سره ډوډۍ وخورى.“ ۲۱نو مُوسىٰ هلته اوسېدو ته راضى شو اؤ يترو هغۀ ته خپله لُور صفوره وادۀ کړه، ۲۲د هغې نه يې يو زوئ وشو. مُوسىٰ د خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ په دې وطن کښې مُسافر يم“، نو په هغۀ يې جيرسوم نُوم کېښودو. ۲۳ډېره موده پس چې د مِصر بادشاه مړ شو، خو بنى اِسرائيلو د غُلامۍ په وجه فرياد کولو نو هغوئ په چغو وژړل، ”خُدايه پاکه! زمُونږ مدد وکړه!“ ۲۴نو خُدائ پاک د دوئ ژړا واؤرېدله. هغۀ د هغوئ فرياد واؤرېدو اؤ د اِبراهيم اِسحاق اؤ يعقُوب سره خپل هغه تړون يې راياد کړو. ۲۵هغۀ د بنى اِسرائيلو تکليف ولېدو اؤ ورباندې خفه شو.