د هِجرت کِتاب

نولسم باب

د بنى اِسرائيلو سينا غرۀ ته رسېدل

۱بنى اِسرائيل د رفيديم نه روان شول اؤ چې کله دوئ د مِصر نه راوتلى وُو، د هغې نه پس د دريمې مياشتې په اوله ورځ د سينا بيابان ته راغلل. دوئ هلته د سينا غرۀ په لمن کښې خېمې ولګولې، ۳اؤ مُوسىٰ خُدائ پاک له غرۀ ته وروختلو. مالِک خُدائ د غرۀ نه هغۀ ته آواز وکړو اؤ ورته يې ووئيل چې بنى اِسرائيلو يعنې د يعقُوب اولاد ته داسې ووايه! ۴”تاسو په خپله هغه څۀ وليدل چې ما د مِصريانو سره وکړل اؤ تاسو مې داسې بوتللئ لکه چې باز خپل بچى په وزرو کښې وړى اؤ دلته مې خپل ځان له راوستلئ. ۵اوس، کۀ تاسو زما فرمانبردارى وکړئ اؤ زما په تړون باندې ټينګ ودرېږئ، نو بيا به تاسو په ټولو خلقو کښې زما خپل خاص خلق يئ، هسې خو ټوله زمکه زما ده. ۶تاسو به زما د پاره مُقدسه ډله يئ اؤ د اِمامانو په توګه به زما خِدمت کوئ. مُوسىٰ! تۀ به دا خبره بنى اِسرائيلو ته ورسوې.“ ۷نو مُوسىٰ کُوز شو اؤ د قوم مشران يې راغونډ کړل اؤ کُوم حُکم چې مالِک خُدائ هغۀ ته کړے وو هغه ټولې خبرې يې هغوئ ته بيان کړې. ۸نو ټولو خلقو په يوه خُله جواب ورکړو، ”مالِک خُدائ چې څۀ هم وئيلى دى مُونږ به هم هغه شان کوُو.“ بيا مُوسىٰ واپس د هغوئ جواب مالِک خُدائ ته ورسولو، ۹مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”زۀ به په تکه توره وريځ کښې تا له راشم، چې کُومې خبرې زۀ ستا سره کوم نو خلق به زما خبرې واورى نو داسې به هغوئ د همېشه د پاره په تا يقين کوى.“ چې خلقو کُوم جواب ورکړے وو نو مُوسىٰ هغه مالِک خُدائ ته ووئيلو، ۱۰اؤ مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”خلقو له ورشه اؤ هغوئ ته ووايه چې هغوئ دې نن اؤ سبا خپل ځانُونه د عِبادت د پاره پاک کړى. هغوئ دې خامخا خپلې جامې ووينځى. ۱۱اؤ په دريمه ورځ دې تيار اوسېږى. په هغه ورځ به زۀ د ټولو خلقو په موجودګۍ کښې د سينا غرۀ ته راکُوز شم. ۱۲د غرۀ نه ګېر‌چاپېره حدُونه مُقرر کړه چې خلق به ترې نه نۀ رااوړى اؤ هغوئ ته ووايه چې نۀ غرۀ ته راوخېژى اؤ نۀ يې لمنې ته ورنزدې شى. خو کۀ څوک غرۀ ته ورشى، نو هغه به خامخا ووژلے شى، ۱۳هيڅ څوک به هم نۀ ورځى، خو کۀ څوک ورشى نو هغه به سنګسارولے شى يا به په غشو ويشتلے شى. هغه کۀ اِنسان وى يا حېوان وى خامخا به وژلے شى. خو چې کله بيګل په اُوږد آواز وغږولے شى، نو بيا به خلق غرۀ ته راوخېژى.“ ۱۴بيا مُوسىٰ د غرۀ نه راکُوز شو اؤ خلقو ته يې ووئيل چې د عِبادت د پاره خپل ځانُونه پاک کړئ. نو هغوئ خپلې جامې ووينځلې، ۱۵اؤ مُوسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”د دريمې ورځې د پاره ځانُونه تيار کړئ اؤ په دې دوران کښې د ښځو سره مۀ څملئ.“ ۱۶د دريمې ورځې په سحر تندرُونه اؤ برېښناګانې شوې، په غرۀ باندې تکه توره وريځ راښکاره شوه اؤ د بيګل اُوچت آواز واؤرېدلے شو. اؤ د خېمو په ځائ کښې چې څومره خلق وُو هغوئ ټول د يرې نه په لړزان شول. ۱۷مُوسىٰ هغه خلق د خېمو د ځائ نه د خُدائ پاک حضُور ته بوتلل اؤ هغوئ د غرۀ په لمن کښې ودرېدل. ۱۸د سينا ټول غر د وريځ په شان په لُوګى کښې پټ وو، ځکه چې مالِک خُدائ په دې باندې په اور کښې راکُوز شوے وو. دا لُوګے د بټۍ د لُوګى په شان بره ختلو اؤ ټول غر سخت ولړزېدلو. ۱۹د بيګل آواز نور هم اُوږدېدلو اؤ زياتېدلو. مُوسىٰ خبرې کولې اؤ خُدائ پاک هغۀ له د تندر د آواز په شان جواب ورکولو. ۲۰مالِک خُدائ د سينا د غرۀ سر ته راکُوز شو اؤ مُوسىٰ يې د غرۀ سر ته راوغوښتلو. نو مُوسىٰ وروختلو ۲۱اؤ مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”ښکته لاړ شه اؤ خلقو له خبردارے ورکړه چې زما کتلو د پاره د حدُونو نه راوا نۀ وړى، خو کۀ چرې راوختل، نو ډېر کسان به د هغوئ نه مړۀ شى. ۲۲کۀ اِمامان هم ما ته نزدې راځى نو هغوئ دې هم غُسل وکړى، ګنى زۀ مالِک خُدائ به هغوئ له سزا ورکړم.“ ۲۳مُوسىٰ مالِک خُدائ ته ووئيل، ”خلق د سينا غرۀ ته نۀ شى راختلے، ځکه چې تا مُونږ له خبردارے راکړے دے چې د دې نه ګېر‌چاپېره حدُونه مُقرر کړُو اؤ غر مُقدس وګڼو.“ ۲۴مالِک خُدائ هغۀ ته ووئيل، ”ښکته لاړ شه اؤ هارُون هم د ځان سره راوخېژوه. خو چې اِمامان اؤ خلق ما ته د راتلو د پاره د حدُونو نه راوا نۀ وړى، ګنى زۀ، مالِک خُدائ به هغوئ له سزا ورکړم.“ ۲۵نو بيا مُوسىٰ خلقو له ورکُوز شو اؤ چې مالِک خُدائ څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل.