د هِجرت کِتاب

اتلسم باب

د يترو مُوسىٰ سره مِلاوېدل

۱د مُوسىٰ سخر يترو، څوک چې د ميديان اِمام وو، هغۀ د هغه هر څۀ په باره کښې واؤرېدل چې خُدائ پاک د مُوسىٰ اؤ د خپلو خلقو اِسرائيليانو د پاره کړى وُو اؤ چې مالِک خُدائ هغوئ څنګه د مِصر نه راويستلى وُو. ۲نو يترو مُوسىٰ له راغلو، د مُوسىٰ ښځه صفوره يې هم د ځان سره راوستله، کُومه چې مُوسىٰ د خپلې سخرانې کره پرېښې وه، ۳اؤ ورسره د هغې دوه زامن جيرسوم اؤ اِلعازار هم وُو. مُوسىٰ وئيلى وُو، ”زۀ په پردى وطن کښې مُسافر يم.“ نو ځکه هغۀ په يو زوئ جيرسوم نُوم کېښودو. ۴هغۀ دا هم وئيلى وُو، ”زما د پلار خُدائ پاک زما مل وو اؤ زۀ يې د مِصر د فِرعون نه بچ کړم چې هغۀ زۀ وژلم.“ نو ځکه هغۀ په بل زوئ اِلعازار نُوم کېښودو. ۵يترو د مُوسىٰ د ښځې اؤ د هغې د دوه زامنو سره بيابان ته راغلو چرته چې مُوسىٰ د خُدائ پاک غرۀ ته نزدې اوسېدو. ۶هغۀ مُوسىٰ له خبر ورولېږلو چې زۀ ستا د ښځې اؤ د دوه زامنو سره در روان يم، ۷نو مُوسىٰ هغۀ سره مِلاوېدو د پاره بهر لاړو، د هغۀ په مخکښې د عِزت نه ټيټ شو اؤ ښُکل يې کړو. هغوئ د يو بل د خېر خېريت پوښتنه وکړه اؤ بيا د مُوسىٰ خېمې ته دننه راغلل. ۸مُوسىٰ يترو ته هغه هر څۀ ووئيل کُوم چې مالِک خُدائ د اِسرائيليانو په خاطر په فِرعون اؤ د مِصر په خلقو کړى وُو. هغۀ ته يې د هغه تکليفُونو په باره کښې هم ووئيل کُوم چې په لاره کښې دوئ ته پېښ شوى وُو اؤ دا هم چې مالِک خُدائ دوئ څنګه بچ کړى وُو. ۹چې کله يترو دا هر څۀ واؤرېدل، نو هغه ډېر خوشحاله شو ۱۰اؤ وې وئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې هغۀ تاسو د فِرعون اؤ د مِصر د خلقو نه بچ کړئ! د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې هغۀ خپل خلق د غُلامۍ نه بچ کړل! ۱۱اوس ما ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د نورو ټولو خُدايانو نه لوئ دے، ځکه چې هغۀ خپل خلق د مِصريانو نه بچ کړل کله چې مِصريانو دوئ ته سپک کتل.“ ۱۲بيا يترو يوه پُوره سوزېدُونکې قُربانى پېش کړه اؤ ورسره نورې قُربانۍ هم راوړلې چې د خُدائ پاک په حضُور کښې يې پېش کړى، هارُون اؤ د اِسرائيليانو نور ټول مشران د يترو سره د خُدائ پاک حضُور ته لاړل، چې د عِبادت په شکل کښې د قُربانۍ دغه ډوډۍ وخورى.

د قاضيانو مُقرر کېدل

د ګردان کِتاب ۱ :  ۹‏-۱۸

۱۳په بله ورځ مُوسىٰ د خلقو لانجې فېصله کولو ته کښېناستو اؤ د سحر نه تر ماښامه پورې خلق ترې نه راتاؤ وُو. ۱۴چې کله يترو هغه هر څۀ وليدل کُوم چې مُوسىٰ کول، نو هغۀ ترې تپوس وکړو، ”دا څۀ دى چې تۀ يې د خلقو د پاره کوې؟ تۀ دا کار يواځې ولې کوې، چې د سحر نه تر ماښامه پورې خلق د مشورې د پاره درنه راتاؤ وى؟“ ۱۵مُوسىٰ خپل سخر ته ووئيل، ”زۀ به خامخا داسې کوم ځکه چې خلق د خُدائ پاک رضا معلُومولو د پاره ما له راځى. ۱۶چې کله د دوو کسانو په مېنځ کښې لانجه وى، نو هغوئ ما له راشى اؤ زۀ بيا دا ګورم چې کُوم يو په حقه دے او کُوم په ناحقه دے اؤ زۀ دوئ ته د خُدائ پاک حُکمونه اؤ شريعت ښايم.“ ۱۷يترو ورته ووئيل، ”تۀ دا کار په صحيح طريقه نۀ کوې. ۱۸تۀ اؤ دا خلق به ځانُونه ستړى کړئ. دا کار ستا د پاره ډېر مُشکل دے، تۀ دا کار يواځې نۀ شې کولے. ۱۹زما خبره واؤره زۀ به تا له يوه ښۀ مشوره درکړم اؤ خُدائ پاک به ستا مل وى. ستا د پاره به دا ښۀ وى چې تۀ د خلقو لانجې راوړې اؤ د خُدائ پاک په حضُور کښې يې پېش کوې. ۲۰تۀ به دوئ ته د خُدائ پاک حُکمونه اؤ شريعت ښائې اؤ تۀ به دوئ ته د ژوند د تېرولو طريقه اؤ هغه څۀ ښائې چې دوئ به يې کوى. ۲۱د دې نه علاوه، تۀ يو څو قابِل کسان هم خوښ کړه اؤ هغوئ په لسو، پنځوسو، سوُونو اؤ زرګُونو کسانو باندې مشران مُقرر کړه. هغوئ دې داسې سړى وى چې د خُدائ پاک نه يرېږى، چې اعتبارى وى اؤ رشوت خوارۀ نۀ وى. ۲۲هغوئ دې همېشه د قاضيانو په شان د خلقو خِدمت کوى. هغوئ به ټولې سختې لانجې تا له راوړى، خو وړې لانجې به هغوئ په خپله فېصله کوى، نو ستا د پاره به آسانى جوړه شى اؤ بوج به درنه کم شى. ۲۳کۀ تۀ هم هغه شان کوې چې څنګه خُدائ پاک حُکم درکړے دے، نو تۀ به دومره زيات ستړے کېږې هم نه اؤ ټول خلق به په خېر سره خپل خپل کور ته ځى.“ ۲۴مُوسىٰ د يترو مشوره ومنله ۲۵نو هغۀ د ټولو اِسرائيليانو نه قابِل خلق خوښ کړل. اؤ هغوئ يې په لسو، پنځوسو، سوُونو اؤ زرګُونو کسانو مشران مُقرر کړل. ۲۶هغوئ به په پخه توګه د قاضيانو په شان د خلقو خِدمت کولو، هغوئ به ټولې سختې لانجې مُوسىٰ له راوړې خو وړې لانجې به هغوئ په خپله فېصله کولې. ۲۷بيا مُوسىٰ يترو رُخصت کړو اؤ يترو خپل وطن ته واپس لاړو.