د هِجرت کِتاب

اُوولسم باب

د ګټ نه اوبۀ راوتل

د شمېر کِتاب ۲۰ :  ۱‏-۱۳

۱د بنى اِسرائيلو ټول قوم د سين بيابان نه په سفر روان شولو اؤ د مالِک خُدائ په حُکم يې د يو ځائ نه بل ځائ ته کډه وړله. دوئ په رفيديم کښې خېمې ولګولې، خو هلته د دې خلقو د پاره د څښلو اوبۀ نۀ وې. ۲نو په دې وجه خلق د مُوسىٰ سره په جګړه شول اؤ وې وئيل، ”مُونږ له د څښلو اوبۀ راکړه.“ مُوسىٰ دوئ ته ووئيل، ”تاسو ولې ما سره په جګړه يئ؟ تاسو ولې مالِک خُدائ په آزمېښت کښې اچوئ؟“ ۳خو خلق ډېر تږى وُو اؤ په مُوسىٰ وغورېدل. دوئ ووئيل، ”تا مُونږ ولې د مِصر نه راوويستلُو؟ د دې د پاره چې مُونږ، زمُونږ بچى اؤ زمُونږ څاروى د تندې نه ووژنې؟“ ۴نو مُوسىٰ مالِک خُدائ ته مِنت زارى وکړه اؤ وې وئيل، ”زۀ دې خلقو سره څۀ وکړم؟ دوئ خو زما سنګسارولو ته تيار دى.“ ۵مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”د ځان سره د اِسرائيليانو يو څو مشران روان کړه اؤ د خلقو په وړاندې ځه. د ځان سره هغه امسا هم يوسه په کُومه چې تا د نيل درياب وهلے وو. ۶اؤ ګوره! زۀ به په سينا کښې په يو ګټ باندې ستا په وړاندې ولاړ يم. تۀ هغه ګټ په امسا ووهه اؤ د هغه ګټ نه به د خلقو د پاره د څښلو اوبۀ راووځى.“ نو مُوسىٰ د اِسرائيليانو د مشرانو په مخکښې هم دغه شان وکړل. ۷نو هغۀ په دغه ځائ مسه (يعنې آزمېښت) اؤ مريبه (يعنې جګړه) نُوم کېښودو، ځکه چې بنى اِسرائيل په جګړه شول اؤ مالِک خُدائ يې په آزمېښت کښې واچولو چې وې وئيل، ”مالِک خُدائ زمُونږ مل دے کۀ نۀ دے؟“

د عماليقيانو سره جنګ کېدل

۸بيا عماليقيان راغلل اؤ په رفيديم کښې يې په اِسرائيليانو باندې حمله وکړه. ۹مُوسىٰ يشوَع ته ووئيل، ”يو څو سړى خوښ کړه اؤ لاړ شه، سبا د عماليقيانو سره جنګ وکړه. زۀ به د غر په سر ودرېږم اؤ د خُدائ پاک طاقت لرُونکې امسا به زما په لاس کښې وى.“ ۱۰يشوَع هم هغه شان وکړل چې څنګه ورته مُوسىٰ وئيلى وُو اؤ عماليقيانو سره يې جنګ وکړو اؤ مُوسىٰ، هارُون اؤ حُور د غرۀ سر ته لاړل. ۱۱تر کُومې پورې چې مُوسىٰ لاسُونه پورته نيولى وُو، اِسرائيليان په ګټه کښې وُو، خو چې کله هغۀ لاسُونه لاندې کړل، نو عماليقيان په ګټه کښې شول. ۱۲چې کله د مُوسىٰ لاسُونه ستړى شول، نو هارُون اؤ حُور ورله د کښېناستو د پاره يو کاڼے راوړو اؤ هغوئ د هغۀ يو څنګ اؤ بل څنګ ته ولاړ وُو اؤ د هغۀ لاسُونه يې پورته نيولى وُو اؤ د نمرپرېواتو پورې د هغۀ لاسُونه نېغ وُو. ۱۳نو داسې يشوَع عماليقيانو له پُوره شکست ورکړو. ۱۴بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”دا فتح د ياد ساتلو د پاره د ځان سره وليکه. يشوَع ته دا واوروه چې زۀ به عماليقيان بېخى تباه کړم.“ ۱۵مُوسىٰ يوه قُربان‌ګاه جوړه کړه اؤ په هغې يې ”مالِک خُدائ زما د فتحې جنډا ده“ نُوم کېښودو. ۱۶نو ځکه هغۀ ووئيل، ”د مالِک خُدائ جنډا اُوچته ونيسئ! مالِک خُدائ به د همېشه د پاره د عماليقيانو خِلاف جنګ جارى ساتى.“