د هِجرت کِتاب

شپاړسم باب

من اؤ مړَزان

۱د بنى اِسرائيلو ټول قوم د ايليم نه په سفر روان شو اؤ د دويمې مياشتې په پينځلسمه ورځ دوئ د سين بيابان ته راغلل، دا د هغوئ د مِصر نه راوتلو نه پس وُو، کُوم چې د ايليم اؤ سينا په مېنځ کښې دے. ۲هلته په بيابان کښې دوئ ټول د مُوسىٰ اؤ هارُون خِلاف وغورېدل ۳اؤ بنى اِسرائيلو هغوئ ته ووئيل، ”کاش! چې مُونږ مالِک خُدائ د مِصر په وطن کښې وژلى وے. هلته د غوښې لوښو ته کښېناستے خو شُو کنه چې مُونږ په مړه خېټه ډوډۍ خوړلے. تاسو مُونږ دلته دې بيابان ته د دې د پاره راوستلى يُو چې دا ټول خلق د لوږې نه ووژنئ.“ ۴مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”ګوره! اوس به زۀ ستاسو ټولو د پاره د آسمان نه يو خوراک د باران په شان ووروم. دا خلق دې هره ورځ بهر ځى اؤ د ځان د پاره دې هم هغه هومره راټولوى چې بس يې وى. نو داسې به زۀ دوئ معلُوم کړم چې زما په کلام عمل کوى اؤ کۀ نه. ۵خو په شپږمه ورځ به دوئ د هغې يو په دوه راوړى چې څومره هره ورځ راټولوى اؤ پخوى يې.“ ۶نو مُوسىٰ اؤ هارُون ټولو بنى اِسرائيلو ته ووئيل، ”تاسو ته به نن ماښام پته ولګې چې هغه مالِک خُدائ وو چا چې د مِصر نه راوويستلئ. ۷په سحر کښې به تاسو د مالِک خُدائ سپين جلال ووينئ. مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اؤرېدلى دى. مُونږ هيڅ نۀ يُو چې تاسو زمُونږ خِلاف غورېږئ.“ ۸بيا مُوسىٰ ووئيل، ”هغه به مالِک خُدائ وى چې په ماښام کښې تاسو له د خوړلو د پاره غوښه درکړى اؤ په سحر کښې په مړه خېټه ډوډۍ درکړى، ځکه چې مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اؤرېدلى دى. مُونږ هيڅ هم نۀ يُو چې تاسو زمُونږ خِلاف غورېږئ، دا په حقيقت کښې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف غورېږئ.“ ۹مُوسىٰ هارُون ته ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته ووايه چې راشى اؤ د مالِک خُدائ په حضُور کښې ودرېږى، ځکه چې مالِک خُدائ د دوئ غورېدل اؤرېدلى دى.“ ۱۰چې هارُون څنګه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته دا خبره وکړه اؤ چې هغوئ بيابان ته وکتل، ناڅاپى د مالِک خُدائ سپين جلال په وريځو کښې راښکاره شو. ۱۱مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۱۲”ما د بنى اِسرائيلو غورېدل اؤرېدلى دى. هغوئ ته ووايه چې په ماښام کښې به هغوئ ته د خوړلو د پاره غوښه مِلاؤ شى اؤ سحر کښې به په ډوډۍ ماړۀ شى. نو هغوئ ته به پته ولګې چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک يم.“ ۱۳په ماښام کښې د مړزانو يو لوئ سېل راغلو اؤ چرته چې خېمې وې هلته کښېناستو اؤ په سحر کښې د خېمو ګېر‌چاپېره پرخه ورېدلې وه. ۱۴چې کله پرخه وچه شوه، نو د بيابان مخ په وړو وړو سپينو څيزُونو باندې پټ شولو. ۱۵چې کله بنى اِسرائيلو دا وليدل، نو هغوئ نۀ پېژندل چې دا څۀ شے دے اؤ د يو بل نه يې تپوسُونه کول، ”دا څۀ دى؟“ مُوسىٰ دوئ ته ووئيل، ”دا هغه ډوډۍ ده چې مالِک خُدائ تاسو له د خوړلو د پاره درکړې ده. ۱۶مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې ستاسو هر يو کس به دومره راټولوى چې څومره خوړلے شى، تقريباً دوه کيلو د خپلې کورنۍ د هر يو کس د پاره.“ ۱۷بنى اِسرائيلو هم دغه شان وکړل، چا ډېره اؤ چا لږه راټوله کړه. ۱۸چې کله دوئ اندازه واخستله، چا چې ډېره راټوله کړې وه د هغۀ سره ډېره زياته نۀ وه اؤ چا چې لږه راټوله کړې وه د هغۀ سره کمه نۀ وه. هر يو کس د خپل ضرُورت په مُطابق راټوله کړې وه. ۱۹مُوسىٰ دوئ ته ووئيل، ”تر سحره پورې به هيڅ څوک هم په دې کښې څۀ نۀ پرېږدى.“ ۲۰خو بعضې کسانو د مُوسىٰ خبره وانۀ ورېدله اؤ لږه يې ترې نه پرېښوده. اؤ بل سحر په کښې چينجى شوى وُو اؤ سخا بُوئ ترې نه تلو، نو مُوسىٰ دوئ ته په قهر شو. ۲۱هر سحر هر يو کس به د خپل ضرُورت په مُطابق راټولوله، اؤ چې نمر به ګرم شو، نو څۀ هم چې په زمکه پاتې وُو نو هغه به ويلې شول. ۲۲په شپږمه ورځ دوئ يو په دوه ډوډۍ راټوله کړه، څلور کيلو د هر يو کس د پاره. د قوم ټول مشران راغلل اؤ مُوسىٰ ته يې د دې په باره کښې ووئيل، ۲۳نو هغۀ دوئ ته ووئيل، ”مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې سبا د سبت مُقدسه د آرام ورځ ده کُومه چې مالِک خُدائ ته وقف ده، چې تاسو څۀ پخول غواړئ هغه نن پاخۀ کړئ اؤ چې څۀ يشول غواړئ نو وې يشوئ. چې څۀ پاتې شى نو هغه د سبا د پاره پرېږدئ.“ ۲۴چې څنګه مُوسىٰ حُکم کړے وو، چې څۀ پاتې وه نو هغه يې د بلې ورځې پورې پرېښودله، خو دا سخا نۀ شوه اؤ نۀ په کښې چينجى وشول. ۲۵مُوسىٰ ووئيل، ”دا نن وخورئ، ځکه چې نن د سبت يعنې د آرام ورځ ده، دا ورځ مالِک خُدائ ته وقف شوې ده اؤ تاسو به بهر په زمکه هيڅ هم ونۀ مُومئ. ۲۶تاسو به شپږ ورځې خوراک راټولوئ، خو اوومه ورځ د سبت ورځ ده، هيڅ خوراک به په کښې نۀ وى چې تاسو يې راټول کړئ.“ ۲۷په اوومه ورځ څۀ خلق د خوراک راټولولو د پاره بهر لاړل، خو هغوئ هيڅ هم ونۀ مُوندل. ۲۸نو مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”تر کُومې پورې به تاسو زما حُکمونه اؤ شريعت ماتوئ؟ ۲۹ياد ساتئ چې ما مالِک خُدائ، تاسو له د سبت ورځ درکړې ده، نو په شپږمه ورځ به زۀ د همېشه د پاره تاسو له د دوه ورځو خوراک هم درکوم. په اوومه ورځ هر يو کس چې چرته هم وى هلته به ايسارېږى اؤ د خپل کور نه به بهر نۀ وځى.“ ۳۰نو هغوئ په اوومه ورځ آرام وکړو. ۳۱د اِسرائيليانو قوم په دې خوراک من نُوم کېښودو. دا د دڼيا د تُخم په شان واړۀ وُو اؤ رنګ يې سپين وو اؤ خوند يې داسې وو لکه ډوډۍ چې په شاتو کښې پخه شوې وى. ۳۲مُوسىٰ ووئيل، ”مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې تاسو څۀ من د خپلو نسلُونو د پاره وساتئ، نو هغوئ به دا ډوډۍ وګورى کُومه چې هغۀ مُونږ له په بيابان کښې د خوړلو د پاره راکړې ده کله چې هغۀ مُونږ د مِصر وطن نه راوويستلُو.“ ۳۳مُوسىٰ هارُون ته ووئيل، ”يو لوښے واخله اؤ د دوه کيلو برابر من په کښې واچوه اؤ د مالِک خُدائ په حضُور کښې يې کېږده چې زمُونږ د راتلُونکو نسلُونو د پاره وساتلے شى.“ ۳۴چې څنګه مالِک خُدائ مُوسىٰ له حُکم ورکړے وو، هارُون هغه د تړون په صندُوق کښې د کاڼى تختو ته مخامخ کېښودو، چې بچ وساتلے شى. ۳۵بنى اِسرائيلو څلوېښت کاله من خوړل، تر دې پورې چې هغوئ د کنعان وطن ته ورسېدل اؤ هلته دېره شول. ۳۶(په هغه ورځو کښې به اومر اؤ ايفه د څيزُونو تَللو د پاره اِستعمالېدل لکه څنګه چې نن سبا کيلو يا من اِستعمالېږى، يو اومر د ايفه لسمه حِصه ده لکه څنګه چې کيلو د من څلوېښتمه يا پنځوسمه حِصه ده.)