د هِجرت کِتاب

پنځلسم باب

د حضرت مُوسىٰ حمد‌و‌ثناء وئيل

۱بيا مُوسىٰ اؤ بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته دا حمد‌و‌ثناء ووئيل : 

”زۀ به مالِک خُدائ د پاره حمد‌و‌ثناء ووايم، ځکه چې هغۀ د جلال نه ډکه فتح مُوندلې ده،

هغۀ اسُونه اؤ په اسُونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى.

۲مالِک خُدائ زما طاقت دے اؤ زما حمد‌و‌ثناء د هغۀ د پاره ده،

اؤ هغه ذات دے چې زۀ يې بچ کړے يم،

هغه زما خُدائ پاک دے اؤ زۀ به د هغۀ ثناء وايم،

هغه زما د پلار خُدائ پاک دے اؤ زۀ به د هغۀ لوئى بيان کړم.

۳مالِک خُدائ د جنګيالى په شان دے،

د هغۀ نُوم مالِک خُدائ دے.

۴هغۀ درياب کښې د فِرعون جنګى ګاډۍ اؤ لښکر ډُوب کړو

د هغۀ ښۀ ښۀ مشران په سُور درياب کښې ډُوب شول.

۵ژور درياب هغوئ ډُوب کړل،

هغوئ د کاڼى په شان لاندې بېخ ته لاړل.

۶مالِکه خُدايه! ستا په ښى لاس کښې د جلال نه ډک طاقت شته،

مالِکه خُدايه! ستا ښے لاس دُښمنان ټوټې ټوټې کوى.

۷د خپل لوئ جلال سره تا خپل دُښمنان د خپو لاندې کړل،

تا د اور په شان خپل قهر ورولېږلو اؤ هغوئ دې د بُوسو په شان وسوزول.

۸تا درياب پُو کړو اؤ اوبۀ اُوچتې راغونډې شوې،

سېلابُونه د دېوال په شان نېغ ودرېدل،

اؤ د درياب په بېخ کښې اوبۀ کلکې شوې.

۹دُښمن لافې وهلې، چې زۀ به په هغوئ پسې يم اؤ زۀ به ورورسېږم،

زۀ به د هغوئ غنيمت ووېشم اؤ خپل ځان به په دې ښۀ موړ کړم.

زۀ به خپله تُوره راوباسم اؤ زۀ به هغوئ تباه کړم.

۱۰خو تا پُوکے ورکړو اؤ درياب هغوئ ډُوب کړل،

مِصريان په زورَورو اوبو کښې د سيکې په شان ډُوب شول.

۱۱اے مالِکه خُدايه! ستا په شان نور خُدايان څوک دى؟

ستا په شان څوک دى چې ټولو نه لوئ اؤ مُقدس دى؟

ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارُونه کوې.

۱۲تا خپل ښے لاس اُوږد کړو،

اؤ زمکې دُښمنان ژوندى تېر کړل.

۱۳تۀ په خپله وعده ولاړ وې اؤ تا هغه خلقو ته لار ښودله کُوم چې تا بچ کړى دى،

تۀ به په خپل طاقت سره هغوئ، تر خپل مُقدس ځائ پورې ورسوې.

۱۴قومُونو واؤرېدل اؤ په لړزان شول،

د فلسطين اوسېدُونکى په دردُونو آخته شول.

۱۵د ادوم مشران ويرېدل،

د موآب مشران په لړزان آخته شول،

د کنعان ټولو اوسېدُونکو خپله حوصله بائيلله.

۱۶سخته يره اؤ هېبت په هغوئ باندې پرېوتو،

هغوئ ستا د لاس طاقت وليدو

اؤ هغوئ د تيږې په شان غلى شول،

تر دې پورې مالِکه خُدايه! چې ستا قوم تېر شولو،

چې هغه خلق تېر شول کُوم چې تا بچ کول.

۱۷تۀ خپل خلق دننه راولې اؤ هغوئ په خپل غرۀ آبادوې،

هغه ځائ اے مالِکه خُدايه! چې تا د خپل ځان د پاره خوښ کړے دے،

هغه پاک ځائ ته، اے مالِکه خُدايه! چې تا په خپله ودان کړے دے.

۱۸مالِک خُدائ به تل تر تله بادشاهى کوى.“

د بى‌بى مريم حمد‌و‌ثناء وئيل

۱۹چې کله د فِرعون اسُونه، د هغۀ جنګى ګاډۍ اؤ د هغۀ په اسُونو سوارۀ کسان درياب ته ورکُوز شول، مالِک خُدائ د درياب اوبۀ واپس په هغوئ باندې راوستلې، خو بنى اِسرائيل د درياب په مېنځ کښې په وچه زمکه تېر شول. ۲۰بيا د هارُون خور مريم، کُومه چې پېغمبره وه، هغې خپل تمبل راواخستلو، اؤ ټولې ښځې د خپلو تمبلُونو سره په ګډېدو په هغې پسې لاړلې. ۲۱نو مريم هغوئ ته دا حمد‌و‌ثناء ووئيل :  ”مالِک خُدائ ته حمد‌و‌ثناء ووايئ، ځکه چې هغۀ لويه فتح مُوندلې ده، هغۀ اسُونه اؤ په اسُونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى.“

ترخې اوبۀ

۲۲بيا مُوسىٰ اِسرائيليانو له حُکم ورکړو چې د سُور درياب نه روان شى، نو دوئ د شُور صحرا ته لاړل. دوئ په صحرا کښې درې ورځې مزل وکړو خو اوبۀ يې ونۀ مُوندلې. ۲۳چې کله دوئ ماره ته راغلل، نو دوئ د ماره اوبۀ نۀ شوې څښلے ځکه چې د دې ځائ اوبۀ ترخې وې. نو د دې ځائ نُوم ماره ايښودلے شوے وو. ۲۴نو خلق مُوسىٰ ته وغورېدل اؤ ورته يې ووئيل، ”مُونږ به څۀ څښُو؟“ ۲۵مُوسىٰ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته د لرګى يوه ټُکړه وښودله، هغۀ دا اوبو ته وغورزوله اؤ اوبۀ خوَږې شوې. مالِک خُدائ هلته د هغوئ د پاره حُکمونه اؤ يو قانُون جوړ کړو اؤ هلته يې په هغوئ باندې آزمېښت وکړو. ۲۶ورته يې ووئيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ اؤ هغه څۀ کوئ کُوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى اؤ د هغۀ قانُون ته پام کوئ اؤ د هغۀ ټول حُکمونه پُوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کُومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم اؤ زۀ شِفاء درکوُونکے يم.“ ۲۷بيا دوئ ايليم ته راغلل، چې هلته د اوبو دولس چينې اؤ د اؤيا کهجُورو ونې وې، اؤ هلته هغوئ د اوبو په خوا خېمې ولګولې.