د هِجرت کِتاب

څوارلسم باب

د سُور درياب نه پورېوتل

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۲”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې واپس راوګرځى اؤ فى‌هخيروت ته مخامخ، د مجدال اؤ د درياب په مېنځ کښې بعل صفون ته نزدې خېمې ولګوى. ۳د فِرعون به دا خيال وى چې بنى اِسرائيل په وطن کښې سرګردانه ګرځى اؤ په صحرا کښې راګېر دى. ۴زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم اؤ هغه به په دوئ پسې وى، خو زۀ به د فِرعون اؤ د هغۀ په ټول لښکر فتح ومُومم نو داسې به زما عِزت وشى، اؤ مِصريانو ته به پته ولګې چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ نو بنى اِسرائيلو فرمانبردارى وکړه. ۵چې کله فِرعون خبر شو چې بنى اِسرائيل تښتېدلى دى، نو هغۀ اؤ د هغۀ درباريانو خپلې ارادې بدلې کړې اؤ وې وئيل، ”مُونږ دا څۀ کړى دى؟ مُونږ اِسرائيليان تښتېدلو ته پرېښودل، زمُونږ غُلامان زمُونږ د لاس نه لاړل!“ ۶نو فِرعون خپلې جنګى ګاډۍ تيارې کړې اؤ خپل لښکر يې د ځان سره روان کړو. ۷هغه د خپلو ټولو جنګى ګاډو سره روان شو، شپږ سوه په کښې ښې ښې جنګى ګاډۍ وې چې آفسران ورسره وُو. ۸مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو اؤ هغه په بنى اِسرائيلو پسې روان شو اؤ بنى اِسرائيل زړَور روان وُو. ۹د مِصريانو لښکر، سره د ټولو اسُونو، جنګى ګاډو اؤ په اسُونو سوارۀ کسان په دوئ پسې وُو اؤ هلته ور ورسېدل چرته يې د درياب سره فى‌هخيروت اؤ بعل صفون ته نزدې خېمې لګولې وې. ۱۰چې څنګه فِرعون ورلنډ شو، چې بنى اِسرائيلو وکتل، نو وې ليدل چې مِصريان په دوئ پسې راروان وُو، بنى اِسرائيل ډېر سخت ويرېدل اؤ مالِک خُدائ ته يې فرياد وکړو. ۱۱دوئ مُوسىٰ ته ووئيل، ”په مِصر کښې اديرې نۀ وې څۀ؟ چې تا دې صحرا ته د مړ کېدو د پاره راوستلى يُو؟ ګوره! دا تا څۀ کړى دى چې مُونږ دې د مِصر نه راوويستلُو. ۱۲مُونږ تا ته مخکښې په مِصر کښې نۀ وُو وئيلى چې داسې به کېږى؟ مُونږ تا ته وئيلى وُو چې مُونږ پرېږده چې د مِصريانو غُلامى کوُو. چې په دې صحرا کښې د مړۀ کېدو نه به ښۀ وې چې مُونږ د مِصريانو غُلامى کولے.“ ۱۳مُوسىٰ ورته په جواب کښې ووئيل، ”يرېږئ مه! کلک شئ، تاسو به وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو د بچ کولو د پاره نن څۀ کوى، ځکه چې نن تاسو کُوم مِصريان وينئ هغوئ به هيڅ کله هم بيا ونۀ وينئ. ۱۴مالِک خُدائ به ستاسو د پاره جګړه وکړى، تاسو غلى کښېنئ.“ ۱۵مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”تۀ ولې ما ته ژاړې؟ بنى اِسرائيلو ته ووايه چې وړاندې لاړ شى. ۱۶خپله امسا پورته کړه اؤ د درياب د پاسه يې ونيسه. اوبۀ به په مېنځ بېلى شى اؤ بنى اِسرائيل به د درياب په مېنځ کښې په وچه زمکه پورې وځى. ۱۷زۀ به د مِصريانو زړُونه دومره سخت کړم چې هغوئ په تاسو پسې درشى، نو په فِرعون، د هغۀ په لښکر، جنګى ګاډو اؤ د هغۀ په اسُونو سوارو کسانو فتح مُوندلو په وجه به زما عِزت وشى. ۱۸چې کله زۀ هغوئ له ماتے ورکړم، نو مِصريانو ته به پته ولګې چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ ۱۹د مالِک خُدائ فرِښته، کُومه چې د اِسرائيليانو د لښکر نه مخکښې روانه وه، اوس د دوئ شاته لاړه. د وريځې ستن هم حرکت وکړو تر دې پورې ۲۰چې د مِصريانو اؤ اِسرائيليانو په مېنځ کښې شوه. وريځې به مِصريانو ته تيارۀ جوړوله، خو د اِسرائيليانو لښکر ته به يې رڼا راوستله، نو دا لښکرې په ټوله شپه کښې يو بل ته نزدې نۀ شوې راتلے. ۲۱نو مُوسىٰ د درياب د پاسه خپل لاس اُوږد کړو اؤ مالِک خُدائ د نَمرخاتۀ په زورَوره هوا درياب وروستو بوتلو. هوا ټوله شپه وچلېدله اؤ درياب يې په وچه زمکه بدل کړو. اوبۀ په مېنځ بېلى شوې، ۲۲اؤ بنى اِسرائيل په وچه زمکه د درياب نه پورېوتل، د دوئ ښى اؤ ګڅ طرف ته د اوبو دېوالُونه وُو. ۲۳مِصريان ورپسې وُو اؤ د خپلو ټولو اسُونو، جنګى ګاډو اؤ په اسُونو سوارو کسانو سره په دوئ پسې درياب ته ورکُوز شول. ۲۴د سحر د رڼا نه مخکښې مالِک خُدائ د اور اؤ وريځې ستن نه لاندې د مِصريانو لښکر ته وکتل اؤ هغوئ يې د وارخطايۍ په وجه تښتېدو ته جوړ کړل. ۲۵مالِک خُدائ د هغوئ د جنګى ګاډو پايې ونښلولې، نو هغه په سختۍ سره چلېدلې. مِصريانو ووئيل، ”مالِک خُدائ زمُونږ خِلاف د اِسرائيليانو د پاره جګړه کوى. راځئ چې د اِسرائيليانو نه وتښتُو.“ ۲۶مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”خپل لاس د درياب د پاسه اُوږد کړه، نو اوبۀ به په مِصريانو، د هغوئ په جنګى ګاډو اؤ په اسُونو سوارو کسانو واپس راشى.“ ۲۷نو مُوسىٰ خپل لاس د درياب د پاسه اُوږد کړو اؤ د سحر د رڼا په وخت اوبۀ خپل صحيح ځائ له واپس راغلې. مِصريانو د اوبو نه د تښتېدو کوشش وکړو، خو مالِک خُدائ هغوئ د درياب مېنځ ته ورګوزار کړل. ۲۸اوبۀ واپس راغلې اؤ جنګى ګاډۍ، په اسُونو سوارۀ کسان اؤ د مِصريانو ټول لښکر اوبو ډُوب کړو کُوم چې د درياب پورې په اِسرائيليانو پسې وُو، اؤ يو هم پکښې بچ پاتې نۀ شو. ۲۹خو بنى اِسرائيل په وچه زمکه د درياب نه پورېوتل اؤ د دوئ ښى اؤ ګڅ طرف ته د اوبو دېوالُونه وُو. ۳۰نو، په هغه ورځ مالِک خُدائ اِسرائيليان د مِصريانو د زور نه بچ کړل اؤ اِسرائيليانو هغوئ وليدل چې د درياب په غاړه مړۀ پراتۀ وُو. ۳۱چې کله اِسرائيليانو د مالِک خُدائ هغه لوئ قُدرت وليدو کُوم چې هغۀ د مِصريانو خِلاف ښودلے وو، نو دوئ د مالِک خُدائ نه ويرېدل، اؤ په مالِک خُدائ اؤ د هغۀ په خِدمت کوُونکى مُوسىٰ يې ايمان راوړو.