د هِجرت کِتاب

دولسم باب

د فسحې اختر

۱مالِک خُدائ د مِصر په وطن کښې مُوسىٰ اؤ هارُون ته ووئيل :  ۲”دا مياشت به ستاسو د پاره د کال اولنۍ مياشت وى. ۳د اِسرائيليانو ټول قوم ته دا ووايئ :  د دې مياشتې په لسمه ورځ به هر سړے د خپلې کورنۍ د پاره يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے راولى. ۴اؤ کۀ چرې د چا په کورنۍ کښې د ټول څاروى خوړولو والا کسان کم وى، نو هغه دې د خپل ګاونډى سره چې د هغۀ د کور په خوا کښې اوسېږى، په شريکه د کسانو د شمېر په مُطابق ګډُورے يا د چېلۍ بچے راولى اؤ هر يو کس ته دې د خوراک په مُطابق حِصه مِلاؤ شى. ۵تاسو به يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړئ، خو دا دې خامخا د يو کال نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۶نو د دې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام، د اِسرائيليانو ټول قوم به دا څاروى حلال کړى. ۷خلق دې د هغه وينې نه لږه وينه واخلى اؤ د دروازو په چوکاټُونو اؤ پاسنۍ دُرشل باندې دې ولګوى د کورُونو په هغه چوکاټُونو چرته چې هغوئ دا څاروى خورى. ۸په هغه شپه دې غوښه په اور وريته کړے شى اؤ د ترخو بُوټو اؤ د پتيرې ډوډۍ سره دې وخوړلے شى. ۹د دې څاروى نه څۀ کچه اؤ يا يشېدلې څيز مۀ خورئ، بلکې دا ټول وريت کړئ اؤ سره د سر، خپو اؤ دنننى ټولو اندامُونه يې وخورئ. ۱۰تر سحره پورې په دې کښې هيڅ هم باقى مۀ پرېږدئ، خو کۀ پاتې شى نو هغه وسوزوئ. ۱۱دا به تاسو زر زر خورئ، ځکه چې تاسو به د سفر د پاره ملا تړئ، ستاسو په خپو به پېزار وى اؤ ستاسو په لاسُونو کښې به امساګانې وى. دا زما يعنې د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر دے. ۱۲په هغه شپه به زۀ د مِصر وطن نه تېرېږم اؤ هر وړومبے پېدا شوے نر اِنسان اؤ حېوان به ووژنم اؤ د مِصر ټولو خُدايانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم. ۱۳په چوکاټُونو د وينې نښه به ما ته هغه کورُونه په نښه کوى چې تاسو په کښې اوسېږئ. چې کله زۀ مِصريان هلاکوم اؤ زۀ دې وينې ته ګورم، نو د څۀ نُقصان رسولو نه بغېر به ستاسو نه تېر شم. ۱۴تاسو په دې ورځ خامخا اختر کوئ چې تاسو ته هغه څۀ دريادېږى چې ما مالِک خُدائ څۀ کړے دے. دا اختر په راتلُونکى وختُونو کښې همېشه د پاره کوئ.“

د پتيرې ډوډۍ اختر

۱۵مالِک خُدائ ووئيل، ”تاسو به اووۀ ورځې خمبيره شوې پخه ډوډۍ نۀ خورئ صِرف پتيره ډوډۍ به خورئ. په وړومبۍ ورځ به تاسو د خپلو کورُونو نه ټوله خمبيره لرې کړئ، ځکه چې کۀ په دې اووۀ ورځو کښې څوک خمبيره شوې پخه ډوډۍ وخورى، نو هغه کس به د اِسرائيليانو نه نۀ شى ګڼلے. ۱۶په وړومبۍ ورځ اؤ بيا په اوومه ورځ به تاسو زما د عِبادت د پاره يو ځائ کېږئ. په دغه ورځو کښې به بل يو کار هم نۀ کوئ خو د ځان د پاره صِرف خوراک تيارولے شئ. ۱۷د پتيرې ډوډۍ اختر کوئ، ځکه چې دا هغه ورځ ده چې ما تاسو د مِصر نه قبيله په قبيله راوويستلئ. تاسو به په راتلُونکى وختُونو کښې همېشه په دې ورځ اختر کوئ. ۱۸د وړومبۍ مياشتې د څوارلسمې ورځې د ماښام نه واخله د يويشتمې ورځې تر ماښامه پورې، خمبيره شوې ډوډۍ مۀ خورئ. ۱۹چې اووۀ ورځې ستاسو په کورُونو کښې خمبيره پېدا نۀ شى، کۀ څوک هم خمبيره ډوډۍ وخورى کۀ هغه د دې وطن وى يا مُسافر وى، نو هغه کس به نور د اِسرائيليانو نه نۀ شى ګڼلے.“

د فسحې اختر په اول ځل کول

۲۱مُوسىٰ د اِسرائيليانو ټول مشران راوغوښتل اؤ هغوئ ته يې ووئيل، ”په تاسو کښې دې هر يو کس يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړى اؤ حلال يې کړئ، نو چې ستاسو کورنۍ د فسحې اختر وکړى. ۲۲د وېلنى يوه ګېډۍ راواخلئ، دا د وينې په لُوښى کښې ډُوبه کړئ اؤ دا وينه د خپلو کورُونو د دروازو په چوکاټُونو اؤ په پاسنو دُرشلو باندې ولګوئ. په تاسو کښې دې يو کس هم د خپل کور نه تر سحره پورې نۀ وځى. ۲۳چې کله مالِک خُدائ د مِصر نه تېرېږى اؤ مِصريان هلاکوى، نو هغه به د دروازو په چوکاټُونو اؤ پاسنو دُرشلو باندې هغه وينه وګورى اؤ د مرګ فرِښته به ستاسو کورُونو ته پرې نۀ ږدى چې راننوځى اؤ تاسو ووژنى. ۲۴تاسو اؤ ستاسو اولاد به خامخا همېشه د پاره دا اصُول منئ. ۲۵چې کله تاسو هغه وطن ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ د هغې درکولو وعده کړې ده، نو تاسو دا اختر هر کال کوئ. ۲۶چې ستاسو اولاد ستاسو نه تپوس کوى چې د دې اختر څۀ مطلب دے؟ ۲۷تاسو به ورته وايئ چې دا د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر قُربانى ده، ځکه چې هغه په مِصر کښې د بنى اِسرائيلو د کورُونو د پاسه تېر شو. هغۀ مِصريان هلاک کړل، خو مُونږ يې بچ کړُو.“ بنى اِسرائيلو خپل سرُونه ټيټ کړل اؤ د مالِک خُدائ عِبادت يې وکړو. ۲۸بيا بنى اِسرائيل لاړل اؤ هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ مُوسىٰ اؤ هارُون له حُکم ورکړے وو.

د آخرى آفت رارسېدل

۲۹په نيمه شپه کښې مالِک خُدائ د مِصر په وطن کښې ټول وړومبى پېدا شوى زامن ووژل، د فِرعون د زوئ نه واخله کُوم چې په تخت کښېناستو، د هغه قېدى د زوئ پورې چې په قېد‌خانې کښې وو، د څاروو ټول وړومبى پېدا شوى بچى هم ووژلے شول. ۳۰په هغه شپه فِرعون، د هغۀ درباريان اؤ نور ټول مِصريان راويښ شول. په ټول مِصر کښې په چغو چغو ژړا کېدله، ځکه چې يو کور هم داسې نۀ وو چې مړے په کښې نۀ وو شوے. ۳۱هم په هغه شپه بادشاه مُوسىٰ اؤ هارُون راوغوښتل اؤ ورته يې ووئيل، ”تاسو دواړه اؤ ټول بنى اِسرائيل پاڅئ! زما د وطن نه ووځئ، لکه څنګه چې تاسو وئيل، نو لاړ شئ اؤ د مالِک خُدائ عِبادت وکړئ. ۳۲خپلې ګډې، چېلۍ اؤ څاروى د ځان سره بوځئ اؤ لاړ شئ. اؤ زما د برکت د پاره هم دُعا وکړئ.“ ۳۳مِصريانو په بنى اِسرائيلو زور راوړو چې زر زر د هغه وطن نه ووځى، دوئ ووئيل، ”کۀ تاسو لاړ نۀ شئ نو مُونږ به ټول مړۀ شُو.“ ۳۴نو خلقو د پتيرې پېړو ښانکُونه ډک کړل اؤ په څادرو کښې يې وتړل اؤ د ځان سره يې يوړل. ۳۵بنى اِسرائيلو هم هغسې کړى وُو چې څنګه مُوسىٰ ورته وئيلى وُو اؤ د مِصريانو نه يې د سرو زرو اؤ سپينو زرو کالى اؤ جامې غوښتلى وُو. ۳۶مالِک خُدائ په مِصريانو د دې خلقو قدر وکړو اؤ چې دوئ څۀ غوښتل هغوئ ورکړل. نو داسې بنى اِسرائيلو د مِصريانو دولت لُوټ کړو.

د بنى اِسرائيلو د مِصر نه تلل

۳۷بنى اِسرائيلو د رعمسيس نه سُکات پورې پېدل مزل وکړو. د ښځو اؤ ماشُومانو نه بغېر دا تقريباً شپږ لاکهه سړى وُو. ۳۸سره د ډېرو ګډو، چېلو اؤ څاروو، نور هم ډېر خلق ورسره لاړل. ۳۹دوئ د هغه پېړو نه پتيره ډوډۍ پخې کړې چې کُومې يې د مِصر نه ځان سره راوړې وې، ځکه چې دوئ د مِصر نه ناڅاپى ويستلے شوى وُو اؤ دومره وخت ورته مِلاؤ نۀ شو چې د ځان د پاره خمبيره ډوډۍ يا نور خوراک تيار کړى. ۴۰بنى اِسرائيل په مِصر کښې څلور سوه دېرش کاله اوسېدل. ۴۱هم په هغه ورځ څلور سوه دېرش کاله پُوره شول، چې د مالِک خُدائ د خلقو ټولې قبيلې د مِصر نه ووتلې. ۴۲دا هغه شپه وه چې د مالِک خُدائ په دوئ نظر وو چې دوئ يې د مِصر نه راوويستل، نو دغه شپه د همېشه د پاره مالِک خُدائ ته وقف ده ځکه چې په هغه شپه به په راتلُونکى وخت کښې بنى اِسرائيل بېدار اوسېږى.

د فسحې اختر په باره کښې اصُول

۴۳مالِک خُدائ مُوسىٰ اؤ هارُون ته ووئيل، ”دا د فسحې اختر اصُول دى :  د بل وطن يو کس به هم د فسحې اختر خوراک نۀ خورى، ۴۴خو چې کُوم غُلام تاسو په بيعه اخستے وى دا خوراک خوړلے شى خو تاسو به مخکښې هغه سُنت کوئ. ۴۵مُسافر يا مزدُور به دا نۀ شى خوړلے. ۴۶دا ټول خوراک به په هغه کور کښې خوړلے شى چې په کُوم کښې دا تيار شوے وى، چې غوښه بهر راونۀ باسئ اؤ چې يو هډُوکے هم مات نۀ کړئ. ۴۷د اِسرائيليانو ټول قوم به دا اختر کوى، ۴۸خو چې کُوم سړے سُنت شوے نۀ وى هغه به دا نۀ خورى. کۀ په تاسو کښې د بل وطن څوک اوسېږى اؤ د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر کول غواړى، نو اول به خامخا د هغۀ د کور ټول نران سُنت کولے شى. بيا به هغه د يو پېدائشى اِسرائيلى په شان ګڼلے شى اؤ په دې اختر کښې تاسو سره برخه اخستے شى. ۴۹د هغه وطن او د بل وطن خلقو د پاره به يو شان قانُون وى کوم چې ستاسو سره اوسېږى.“ ۵۰ټولو بنى اِسرائيلو فرمانبردارى وکړه اؤ هم هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ مُوسىٰ اؤ هارُون له حُکم ورکړے وو. ۵۱هم په هغه ورځ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر د وطن نه راوويستلې.