د هِجرت کِتاب

يوولسم باب

په مِصر لسم آفت :  مرګ

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”زۀ به د مِصر په فِرعون اؤ د هغۀ په خلقو يو آخرى آفت راولم. د هغې نه پس به هغه تاسو د دې ځائ نه تلو ته پرېږدى. په رښتيا سره، هغه به تاسو ټول د دې ځائ نه وباسى. ۲خلقو ته ووايه چې هر يو سړے د خپل ګاونډى نه اؤ هره يوه ښځه به د خپلې ګاونډۍ نه د سپينو زرو اؤ سرو زرو کالى وغواړى.“ ۳مالِک خُدائ بنى اِسرائيل د مِصريانو په نظر کښې درانۀ کړى دى. د دې نه علاوه، په خپله مُوسىٰ هم د مِصر په وطن کښې د فِرعون د درباريانو اؤ د ټولو خلقو په مخکښې يو عِزتمند سړے ګڼلے شو. ۴مُوسىٰ بيا فِرعون ته ووئيل، ”مالِک خُدائ وائى چې تقريباً نيمه شپه به زۀ د مِصر نه تېر شم، ۵د مِصر په وطن کښې هر يو مشر زوئ به مړ شى، د فِرعون د مشر زوئ نه واخله کُوم چې په تخت کښېنى د وينځې هغه مشر زوئ پورې کُوم چې مېچنې ته ناست وى اؤ د څاروو ټول وړومبى پېدا شوى بچى به هم مړۀ شى. ۶د مِصر په ټول وطن کښې به داسې په زوره ژړا وى، چې نۀ به مخکښې کله شوې وى اؤ نۀ به وشى. ۷خو چې چرته بنى اِسرائيل اوسېږى نو هلته به خېر وى، دوئ اؤ د دوئ په څاروو پسې به يو سپے قدر هم ونۀ غپېږى. نو تا ته به پته ولګې چې زۀ، مالِک خُدائ د مِصريانو اؤ اِسرائيليانو په مېنځ کښې فرق راولم.“ ۸مُوسىٰ خپله خبره ختموله اؤ وې وئيل، ”ستا ټول درباريان به ما له راشى اؤ زما په مخکښې به ټيټ شى اؤ دوئ به زما مِنت وکړى چې خپل ټول خلق روان کړه اؤ لاړ شه. د دې نه پس به زۀ لاړ شم.“ نو مُوسىٰ د قهره تک سُور وو چې د فِرعون نه لاړو. ۹بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”فِرعون به ستا خبره ځکه وانۀ ورى، چې زۀ د مِصر په وطن کښې نورې مُعجزې هم وکړم.“ ۱۰مُوسىٰ اؤ هارُون د فِرعون په مخکښې دا ټولې مُعجزې وکړې، خو مالِک خُدائ به د فِرعون زړۀ سختولو اؤ هغۀ به بنى اِسرائيل د هغۀ د وطن نه تلو ته نۀ پرېښودل.