د هِجرت کِتاب

لسم باب

په مِصر اتم آفت :  د قحطۍ ملخان

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”فِرعون له لاړ شه. ما د هغۀ اؤ د هغۀ د درباريانو زړُونه سخت کړى دى، چې زۀ په دوئ کښې خپلې دا مُعجزې څرګندې کړم ۲اؤ چې تاسو خپلو زامنو اؤ نمسو ته وئيلى شئ چې کله ما مُعجزې څرګندې کړې نو ما د مِصريانو نه څنګه کم عقل جوړ کړل. تاسو ټولو ته به پته ولګې چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ ۳نو مُوسىٰ اؤ هارُون فِرعون له لاړل اؤ هغۀ ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک وائى چې، تۀ به تر کُومې پورې زما د منلو نه اِنکار کوې؟ زما خلق تلو ته پرېږده، چې هغوئ زما عِبادت وکړى. ۴کۀ تۀ هم دغه شان اِنکار کوې، نو ګوره! سبا به زۀ ستا په وطن د قحطۍ ملخان درولېږم. ۵دا به دومره زيات وى چې د زمکې مخ به پټ کړى اؤ هيڅ څوک به هم زمکه نۀ شى کتلے. دا به هغه هر څۀ وخورى کُوم چې ږلۍ نۀ دى تباه کړى، دغه شان هغه ونې به هم وخورى چې بيا راشنې کېږى. ۶د قحطۍ مُلخانو نه به ستاسو کورُونه، ستا د ټولو درباريانو اؤ ستا د ټولو خلقو کورُونه ډک شى. دا به د هغه هر څۀ نه بد تر وى چې کُوم ستا پلار نيکۀ په تاريخ کښې ليدلى دى.“ بيا مُوسىٰ راوګرځېدو اؤ د فِرعون نه لاړو. ۷د فِرعون درباريانو هغۀ ته ووئيل، ”دا سړے به تر کُومې پورې مُونږ له تکليف راکوى؟ دا خلق تلو ته پرېږده، نو چې دوئ د مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک عِبادت وکړى. تا ته پته نۀ لګې چې مِصر تباه شو؟“ ۸نو مُوسىٰ اؤ هارُون واپس فِرعون له راوستے شول، نو هغۀ دوئ ته ووئيل، ”تاسو لاړ شئ اؤ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عِبادت وکړئ. خو څوک څوک به ځى؟“ ۹نو مُوسىٰ ورته ووئيل، ”مُونږ به ټول سره د خپلو ځوانانو اؤ زړو ځُو. مُونږ به د ځان سره خپل زامن، لُوڼه، ګډې، چېلۍ اؤ خپل څاروى هم بوځُو، ځکه چې مُونږ به د مالِک خُدائ په درناوى کښې اختر کوُو.“ ۱۰فِرعون ووئيل، ”زما دې په مالِک خُدائ قسم وى چې زۀ به تاسو هيڅ کله نۀ پرېږدم چې خپلې ښځې اؤ بچى هم بوځئ! ګورئ، تاسو د څۀ غلط کار منصُوبه جوړوئ. ۱۱نه هيڅ کله هم نه! کۀ تاسو د مالِک خُدائ عِبادت کول غواړئ نو صِرف سړى تلے شى.“ نو مُوسىٰ اؤ هارُون د فِرعون د دربار نه وشړلے شول. ۱۲بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”خپل لاس اُوږد کړه چې د مِصر په وطن د قحطۍ ملخان راشى. چې د قحطۍ ملخان راشى نو هر يو شين بُوټے به وخورى، هر هغه څيز چې د ږلۍ نه بچ پاتې وى.“ ۱۳نو مُوسىٰ خپله امسا اُوږده کړه اؤ مالِک خُدائ د نَمرخاتۀ طرف نه په هغه وطن باد راولېږلو چې په هغه ټوله شپه اؤ ټوله ورځ وچلېدو. چې کله سحر شو نو دې باد د قحطۍ ملخان راوړى وُو. ۱۴د قحطۍ دې مُلخانو د مِصر ټول وطن نيولے وو. دا د قحطۍ مُلخانو د ټولو نه غټ لښکر وو چې نۀ د دې نه مخکښې ليدلے شوے وو اؤ نۀ به بيا کله وليدلے شى. ۱۵دوئ د زمکې ټول مخ پټ کړو چې د دوئ په وجه وطن تک تور شو، دوئ هغه هر څۀ وخوړل کُوم چې د ږلۍ نه پاتې وُو، سره د هغه مېوې چې په ونو کښې وې. د مِصر ټول وطن په ونو اؤ بُوټو کښې هيڅ يو شين څيز پاتې نۀ شو. ۱۶نو فِرعون سمدستى مُوسىٰ اؤ هارُون راوغوښتل اؤ ورته يې ووئيل، ”ما د مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک اؤ ستاسو خِلاف ګُناه کړې ده. ۱۷نو اوس دا يو ځل زما ګُناه معاف کړه اؤ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړه چې دا د مرګ آفت زما نه لرې کړى.“ ۱۸مُوسىٰ د فِرعون نه لاړو اؤ مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو. ۱۹اؤ مالِک خُدائ هغه د نَمرخاتۀ باد په يو زورَور نمرپرېواتۀ باد بدل کړو، چې ټول د قحطۍ ملخان يې اُوچت کړل اؤ سُور درياب ته يې يوړل. د مِصر په وطن کښې يو د قحطۍ ملخ هم پاتې نۀ شو. ۲۰خو مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو اؤ بنى اِسرائيل يې تلو ته نۀ پرېښودل.

په مِصر نهم آفت :  توره تيارۀ

۲۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”خپل لاس آسمان طرف ته اُوږد کړه، نو د مِصر په ټول وطن به تيارۀ راشى، داسې تکه توره تيارۀ چې چا ته هيڅ هم نۀ ښکارى.“ ۲۲مُوسىٰ خپل لاس آسمان طرف ته اُوږد کړو اؤ درې ورځې په ټول مِصر تکه توره تيارۀ وه. ۲۳مِصريانو تر دريو ورځو پورې يو بل نۀ شو ليدلے اؤ هيڅ څوک هم د خپل خپل ځائ نه ونۀ ښوزېدل، خو چې په کُوم ځائ کښې بنى اِسرائيل اوسېدل هلته رڼا وه. ۲۴فِرعون مُوسىٰ راوغوښتلو اؤ ورته يې ووئيل، ”تاسو لاړ شئ چې د مالِک خُدائ عِبادت وکړئ، هم دغه شان ستاسو ښځې اؤ بچى هم درسره تلے شى. خو ستاسو ګډې، چېلۍ اؤ څاروى به خامخا دلته پاتې کېږى.“ ۲۵خو مُوسىٰ ورته ووئيل، ”تۀ به مُونږ له څاروى راکوې چې مُونږ يې د قُربانيانو اؤ سوزېدُونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړُو. ۲۶مُونږ به خپل څاروى د ځان سره بوځُو، يو څاروے به هم نۀ پاتې کېږى. مُونږ به په خپله څاروى خوښوُو چې دې سره د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عِبادت وکړُو. چې مُونږ هلته رسېدلى نۀ يُو مُونږ ته پته نۀ لګې چې د کُومو څاروو قُربانۍ هغۀ ته پېش کړُو.“ ۲۷مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو اؤ دوئ يې تلو ته پرې نۀ ښودل. ۲۸هغۀ مُوسىٰ ته ووئيل، ”د مخې نه مې ورک شه! نور چې زما وړاندى رانۀ شې! په کُومه ورځ چې زما مخې ته راغلې نو مړ به شې.“ ۲۹مُوسىٰ ورته ووئيل، ”ټيک ده تا ښۀ ووئيل، تۀ به بيا ما کله هم ونۀ وينې.“