د هِجرت کِتاب

اول باب

د بنى اِسرائيلو سره په مِصر کښې ظلم کېدل

۱د يعقُوب د زامنو نومُونه دا دى چا چې خپلې خپلې کورنۍ د ځان سره کړې اؤ مِصر ته لاړل :  ۲روبين، شمعُون، ليوى، يهُوداه، ۳يساکار، زبولون، بنيامين، ۴دان، نفتالى، جاد اؤ اشير. ۵د يعقُوب ټول زامن اؤ نمسى په شمېر کښې اؤيا کسان وُو. يُوسف د مخکښې نه په مِصر کښې وو. ۶يُوسف د هغۀ ټول ورُوڼه اؤ هغه ټول نسل يو يو مړ کېدلو، ۷خو د هغوئ د اولاد د بنى اِسرائيلو ډېر بچى پېدا شول اؤ ډېر زيات اؤ طاقتور شول اؤ ټول وطن د هغوئ نه ډک شو. ۸بيا په مِصر يو نوے بادشاه راغلو چې هغۀ ته د يُوسف په باره کښې هيڅ معلُومات نۀ وُو. ۹هغۀ خپلو خلقو ته ووئيل، ”ګورئ! دا بنى اِسرائيل ډېر زيات اؤ تکړه شول اؤ دوئ زمُونږ د پاره خطرناک دى. ۱۰راځئ! چې د دوئ سره يو چل وکړُو ګنى دوئ به زيات شى اؤ کۀ زمُونږ اؤ د دوئ په مېنځ کښې جنګ راشى نو دوئ به زمُونږ خِلاف زمُونږ دُښمنان را يو ځائ کړى اؤ کېدے شى چې د دې وطن نه وتښتى. مُونږ له داسې څۀ کول په کار دى چې دوئ نور زيات نۀ شى.“ ۱۱نو مِصريانو په اِسرائيليانو باندې مشران مُقرر کړل چې په زور يې ترې نه کار اخستو. اِسرائيليانو د فِرعون د پاره د پتوم اؤ رعمسيس ښارُونو نه ګودامُونو جوړ کړل. ۱۲خو چې هغوئ ورباندې څومره ظلم زياتے کولو نو دومره په وطن کښې خورېدل. مِصريان د هغوئ نه ويرېدل اؤ د بنى اِسرائيلو سره يې کينه شروع کړه ۱۳اؤ مِصريانو په دوئ باندې ظلم زياتے کولو اؤ د دوئ ژوند يې تريخ کړو. هغوئ په دوئ باندې د خَښتې، خټې اؤ په خپلو پټو کښې کار کولو اؤ په دوئ باندې يې هيڅ رحم نۀ کولو. ۱۵بيا د مِصر بادشاه سِفره اؤ فوعه، هغو دوه دايڼو ته ووئيل کُومو به چې د عبرانيانو ښځو مدد کولو، ۱۶”چې کله تاسو د عبرانيانو ښځو د بچى د پېدا کېدو په وخت مدد کوئ اؤ هغوئ د بچى د زېږيدلو په ځائ ناستې ووينئ نو کۀ هغه پېدا کېدُونکے زوئ وى نو وې وژنئ، خو کۀ هغه لُور وى نو ژوندئ يې پرېږدئ.“ ۱۷خو دايڼې د خُدائ پاک نه يرېدلې اؤ د بادشاه حُکم يې ونۀ منلو اؤ هغوئ نران ماشُومان ژوندى پرېښودل. ۱۸نو بادشاه دايڼې راوغوښتلې اؤ د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو ولې داسې کوئ؟ تاسو نران بچى ولې ژوندى پرېږدئ؟“ ۱۹هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”عبرانۍ ښځې د مِصريانو ښځو په شان نۀ دى، د دوئ په آسانۍ سره بچى پېدا کېږى اؤ هلته زمُونږ د رسېدو نه مخکښې د دوئ ماشُومان پېدا کېږى.“ ۲۰دايڼې د خُدائ پاک نه يرېدلې نو خُدائ پاک د هغوئ سره ښۀ وو اؤ د هغوئ کورُونه يې ودان کړل. اؤ اِسرائيليان زياتېدل اؤ طاقتور شول. ۲۲په آخِر کښې بادشاه خپلو ټولو خلقو له حُکم ورکړو چې :  ”د عبرانيانو هر يو پېدا شوے بچے راوړئ اؤ د نيل درياب کښې يې وغورزوئ، خو جينکۍ به ژوندۍ پرېږدئ.“