د اِستَر کِتاب

نهم باب

د يهُوديانو خپل دشمنان تباه کول

۱د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ راغله، دا هغه ورځ وه چې په دې باندې شاهى فرمان عملى کول وُو، هغه ورځ چې د يهُوديانو دشمنانو دا اُميد لرلو چې يهُوديان به د خپل طاقت لاندې راولى. خو يهُوديانو ورباندې فتح وموندله. ۲د يهُوديانو د بادشاهۍ د هر ښار په علاقه کښې يهُوديانو خپل ځانونه د هغه هر چا خِلاف منظم کړل چې چا د هغوئ خِلاف د حملې کولو کوشش کولو. د هر ځائ خلق د هغوئ نه ويرېدل او هيچا د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے. ۳د صُوبو ټولو آفسرانو، حُکمرانانو، وزيرانو او شاهى نمائندګانو د يهُوديانو مدد په دې وجه وکړو چې هغوئ د مردکى نه يرېدل. ۴په ټوله بادشاهۍ کښې دا ښۀ مشهُوره وه چې مردکى اوس په محل کښې يو تکړه سړے وو او نور هم تکړه کېدو. ۵نو يهُوديانو د خپلو دشمنانو سره د خپلې مرضۍ په مطابق عمل وکړو. يهُوديانو ورباندې په تُورو حمله وکړه او وې وژل. ۶د سوسه په مرکزى ښار کښې يهُوديانو پينځۀ سوه کسان ووژل. ۷‏-۱۰په هغوئ کښې د همداتا د زوئ همان لس زامن هم وژلے شوى وُو، چې هغوئ د يهُوديانو دشمنان وُو او نومونه يې دا دى: پرشنداتا، دلفون، اسپاتا، پورتا، ادلياه، اردتا، پرمشتا، اريسى، ارِدى او ويزاتا، دا ټول مړۀ شول خو لوټ مار ونۀ شو. ۱۱هم په هغه ورځ بادشاه خبر کړے شو چې په سوسه کښې څومره کسان وژلے شوى دى. ۱۲بيا بادشاه مَلِکه اِستَر ته ووئيل، ”صِرف د سوسه په قلعه کښې يهُوديانو پينځۀ سوه کسان وژلى دى، چې په دې کښې د همان زامن هم شامِل دى. چې دلته دومره زيات وژلے شوى دى نو په صُوبو کښې به څۀ شوے وے! اوس تۀ څۀ غواړې؟ تۀ ووايه که نور څۀ هم غواړې نو دربه کړے شى.“ ۱۳اِستَر ورته په جواب کښې ووئيل، ”بادشاه سلامت! که ستا رضا وى، نو يهُوديانو له سبا په سوسه کښې يو ځل بيا د نن په شان اِجازت ورکړه. او دا حُکم ورکړه چې د همان د لسو زامنو لاشونه په دار باندې ځوړند کړے شى.“ ۱۴نو بادشاه حُکم وکړو چې داسې دې وشى او په سوسه کښې دا فرمان جارى شو. د همان د لسو زامنو لاشونه په دار راځوړند کړے شول. ۱۵د ادر مياشتې په څوارلسمه ورځ د سوسه يهُوديان يو ځل بيا يو ځائ شول او په ښار کښې يې درې سوه نور کسان ووژل. خو هغوئ بيا هم څۀ لوټ مار ونۀ کړو. ۱۶يهُوديان په صُوبو کښې هم د خپلو ځانونو د حِفاظت دپاره راغونډ شول. هغوئ د خپلو دشمنانو نه داسې ځانونه خلاص کړل چې پينځۀ اويا زره يې هغه کسان ووژل چا چې د هغوئ نه نفرت کولو. خو هغوئ لوټ مار ونۀ کړو. ۱۷دا د ادر د مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې وشول. په ورپسې ورځ يعنې په څوارلسمه ورځ باندې نور قتلونه ونۀ شول او هغوئ په دې ورځ د خوشحالۍ مېلمستيا وکړه. ۱۸خو د سوسه يهُوديانو پينځلسمه ورځ د چُهټۍ ورځ ورګرځوله، ځکه چې هغوئ په ديارلسمه او څوارلسمه ورځ باندې خپل دشمنان وژلى وُو او په پينځلسمه ورځ يې وژل بس کړى وُو. ۱۹نو په دې وجه هغه يهُوديان کوم چې په کلو کښې اوسېږى هغوئ د ادر د مياشتې په څوارلسمه ورځ د خوشحالۍ چُهټى کوى، په دې وخت باندې هغوئ مېلمستيا کوى او يو بل له د خوراک دپاره تُحفې ورکوى.

د پوريم اختر

۲۰مردکى دا واقعې ليکلې وې او د فارس په ټول سلطنت کښې نزدې او لرې ټولو يهُوديانو له يې خطُونه ليږلى وُو، ۲۱هغوئ ته يې وئيلى وُو چې هر کال د ادر مياشتې په څوارلسمه او پينځلسمه ورځ اختر کوئ. ۲۲دا هغه ورځې وې چې په هغې باندې يهُوديانو د خپلو دشمنانو نه ځانونه خلاص کړل، دا هغه مياشت وه چې د غم او د خفګان وخت نه په خندا او خوشحالۍ باندې بدله شوې وه. هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې په دې ورځو باندې خوشحالى او مېلمستيا وکړئ او يو بل او غريبانانو له د خوراک دپاره تُحفې ورکړئ. ۲۳نو يهُوديانو د مردکى په اصُولو باندې عمل وکړو او دا اختر د هر کال رِواج جوړ شو. ۲۴د همداتا زوئ همان چې د اجاج د اولاد نه وو او د يهُوديانو دشمن وو، هغۀ پچه واچوله چې دا پوريم بللے شوه، دا د دې دپاره وه چې د يهُوديانو د تباهۍ ورځ معلومه کړى، هغۀ دا منصُوبه جوړه کړې وه چې هغوئ صفا ختم کړى. ۲۵خو اِستَر بادشاه له لاړه او بادشاه د دې نتيجې سره يو ليکلے فرمان جارى کړو چې همان د يهُوديانو دپاره کومه منصُوبه جوړه کړې وه نو هغه ورته اُلټه راوګرځېده او هغه او د هغۀ زامن په دار باندې پهانسى کړے شول. ۲۶نو ځکه هغې ته د پوريم اختر وائى، پخوا زمانه کښې به دا لفظ د پچى اچولو دپاره استعماليدو. د مردکى د خطُونو په وجه او د هغه هر څۀ په وجه چې په هغوئ شوى وُو، ۲۷يهُوديانو د خپلو ځانونو، د خپل اولاد او د هغه چا دپاره دا اصُول جوړ کړو چې څوک يهُودى شى، نو هر کال به په صحيح وخت باندې دا دوه ورځې په باقاعدګۍ سره د مردکى د اصُولو په مطابق مناووى. ۲۸دا فېصله شوې وه چې د يهُوديانو د کورنۍ راتلونکے هر يو نسل چې په هره صُوبه يا ښار کښې وى په راتلونکى ټولو وختُونو کښې به د پوريم دا ورځې يادې ساتى او دا ورځې به مناووى. ۲۹بيا د ابى‌خېل لور مَلِکه اِستَر هم، د مردکى سره يو خط وليکلو او چې مردکى کوم خط د پوريم په باره کښې مخکښې ليکلے وو د هغې د تصديق دپاره هغې خپل ټول ليکلے اِختيار هم شامِل کړو. ۳۰دا خط د ټولو يهُوديانو دپاره وو او د دې نقلونه د فارس سلطنت ټولو يو سل او اوويشتو صُوبو ته ليږلے شوى وُو. په دې کښې د يهُوديانو خېر او آمن غوښتے شوے وو ۳۱او هغوئ او د هغوئ اولاد ته يې دا نصيحت کړے وو چې په صحيح وخت باندې د پوريم ورځې هم هغه شان مناو کړى، لکه څنګه چې هغوئ د روژو د نيولو او د غم د وخت اصُول خپل کړى دى. د دې حُکم مردکى او مَلِکه اِستَر دواړو کړے وو. ۳۲د اِستَر هغه حُکم کوم چې د پوريم د اصُولو پوره کېدل وُو هغه په يو کِتاب کښې ليکلے شوے وو.