د اِستَر کِتاب

اتم باب

يهُوديانو ته د جنګ کولو حُکم ملاوېدل

۱هم په هغه وخت اخسويرس بادشاه مَلِکه اِستَر له د همان ټول جائيداد ورکړو، دا هم هغه همان وو کوم چې د يهُوديانو دشمن وو. اِستَر بادشاه ته ووئيل چې مردکى د هغې خپلوان دے، نو د هغه وخت نه مردکى ته دا اِجازت وو چې د بادشاه حضُور ته دننه راشى. ۲بادشاه خپله هغه ګوتمه وويستله چې مهر ورباندې وو او دا يې د همان نه واپس اخستې وه او مردکى له يې ورکړه. اِستَر مردکى د همان د جائيداد مشر جوړ کړو. ۳نو اِستَر بادشاه له بيا لاړه او د هغۀ په پښو پرېوته، وې ژړل او مِنت زارى يې ورته وکړه چې د هغه خرابې منصُوبې خِلاف څۀ وکړى کومه چې د اجاج اولاد همان د يهُوديانو خِلاف جوړه کړې ده. ۴بادشاه هغې له خپله د سرو زرو امسا بيا وراُږده کړه، نو هغه ودرېده او وې وئيل، ۵”بادشاه سلامت! که ستا رضا وى او که ستا سره زما فکر وى او دا تا ته ښۀ ښکارى، نو مِهربانى وکړه چې دا فرمان جارى کړه چې د همان په حُکم باندې دې عمل نۀ کېږى، دا هغه حُکم وو چې د اجاج قبيلى د همداتا زوئ همان د ټولو يهُوديانو د وژلو دپاره ورکړے وو. ۶که دا آفت زما په خلقو باندې راشى او چې زما خپلوان ووژلے شى نو زۀ دا څنګه برداشت کولے شم؟“ ۷بيا اخسويرس بادشاه مَلِکه اِستَر او مردکى يهُودى ته ووئيل، ”ګورئ! ما همان د يهُوديانو خِلاف د منصُوبې په وجه پهانسى کړے دے او ما اِستَر له د هغۀ جائيداد هم ورکړے دے. ۸خو د بادشاه په نوم چې کوم فرمان جارى شوے وى او په هغې باندې شاهى مهر لګولے شوے وى نو هغه نۀ واپس کېږى. خو يهُوديانو ته هغه څۀ ليکلے شئ چې ستاسو زړۀ څۀ غواړى، او دا زما په نوم ليکلے شئ او شاهى مهر ورباندې ولګولے شئ.“ ۹نو د درېمې مياشتې يعنې د سيوان د مياشتې په درويشتمه ورځ داسې وشول. مردکى د بادشاه منشيان راوغوښتل او يهُوديانو، حُکمرانانو، وزيرانو او د هِندوستان نه واخله تر ايتهوپيا پورې د يو سل او اوويشتو صُوبو آفسرانو ته يې خطُونه وليکل. خطُونه هرې صُوبې ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې او يهُوديانو ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې ليکلے شوى وُو. ۱۰مردکى خطُونه د اخسويرس بادشاه د طرف نه ليکلى وُو او په دې باندې يې شاهى مهر لګولے وو. دا په هغه تېزو اسونو باندې سوارو کسانو په ذريعه رسولے شوى وُو چې کوم اسونه د بادشاه دپاره ساتلى شوى وُو. ۱۱په دې خطُونو کښې دا تفصيل وو چې بادشاه به په هر ښار کښې يهُوديانو له دا اِجازت ورکړى چې د خپلو ځانونو د حِفاظت دپاره منظم شى. که د يو قوم فوجيان په هره يوه صُوبه کښې په يهُودى سړو باندې، د هغوئ بچو او ښځو باندې حمله وکړى، نو يهُوديان به هم ورباندې حمله کوى او حمله کوُونکى به تباه کړى، هغوئ دې تر آخرى کس پورې ووژنى او د هغوئ هر څۀ دې لوټ کړى. ۱۲دا فرمان د فارس په ټول سلطنت کښې په هغه ورځ عملى کولے شو چې کومه د يهُوديانو د وژلو دپاره مقرره وه، دا د دولسمې يعنې د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ وه. ۱۳د دې قانونى اِعلان شوے وو او په هره صُوبه کښې هر څوک د دې نه خبر وُو، نو چې کله هغه ورځ راشى نو يهُوديان به د دشمن نه د بدل اخستلو دپاره تيار وى. ۱۴د بادشاه په حُکم په شاهى اسونو سوارۀ پېغام وړُونکى تېز لاړل. هغه فرمان په مرکزى ښار سوسه کښې هم جارى شوے وو. ۱۵مردکى د محل نه لاړو او د آسمانى او د سپين رنګ جامې، د بانجانى رنګ د مهينې لټې يوه چُوغه يې اغوستې وه او د سرو زرو يو زبردست تاج يې په سر وو. بيا د سوسه کُوڅې د لاسونو د پړقارى او د خوشحالۍ د چغو نه ډکې شوې. ۱۶يهُوديانو خوشحالى، راحت، خندا او عزت محسوسولو. ۱۷هر ښار او هرې صُوبې ته هم چې د بادشاه فرمان ورسېدو، نو يهُوديان خوشحاله وُو. هغوئ مېلمستيا او جشن وکړو. او په هغوى کښې نور ډېر خلق په دې وجه يهُوديان شول، چې د يهُوديانو نه ويرېدل.