د اِستَر کِتاب

پينځم باب

د اِستَر، د بادشاه او همان مېلمستيا کول

۱د روژې په درېمه ورځ اِستَر شاهى لِباس واغوستلو، لاړه او د محل په دنننى دربار کښې د تخت کوټې ته مخامخ ودرېدله. بادشاه دننه وو او د محل دروازې ته مخامخ په شاهى تخت باندې ناست وو. ۲کله چې بادشاه وکتل چې مَلِکه اِستَر دننه په دربار کښې ولاړه وه، نو بادشاه په هغې باندې مِهربانه شو او هغۀ خپله د سرو زر امسا يې وراُږده کړه. بيا اِستَر ورنزدې شوه او د امسا سر له يې لاس وروړو. ۳بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”مَلِکه اِستَر څۀ خبره ده؟ ما ته ووايه چې څۀ غواړې، تۀ که زما نيمه بادشاهى هم وغواړې نو تا ته به مِلاو شى.“ ۴اِستَر ورته په جواب کښې ووئيل، ”بادشاه سلامت! که ستا رضا وى، نو زۀ دا دعوت درکوم چې تۀ او همان زما مېلمانۀ شئ په هغه مېلمستيا چې ما ستاسو دپاره کړې ده.“ ۵بادشاه همان له حُکم ورکړو چې زر راشى، نو چې داسې دوئ د اِستَر مېلمانۀ شى. نو بادشاه او همان د اِستَر مېلمستيا له لاړل. ۶د شرابو څښلو په وخت بادشاه د هغې نه تپوس وکړو، ”ما ته ووايه چې تۀ څۀ غواړې، نو تا ته به هغه مِلاو شى. زۀ به ستا درخواست منظُور کړم، تر دې پورې که تۀ زما نيمه بادشاهى هم وغواړې.“ ۷اِستَر ورته ووئيل چې، ۸”بادشاه سلامت! که تۀ په ما مِهربانه شې او زما عرض منظُور کړې، نو زۀ غواړم چې تۀ او همان سبا زما په يوه بله مېلمستيا کښې مېلمانۀ شئ چې زۀ به يې ستاسو دپاره تياروم. او سبا به درته ووايم چې زۀ څۀ غواړم.“

د همان د مردکى د وژلو منصُوبه جوړول

۹کله چې همان د مېلمستيا نه لاړو نو هغه خوشحاله او ښۀ په سر کښې وو. خو بيا هغۀ مردکى وليدو چې د محل د دروازې په خولهٔ کښې وو او کله چې هغه تېرېدو نو مردکے ورته پانۀ سيدو او نۀ ورباندې د هغۀ رُعب څۀ اثر وکړو، نو همان ورته سخت غصه شو. ۱۰خو همان خپل ځان قابو کړو او کور ته لاړو. بيا هغۀ خپلو دوستانو له دعوت ورکړو چې کور ته يې راشى او خپلې ښځې زرش ته يې ووئيل چې د هغوئ سره شريکه شى. ۱۱نو هغۀ ورته لافې وهلې، چې دے څومره مالداره دے او څومره ډېر زامن يې دى او بادشاه هغۀ له څومره اُوچت مقام ورکړے دے او چې هغه د بادشاه د نورو ټولو آفسرانو نه څومره زيات اهم وو. ۱۲همان وئيل، ”د دې نه علاوه، مَلِکه اِستَر زما او د بادشاه نه بغېر بل هيچا له دعوت نۀ دے ورکړے، او سبا هغې ما له بيا سره د بادشاه دعوت راکړے دے. ۱۳خو چې تر څو پورې يهُودى مردکى د محل په دروازه کښې ناست وينم نو زما دپاره د دې هيڅ فائده نشته.“ ۱۴نو د هغۀ ښځې او خپلو ټولو دوستانو هغۀ له مشوره ورکړه، ”تۀ يو پينځۀ‌ويشت ګزه لوَړ دار ولې نۀ جوړوې؟ سبا سحر تۀ بادشاه ته ووايه چې مردکى په هغې باندې راځوړند کړى، نو بيا به تۀ ښۀ په خوشحالۍ سره مېلمستيا له لاړ شې.“ نو په همان دا خبره ښۀ ولګېده، او هغۀ هم هغه شان دار جوړ کړو.