د اِستَر کِتاب

دريم باب

د همان د يهُوديانو د تباه کولو منصُوبه جوړول

۱څۀ موده وروستو اخسويرس بادشاه همان نومې سړى له ترقى ورکړه او د وزيرانو مشر يې جوړ کړو. همان د اجاج د قوم همداتا زوئ وو. ۲بادشاه خپلو ټولو آفسرانو له حُکم ورکړو چې همان ته د عزت نه ټيټېږئ خو مردکى يې عزت نۀ کولو او نۀ ورته ټيټېدو. ۳نورو شاهى آفسرانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې ”تۀ د بادشاه د حُکم نافرمانى ولې کوى؟“ ۴هغوئ به هره ورځ ورته وئيل، خو هغۀ به ورته غوږ نۀ نيولو. هغۀ به وئيل، ”زۀ همان ته نۀ شم ټيټېدلے ځکه چې زۀ يهُودى يم.“ نو هغوئ همان د دې نه خبر کړو، هغوئ غوښتل چې وګورى چې هغه به د مردکى دا رويه برداشت کړى که نه. ۵کله چې همان ته پته ولګېده چې مردکے هغۀ ته د عزت نه نۀ ټيټېږى نو همان سخت غصه شو، ۶او کله چې خبر شو چې مردکے يهُودى دے، نو هغۀ دا فېصله وکړه چې هغه به نۀ صرف مردکى له سزا ورکوى بلکه هغۀ دا منصُوبه هم جوړه کړه چې د فارس په بادشاهۍ کښې هر يو يهُودى ووژنى. ۷د اخسويرس بادشاه د حکومت په دولسم کال، په وړومبۍ مياشت يعنې د نسان په مياشت، همان حُکم وکړو چې پوريم يعنې پچه دې واچولے شى چې دا معلومه کړى چې د دې منصُوبې دپاره صحيح مياشت کومه يوه ده. نو د دولسمې مياشتې يعنې د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ خوښه کړے شوه. ۸نو همان د بادشاه په مخکښې حاضر شو او ورته يې ووئيل، ”ستا په ټوله بادشاهۍ کښې د خلقو يو قِسم نسل خور دے او دا په هره صُوبه کښې موندلے شى. هغوئ داسې رِواجونه کوى چې هغه د نورو خلقو په شان نۀ دى. د دې نه علاوه، هغوئ د بادشاهۍ قانون هم نۀ منى، نو دا ستا دپاره د فائدې خبره نۀ ده چې هغوئ برداشت کړې. ۹بادشاه سلامت! که ستا رضا وى، نو يو فرمان جارى کړه چې هغوئ دې ووژلے شى. که تا داسې وکړل، نو زۀ به د بادشاهۍ د اِنتظام دپاره د درې لاکه او څلوېښتو زرو کېلو نه زيات سپين زر په شاهى خزانه کښې کېږدم.“ ۱۰بادشاه خپله هغه ګوتمه وويستله، چې هغه به په سرکارى فرمان باندې د مهر لګولو دپاره اِستعمالېدله او دا يې د يهُوديانو دشمن د همداتا زوئ همان له ورکړه چې دے د اجاج د اولاد نه وو. ۱۱بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”سپين زر ځان سره کړه او د خلقو سره هم هغسې وکړه څنګه چې دې زړۀ غواړى.“ ۱۲نو د وړومبۍ مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې همان د بادشاه منشيان راغوښتل او يو فرمان يې جارى کړو چې د هرې صُوبې په ژبه او رسم‌الخط کښې دې د دې ترجمه وشى او ټولو حُکمرانانو، حاکِمانو او آفسرانو ته دې ولېږلے شى. دا فرمان د اخسويرس بادشاه په نوم باندې جارى شو او د هغۀ د ګوتمې مهر ورباندې لګېدلے وو. ۱۳پېغام رسونکو دا فرمان د بادشاهۍ هرې صُوبې ته يوړو. په دې کښې دا خبرې ليکلے شوې وې چې صِرف په هغه ورځ يعنې د ادر مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې دې ټول يهُوديان، ځوانان، بوډاګان، ښځې او ماشومان ووژلے شى. هغوئ دې د بې رحمۍ سره حلال کړے شى او چې هغوئ څۀ لرى نو هغه ترې نه واخلئ. ۱۴د دې فرمان د خبرو نه د هرې صُوبې خلق ځکه خبرول په کار وُو، چې کله هغه ورځ راشى نو چې هر يو کس ورته تيار وى. ۱۵د بادشاه د حُکم په مطابق هغه فرمان د سوسه په مرکزى ښار کښې خلقو ته ورسولے شو او پېغام رسونکو دا خبر نورو صُوبو ته يوړو. په کوم وخت کښې چې د سوسه ښار په ګروټۍ کښې اچولے شو نو بادشاه او همان شرابو څښلو ته ناست وُو.