د مُعلِم کِتاب

نهم باب

مرګ هر چا له راځى

۱اوس ما د دې هر څۀ مطالعه وکړه او دې نتيجې ته ورسيدم چې صادِقان او هوښيار خلق چې هر څۀ کوى هغه د خُدائ پاک په لاس کښې دى. هغوئ ته دا پته نۀ لږى چې خُدائ پاک به يې قبلوى او که رد کوى. دا هر څۀ به په راتلونکې وخت کښې کيږى. ۲د صادق او د بدعمله، د ښۀ او د بد، د پاک او د ناپاک، هغه خلق چې خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کوى يا هغه خلق چې قربانۍ نۀ پېش کوى، ټولو سره قسمت يو شان معامله کوى. د يو ښۀ کس او د ګناهګار يو شان انجام وى، د قسم خوړلو والا او د قسم نۀ خوړلو والا دواړو يو منزل دے. ۳دا يو ډير لوئ مصيبت دے چې په مخ د زمکې کيږى. د هر ژوندى هم يو قِسمت دے يعنې مرګ. د دې نه علاوه، د ټولو خلقو زړونه د بد کارئ نۀ ډک دى او د ژوندون په دوران کښې د هغوئ په زړونو کښې بې وقوفتوب وى او بيا دوئ مړۀ شى. ۴خو څوک چې تر اوسه پورې په ژوندو کښې شريک دى د هغوئ اُميد وى، ځکه چې يو ژوندې سپے د مړ ازمرى نه ښۀ دے. ۵يقيناً چې ژوندو ته خو دومره پته وى چې هغوئ به مرى! خو مړو ته هيڅ پته نۀ لږى. هغوئ ته نور اجر نۀ ملاوېږى، او د هغوئ يادونه ختم شى. ۶د هغوئ مينه، نفرت او غيرت، هر څۀ ډير مخکښې ختم شوى دى. په مخ د زمکې چې څۀ کېږى نو هغوئ به هيڅ کله ورکښې برخه وانۀ خلى. ۷نو بيا خوشحالۍ سره د انګورو شراب څښه او خپل خوراک کوه. ځکه چې خُدائ پاک د دې هر څۀ اِجازت ورکړے دے. ۸هر وخت سپينې جامې اغونده او تيل لګوه. ۹د خپلې ښځې سره چې تۀ ورسره مينه کوې د ژوند نه خوند اخله. په مخ د زمکې په فانى ژوندون کښې چې خُدائ پاک تا له څومره ورځې درکړى دى هغه هم دغه شان تيروه. ځکه چې په مخ د زمکې ستا د محنت مشقت په بدل کښې هم دغه څۀ دى چې ستا په نصيب کښې دى. ۱۰تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصُوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت. ۱۱ما ته په دنيا کښې د يو بل څيز هم پته ولګېده چې تېزه منډه وهُونکى همېشه د منډې لوبه نۀ ګټى او تکړه جنګيالى همېشه جنګ نۀ شى ګټلے. هوښيار خلق هر وخت په رزق ماړۀ نۀ وى، قابل خلق همېشه نۀ مالداره کېږى او تعليم يافته خلق همېشه په ژوند کښې کامياب نۀ وى. هر څۀ په وخت او په بخت باندې منحصر وى. ۱۲انسان ته هيڅ کله دا پتۀ نۀ لږى چې په هغۀ به سخت وخت کله راځى. لکه څنګه چې کبان په جال کښې او مارغان په دام کښې اچانک راګېر شى، نو داسې به مرګ انسان سمدستى راګېر کړى.

حِکمت د کم عقلتوب نه ښۀ دے

۱۳ما ته په مخ د زمکې د حِکمت يو بل مثال مِلاو شوے دے او دا ما ته ډېر زيات ښۀ ښکارى. ۱۴يو وړُوکے ښار وو چې آبادى يې لږه وه. يو طاقتور بادشاه په دې باندې حمله وکړه. هغه ښار يې محاصره کړو او په دېوالونو باندې د اوړېدو تيارے يې شروع کړو. ۱۵خو په هغه ښار کښې يو غريب خو هوښيار کس وو. هغۀ خپلې هوښيارتيا سره هغه ښار يې بچ کړو. خو وروستو هيچا هغه ياد نۀ کړو. ۱۶نو زۀ وايم چې حِکمت د طاقت نه ښۀ دے، خو د غريب سړى هوښيارتيا ته سپک کتلے شى، هيڅوک د هغۀ خبرو ته پام نۀ کوى. ۱۷ښۀ خبره دا ده چې د يو هوښيار کس په مزه خبرو ته غوږ ونيسى په ځائ د دې نه چې د کم عقلانو په مجلس کښې د بادشاه چغې واورې. ۱۸حِکمت د جنګ د وسلحو نه طاقتور دے، خو يو ګناهګار کس ډېر زيات ښۀ کارونه تباه کولے شى.