د مُعلِم کِتاب

اتم باب

۱څوک د هوښيار په شان دے؟ څوک د خبرو د صحيح تشريح علم لرى؟ حِکمت د هغوئ مخونه روښانه کوى او د هغوئ سخت مزاج نرموى.

د بادشاه حُکم منل

۲زۀ وايم، د بادشاه حُکم منه، ځکه چې تا د خُدائ پاک سره د دې وعده کړې ده. ۳د بادشاه په حضور کښې د تلو نه جلدې مۀ کوه. او په بد کار کښې حصه مۀ اخله، ځکه چې بادشاه درسره څۀ غواړى هغه کولے شى. ۴ځکه چې د بادشاه خبره وزن لرى او هيڅ څوک ترې نه دا تپوس نۀ شى کولے چې، ”تۀ څۀ کوې؟“ ۵هغه کس څوک چې شاهى حُکم منى هغوئ ته به سزا نۀ ملاوېږى. هوښيار کس د هر څيز په وخت او سبب باندې پوهيږى. ۶ځکه چې د هر څيز دپاره يو وخت او يوه طريقه وى، خو انسان له ډير غمونه برداشت کول دى! ۷هيچا ته پته نشته چې څۀ به کيږى، نو بيا څوک دا وئيلے شى چې په مستقبل کښې څۀ کيدو واله دى؟ ۸هيڅ څوک خپل ځان د مرګ نه نۀ شى بچ کولے او نۀ څوک د اجل ورځ وروستو کولے شى. دا يو داسې جنګ دے چې مونږ ترې نه نۀ شو خلاصېدلے، او بدعملى يو بدعمله کس د مرګ نه نۀ شى بچ کولے.

بدعمله او صادق خلق

۹ما ټولو څيزونو ته غور سره وکتل او په مخ د زمکې چې څۀ کېږى د هغې په حقله مې سوچ وکړو، خلق په نورو خلقو باندې اختيار لرى او ورته نقصان رَسوى. ۱۰او ما وليدل چې بدعمله د عزت سره ښخ شوى وُو او هغوئ به د خُدائ پاک مقدس کور ته تلل راتلل، خو چې په کومو ښارونو کښې هغوئ بدعملى کوله نو هلته خلقو د هغوئ صِفت بيانولو. دا هم بې معنې دى. ۱۱د بدو عملونو سزا زر نۀ ورکولے کيږى، نو ځکه د خلقو زړونه بدعملۍ ته تيار دى. ۱۲يو ګناهګار به د بدعملۍ نه ډک ژوند تيروى خو بيا به هم تر ډيره وخته پورې ژوندې وى. بې شکه ما ته دا هم پته ده چې کوم خلق د خُدائ پاک نه يريږى هغوئ به خير سره اوسيږى، يعنې هغه خلق د چا په زړۀ کښې چې د خُدائ پاک يره وى. ۱۳او د بدعمله خلقو به خير نۀ وى او نۀ به اوږد ژوند ولرى. او دا ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک نه نۀ يريږى. ۱۴خو په مخ د زمکې يوه بله خبره هم ده چې بې معنې ده. ښو خلقو ته داسې سزا ملاويږى لکه چې هغوئ بدعمله وى او بدعمله خلقو ته داسې اجر ملاويږى لکه چې هغوئ ښۀ خلق وى. نو زۀ تاسو ته دا وايم چې دا بې معنې دى. ۱۵نو زما مشوره دا ده چې مونږ له د ژوند نه خوند اخستل په کار دى، ځکه چې په دې ژوند کښې هم دا يوه مزه ده چې خوراک څښاک کوُو او خوشحاله اوسو. نو داسې سخت محنت، کوم چې په مخ د زمکې خُدائ پاک مونږ له راکړے دے هغې سره سره څۀ لږه خوشحالى هم وکړو. ۱۶کله چې ما پوره کوشش وکړو چې هوښيار شم او په هغې غور وکړم چې خلق يې په مخ د زمکې کوى، نو ما وکتل چې د داسې محنت په وجه هغوئ شپه او ورځ خوب نۀ شى کولے. ۱۷نو ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک په دنيا کښې څۀ کوى نو هېچا ته هم د هغې پته نۀ لږى. کيدے شى چې يو هوښيار کس دا دعوىٰ وکړى چې زۀ په دې پوره پوهه شوم، خو دا به داسې نۀ وى هغه د دې بيخ ته نۀ شى رسيدے.