د مُعلِم کِتاب

اوؤم باب

د ژوند حِکمت

۱نېک نامى د قيمتى عطرو نه بهتره ده، او د مرګ ورځ د پېدا کېدو د ورځې نه بهتره ده. ۲ښۀ دا ده چې هغه کور ته لاړ شو چرته چې ماتم کېږى نه چې هغه کور ته لاړ شو چرته چې دعوت وى، ځکه چې ژوندو خلقو له دا خبره په ذهن کښې کښېنول په کار دى چې مرګ زمونږ د ټولو انتظار کوى. ۳د خندا نه غم ښۀ وى، غمژن مخ د زړۀ د بهترئ سبب جوړيږى. ۴هوښيار کس د مرګ په حقله ډير فکر کوى، خو کم عقل صرف د عيش عشرت په حقله فکر کوى. ۵ښۀ خبره دا ده چې هوښيار دې ورَټى په ځائ د دې نه چې د کم عقلو خلقو د خوشامندئ سندرې واورې. ۶د کم عقل خندا داسې وى لکه چې ديګچې لاندې په اور کښې آزغى ټسېږى. دا شور خو جوړوى خو هيڅ مقصد يې نۀ وى. ۷ناروا ګټه هوښيارو خلقو نه کم عقل جوړوى، او رشوت اخستل ضمير خرابوى. ۸د څۀ سر ته رَسول د هغې د شروع نه ښۀ وى، او د غرور کولو نه صبر کول ښۀ دى. ۹خپله غصه په قابو کښې ساته، ځکه چې د کم عقل دماغ د غصې کور وى. ۱۰هيڅ کله داسې مۀ وايه، ”تېر وخت د اوس نه ښۀ وو!“ دا خبره کول عقل مندى نۀ ده. ۱۱هوښيار جوړيدل ښۀ دى. دا داسې دى لکه چې ميراث واخلى. په دنيا کښې د هر چا دپاره عقل مند جوړيدل فائده مند دى. ۱۲عقل مندى به دې د پيسو په شان حِفاظت کوى. او د عقل مندئ خاص فائده دا ده چې هغه خپل مالِک محفوظ ساتى. ۱۳د خُدائ پاک په کارونو باندې فکر وکړه، څۀ چې هغۀ کاږۀ جوړ کړى وى نو هغه څوک نېغولے شى؟ ۱۴په ښۀ حالاتو کښې خوشحاله اوسئ، خو چې کله تکليف راځى، نو ياد ساته چې خوشحالى او تکليف، دواړه خُدائ پاک راولى، او هيچا ته پته نۀ لږى چې سبا به څۀ کېږى. ۱۵ما په خپل بې فائدې ژوند کښې هر څۀ ليدلى دى، يو صادق باوجود د خپل صداقت نه هم تباه شى او يو بدعمله په خپله بدعملۍ کښې اُوږد عُمر تير کړى. ۱۶د ځان نه ډېر ايمانداره مۀ جوړوه او د ځان نه ډېر هوښيار سړے مۀ جوړوه، ولى ځان تباه کوې؟ ۱۷خو دې سره سره د ځان نه ډېر بدعمله يا کم عقل هم مۀ جوړوه، د داسې کولو په وجه د وخت نه مخکښې ولې ځان وژنې؟ ۱۸ښۀ خبره دا ده چې دا دواړه خبرې هېرې نۀ کړې، ځکه څوک چې د خُدائ پاک نه يريږى، هغوئ به د دواړو خطرو نه بچ پاتې شى. ۱۹حِکمت هوښيار سړے د ښار د لسو حکمرانانو نه زيات طاقتور جوړوى. ۲۰په دې دنيا کښې داسې هيڅ څوک صادق نشته چې هغه همېشه ښۀ کوى او هيڅ کله ګناه نۀ کوى. ۲۱خلق چې څۀ وائى نو هغه هر څيز زړۀ ته مۀ اچوه، ګنى وابه ورې چې ستا نوکر تا پسې کنځل کوى. ۲۲او تا ته پته ده چې څو څو ځلې تا په خپله نورو خلقو ته کنځلې کړې دى. ۲۳ما د حِکمت اصُول استعمال کړل چې په دې هر څۀ باندې پوهه شم، خو دا زما دپاره ډير ګران وُو، ما نۀ شول کولے. ۲۴هر څۀ چې موجود دى هغه ډير ژور او زما د پوهې نه بهر دى. څوک په هر څۀ پوهيدلے شى؟ ۲۵ما کلکه فېصله وکړه چې د حِکمت مطالعه وکړم او د څيزونو په اسبابو باندې پوهه شم، او چې ايزده کړم چې بدعملى څومره بې وقوفتوب دے، او بې وقوفتوب څومره پاګلتوب دے.

۲۶ما ته پته ولګېده چې ګېروُونکې ښځه د مرګ د اذيت نه هم لوئ دام دے. د هغې شوق د دام په شان دے او د هغې غېږه د زنځيرونو په شان ده. کوم سړے چې خُدائ پاک رضا کوى نو هغه به ترې نه خلاص وى، خو ګناهګار به د هغې په جال کښې راګېرېږى. ۲۷معلِم ووئيل چې زۀ دې نتيجې ته ورسيدم، کله چې ما په دې موضوع باندې د هر طرف نه غور و فکر وکړو. ۲۸اګر چې ما بار بار لټون کولو خو ما هغه څۀ پېدا کړل څۀ چې ما لټول. ما په زرو کسانو کښې يو نېک سړے پېدا کړو، خو يوه نېکه ښځه مې پکښې پيدا نۀ کړه. ۲۹نو زۀ صرف دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان پېدا کړے دے چې نېک وى، خو هغه په نورو ډيرو نورو منصوبو پسې ځى.