د مُعلِم کِتاب

شپږم باب

۱په مخ د زمکې ما يوه بله خرابه خبره ليدلې ده او دا په انسان باندې يو دروند بوج دے. ۲دا د هغه کس خبره ده چا له چې خُدائ پاک مال دولت، عزت او جائيداد ورکړى او هغه هر څۀ ورکړى چې د هغۀ زړۀ يې غواړى، خو خُدائ پاک يې د دې په خوند پوهه نۀ کړى او د هغۀ په ځائ يو پردے کس په دې باندې مزې وکړى. دا بې معنې دى او لوئ مصيبت دے. ۳که د يو سړى سل بچى وى او تر بوډاتوبه پورې ژوندې وى، خو که په ژوند کښې څۀ خوشحالى ونۀ وينى او په عزت سره دفن نۀ شى نو زۀ خو به دا وايم چې د دۀ نه خو هغه ماشوم ښۀ دے چې مړ پېدا شوے وى. ۴د داسې پېدائشى مړ ماشوم دنيا ته راتګ او تګ بې معنې دے، مرګ د هغۀ شناخت زمونږ نه پټ ساتى. ۵اګر چې هغۀ نمر هم نۀ دے ليدلے او نۀ ورته دا پته لږيدلې ده چې ژوند څنګه وى، خو بيا هم هغۀ ته د هغه مالداره سړى نه زيات آرام حاصِل دے. ۶فرض کړه که هغه دوه زره کاله ژوندې وى خو چې په ژوند کښې يې څۀ خوشحالى نۀ وى، نو څۀ فائده؟ آخر مرګ خو هر ژوندى له شته. ۷انسان ټول محنت د خوراک پېدا کولو دپاره کوى، خو د هغۀ لوږه هيڅ کله نۀ ختمېږى. ۸هوښيار کس د کم عقل نه په څۀ فائده مند وى؟ که غريب کس خلقو سره مناسب سلوک کوى نو په دې کښې د هغۀ دپاره څۀ فائده ده؟ ۹څۀ چې زمونږ سره وى د هغې نه خوند اخستل ښۀ دى په ځائ د دې چې د هغه څيزونو خواهش ولرو چې مونږ سره نۀ وى. دا بې معنې دى، او دا داسې دى لکه چې هوا پسې منډې وهى. ۱۰هر څۀ چې کيږى هغه د تقدير ليک وى. دا ډير د پخوا نه معلومه وه چې د هر يو کس سره به څۀ کيږى. نو خُدائ پاک سره د دې موضوع په حقله بحث کول فضول دى. ۱۱څومره چې خبرې زياتېږى، نو دومره بې مطلبه کيږى، نو د بحث نه فائده څۀ؟ ۱۲نو چا ته څۀ پته وى چې زمونږ په دې لنډ او بې فائدې ژوند کښې، زمونږ دپاره څۀ ښۀ دى، داسې ژوند چې د سورى په شان تېرېږى؟ چا ته دا پته ده چې د مرګ نه پس به څۀ کېږى؟