د مُعلِم کِتاب

پينځم باب

هوښيارې خبرې کول

۱کله چې تۀ د خُدائ پاک کور ته ځې نو چې څۀ کوې هغه ډير خيال سره کوه. د اوريدلو دپاره د خُدائ پاک حضور ته تلل بهتر دى د کم عقلانو په شان د قربانو پيش کولو نه، خُدائ پاک ته بې سوچه نذارانې پيش کول بدعملى ده. ۲د خُدائ پاک په حضور کښې په خبرو کولو کښې تېزى مۀ کوه، د هغۀ په وړاندې په څۀ بيان کولو کښې جلدى مۀ کوه. ځکه چې هغه په آسمان کښې دے او تۀ په زمکه باندې يې، نو د ضروررت نه زياتې خبرې مۀ کوه. ۳څومره چې تۀ پرېشانه يې، نو هغه هومره به خراب خوبونه وينې او چې څومره زياتې خبرې کوې، نو هومره به کم عقلې خبرې درنه وځى. ۴کله چې تۀ خُدائ پاک ته يوه منخته ومنې، نو چې څومره زر کېدے شى نو دا منخته پوره کوه. هغه د کم عقلو خلقو نه خوشحال نۀ وى. کومه منخته چې ومنې نو هغه سر ته رسوه. ۵چې يوه منخته ومنې او سر ته يې نۀ رسوې نو د داسې منختې د منلو نه نۀ منل ښۀ دى. ۶د خپلو خبرو په وجه ځان مۀ ګناهګارَوه، او اِمام ته مۀ وايه چې ما په غلطۍ سره منخته منلې وه. خُدائ پاک مۀ پريږده چې تا ته غصه شى او هغه هر څۀ چې تۀ يې کوې هغه تباه کړى صرف په دې وجه چې تا خپله منخته نۀ ده پوره کړې. ۷خو ډير خوبونه او ډيرې خبرې بې معنې دى، په ځائ د دې د خُدائ پاک نه وويريږئ.

ژوند بې فائدې دے

۸چې کله تۀ وګورې چې په يوه علاقه کښې غريبانانو باندې ظلم زياتے کيږى او هغوئ ته اِنصاف او د هغوئ حقُونه نۀ ملاوېږى نو په دې باندې مۀ حېرانېږه. د هر آفسر دپاسه بل آفسر وى او د هغوئ د سر دپاسه نور آفسران وى. ۹ان تر دې چې بادشاه هم د دې مُلک نه خپل مفاد حاصلوى. ۱۰څوک چې د پېسو سره مينه لرى، نو هغه به هيڅکله په پېسو موړ نۀ شى. څوک چې د دولت سره مينه لرى، نو هغه به هيڅکله په دولت موړ نۀ شى. ځکه چې دا هم بې معنې دى. ۱۱چې څومره پېسې زياتې وى، نو دومره به د دې د خوړلو خلق هم زيات وى. دغه دولت ته د کتلو نه سِوا مالِک ته څۀ حاصل شول؟ ۱۲محنت مزدورۍ کولو واله که لږه خوړلى وى او که ډيره خو ښۀ د سکُون خوب کوى، خو د مالداره سړى دولت هغه خوب ته نۀ پريږدى. ۱۳ما په مخ د زمکې يو بل ډير خراب کار ليدلے دے: څوک چې د ځان دپاره پېسې جمع کوى نو هغه وروستو هم د هغوئ دپاره د نقصان باعث شى، ۱۴ځکه چې هغوئ دا ټولې پېسې په يو ناکاميابه کاروبار کښې بائيلى او په آخر کښې د هغوئ سره هيڅ هم نۀ وى چې خپلو بچو ته يې پرېږدى. ۱۵لکه څنګه چې ماشوم دې دنيا ته لغړ او خالى لاسونه راځى، هم داسې به دې دنيا نه خالى لاسونه ځى. هغه د ټول محنت باوجود هم د ځان سره هيڅ هم نۀ شى وړلے. ۱۶دا هم ډيره د افسوس خبره ده، چې څنګه انسان دنيا ته راځى نو هغه شان ځى. هغۀ فائده څۀ وکړه؟ چې عبث هوا پسې يې منډې ووهلې؟ ۱۷هغۀ خپل ټول ژوند په تيارۀ، په پرېشانۍ، په غصه او په بيمارۍ کښې تېر کړو. ۱۸نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې د انسان دپاره ښۀ او بهتره دا ده چې څومره ورځې خُدائ پاک هغۀ له ورکړى دى په هغې کښې خوراک څښاک کوى او په مخ د زمکې د خپل سخت محنت نه خوند اخلى. ځکه چې هم دا زمونږه اجر دے. ۱۹که خُدائ پاک چا له دولت او جائيداد ورکوى او د دې قابِل يې جوړوى چې د دې نه خوند واخلى، او دا خپل نصيب وګڼى او محنت سره سره خوشحاله هم وى، نو دا د خُدائ پاک د طرف نه اِنعام دے. ۲۰حقيقت کښې خُدائ پاک هغوئ په خوشحالۍ کښې دومره مصروف ساتې چې هغوئ سره د انديښنو دپاره وخت هم نۀ وى.