د مُعلِم کِتاب

څلورم باب

۱ما يو ځل بيا نظر واچولو او هغه ټول ظلم مې وليدو کوم چې په مخ د زمکې کيږى. ګوره د مظلومانو وښکې څاڅى خو د تسلئ ورکولو واله هيڅوک نۀ وى. ظالمان ډير زورَور دى او مظلومان ډير بې وسه دى. ۲نو ما هغه خلق بختور وګڼل کوم چې مړۀ شوى دى، د هغه خلقو نه کوم چې تر اوسه پورې ژوندې دى. ۳خو د ټولو نه بختور هغه دى کوم چې لا پېدا شوى نۀ دى، چې هغوئ هغه بدعملى نۀ ده ليدلې کومه چې په مخ د زمکې کيږى. ۴بيا ما دا هم وکتل چې ټول خلق دې دپاره محنت کوى او د استاذئ نه کار اخلى ځکه چې هغوئ د يو بل سره حسد کوى. خو دا بې معنى وى. دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى. ۵کم عقل د لاس مشقت پرېږدى او خپل ځان د لوږې وژنى. ۶خېر دے چې لږ وى خو چې د آرام سره وى، نۀ چې ډير وى او د بې حده محنت سره وى. حد نه زيات محنت هوا پسې منډى وهل دى‌. ۷ما په دنيا کښې نور څۀ هم ليدلى دى چې هغه بې معنى دى. ۸دا د يو سړى خبره ده څوک چې بلکل يواځى وو. د هغۀ نۀ بچى وُو او نۀ يې خپلوان وُو. هغۀ به هر وخت کار کولو، خو بيا هم هغه په خپله ګټه باندې مطمئن نۀ وو. هغۀ د خپل ځان نه تپوس وکړو، ”د چا دپاره زۀ دومره سخت محنت کوم او خپل ځان د خوشحالۍ نه محروم ساتم؟“ دا هم بې معنى دى او د افسوس خبره ده. ۹د يو نه دوه کسان ښۀ وى، ځکه چې هغوئ د خپل محنت نه ښۀ فائده اخستے شى. ۱۰که په هغوئ کښې يو کس وغورزېږى، نو هغه دويم به يې راپاڅوى، خو که څوک يواځې وى او وغورزېږى، نو په هغۀ افسوس، ځکه چې داسې به څوک نۀ وى چې هغه راپاڅوى. ۱۱هم داسې، که يخنى وى او دوه کسان يو ځائ څملى نو ګرم به شى، خو يو کس به يواځې څنګه ځان ګرم کړى؟ ۱۲خو که يو کس يواځې وى نو شکست به وخورى، خو که دوه کسه يوځائ شى نو مقابله کولے شى. د درېو مزو پړے په آسانه نۀ شلېږى. ۱۳‏يو غريب خو هوښيار ځوان ښۀ دے د هغه بوډا او کم عقل بادشاه نه، څوک چې د چا نصيحت ته غوږ نۀ ايږدى. ‏۱۴دغه ځوان د غريبئ نه د کاميابۍ طرفته تلے شى، اګر که هغه قيدى وو خو هغه بيا هم بادشاه جوړيدے شى. ۱۵بيا ما وکتل چې خلق يو بل ځوان پسې روان وو، څوک به چې د هغۀ په ځائ بادشاه شى. ۱۶بې شميره خلق د هغۀ ګيرچاپيره وُو، خو بيا يوه بله پيړئ راوچته شوه او هغه يې هم رد کړو. نو دا څيزُونه بې معنى دى، دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى.