د مُعلِم کِتاب

دويم باب

د دنيا خوشحالى بې معنى ده

۱ما خپل زړۀ کښې ووئيل چې، ”عيش عشرت به وکړم او ښۀ مزې به وکړم،“ خو پته راته ولګېده چې دا هم بې معنې دى. ۲خو ما ووئيل چې، ”خندا کم عقلتوب دے او عيش عشرت چا له څۀ ورکوى؟“ ۳د ډېر سوچ نه پس ما فېصله وکړه چې د شرابو په ذريعه ځان په سر کښې کړم. او د حکمت په لټون کښې مې کم عقلتوب شروع کړو. ما غوښتل چې معلوم کړم چې د انسان په دوه څلور ورځې ژوند کښې په مخ د زمکې څۀ کول فائده مند دى. ۴ما لوئ لوئ کارونه وکړل. ما د ځان دپاره کورونه جوړ کړل او د انګورو باغونه مې وکَرل. ۵ما د ځان دپاره چمننونه او باغونه جوړ کړل، او په هغې کښې مې هر قِسمه د مېوو ونې ولګولې، ۶ما تالابونه جوړ کړل چې د هغې په ذريعه دا ډيرې ونې اوبۀ کوم. ۷ما ډېر غلامان او وينځې واخستلې، او زما په کور کښې هم غلامان پېدا شوى وُو. زما سره دومره زيات څاروى وُو چې په يروشلم کښې پخوانى يو بادشاه سره هم نۀ وُو. ۸ما د خپل ځان دپاره سپين زر او سرۀ زر، د بادشاهانو او صوبو خزانې راټولې کړې. ما سره سندرغاړى سړى او ښځې وې، او زما سره نورې داسې ډېرې ښائسته ښځې وې چې سړے يې آرمان کوى. ۹نو داسې زۀ د هغه ټولو نه لوئ سړے شوم څوک چې زما نه مخکښې په يروشلم کښې تېر شوى وو، او ما خپل حِکمت جارې ساتلے وو. ۱۰ما چې څۀ هم غوښتل نو هغه ما اخستى وو. ما د خپل ځان نه د يوى خوشحالۍ انکار هم نۀ وو کړے. ما چې کوم محنت کړے وو نو زۀ په هغې باندې خوشحاله وم، او دا خوشحالى زما د هغه محنت اِنعام وو. ۱۱خو څنګه چې ما هغه هر څۀ ته وکتل د څۀ حاصلولو دپاره چې ما ډير محنت کړے وو، نو دا هر څۀ بې معنى وو، داسې لکه چې هوا پسې منډې وهى. او په مخ د زمکې د هيڅ کار هم څۀ فائده نۀ وى. ۱۲نو ما فېصله وکړه چې په حِکمت، کم عقلتوب او ليونتوب باندې غور وکړم. نو زۀ پوهه شوم چې کوم کس به د بادشاه د وفات نه پس په تخت کښينى نو هغه به د تير شوى بادشاه په شان حکومت کوى. ۱۳ما وکتل چې څنګه رڼا د تيارې نه ښۀ ده نو داسې حِکمت د کم عقلتوب نه ښۀ دے. ۱۴ځکه چې هوښيارانو ته دا پته وى چې هغوئ چرته روان دى، خو کم عقلو ته پته نۀ لږى ځکه چې هغوئ په تيارۀ کښې روان وى. خو ما ته دا پته هم ولګېده چې زمونږ د دواړو انجام يو دے. ۱۵ما د ځان سره ووئيل، ”د کم عقل په شان انجام به زما هم وى، نو بيا زما د ټول حِکمت فائده څۀ ده؟ دا هر څۀ بې معنې دى.“ ۱۶ځکه چې هوښيار او کم عقل دواړه به مرى. هوښيار به د کم عقل نه تر زيات وخته پورې ياد نۀ شى ساتلے. په راتلونکى وخت کښې به دواړه هېر کړے شى. ۱۷نو ما د ژوند نه نفرت شروع کړو، ځکه چې دې ما له په دنيا کښې د تکليف نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو راکړى. دا هر څۀ بې معنې وُو، هسې هوا پسې منډې وهل وو. ۱۸ما چې په مخ د زمکې د هر څۀ دپاره محنت کړے وو نو د هغې نه زما نفرت پيدا شو، ځکه چې دا هر څۀ به هغۀ ته پاتې شى چې زما نه پس به راځى. ۱۹او چا ته پته ده چې هغه به هوښيار وى او که کم عقل؟ خو چې ما د څۀ دپاره محنت کړے دے نو هغه هر څۀ به د هغۀ شى، څۀ چې ما په خپله هوښيارتيا په مخ د زمکې ګټلى دى نو هغه هر څۀ به د هغۀ وى. دا ټول بې معنې دى. ۲۰ما چې په مخ د زمکې کوم سخت محنت کړے وو د هغې نه زۀ مايوسه شوم او زما زړۀ همت بائيلو. ۲۱ځکه چې تۀ به خپل کار ډېر حِکمت، پوهې او مهارت سره کار وکړې او بيا به دا هر څۀ هغه چا ته پرېږدې چې هغۀ د دې دپاره هيڅ هم نۀ وى کړى. دا بې معنې دى او لويه بد قسمتى ده. ۲۲نو په مخ د زمکې انسان ته د سخت محنت او پرېشانۍ نه څۀ حاصليږى؟ ۲۳هره ورځ هغه کړيږى او د خپل کار دپاره پرېشانه وى. او د شپې هم ورته ذهنې سکُون نۀ ملاوېږى. دا هر څۀ بې معنې دى. ۲۴د انسان دپاره د ټولو نه ښۀ خبره دا ده چې خوراک څښاک کوى او د خپل محنت نه خوشحاله وى. او ما ته دا پته هم ولګېده چې دا څيزونه د خُدائ پاک د طرف نه دى. ۲۵ځکه چې صرف د خُدائ پاک په مدد سره مونږ خوراک کولے شو او د ژوند نه مزې اخستے شو. ۲۶خُدائ پاک هغه چا له حِکمت، پوهه او خوشحالى ورکوى څوک چې هغه رضا کوى. خو خُدائ پاک ګناهګارو له هدف ورکوى چې دولت راټول کړى او بيا يې ترې نه واخلى او هغه چا له يې ورکړى چې څوک هغه رضا کوى. نو دا هم بې معنې دى. دا داسې دى لکه چې څوک عبث منډې وهى.