د مُعلِم کِتاب

لسم باب

۱څنګه چې مړۀ مچان خوشبودار عطر خرابوى نو داسې لږ شان کم ‌عقلتوب ډير حِکمت او عزت خرابولے شى. ۲د هوښيار سړى زړۀ به صحيح لار غوره کوى او د کم عقل سړى زړۀ به خرابه لار غوره کوى. ۳کله هم چې کم عقل په لاره روان وى نو صفا پته لږى چې هغه بې وقوف دے. ۴که حکمران درته غصه شى نو خپل ځائ مۀ پريږده، ځکه چې ستا سړه رويه د هغۀ سخته غصه قلارولے شى. ۵ما په مخ د زمکې يو بل خراب څيز ليدلے دے او دا غلطى د حکمرانانو د لاسه کيږى. ۶او هغه دا چې کم عقل خلق په اُوچتو عُهدو مقرر کړے شى او مالدار خلق په معمولى عُهدو باندې وى. ۷ما ليدلى دى چې غلامان د شهزادګانو په شان په اسونو سوارۀ وى، او شهزادګان د نوکرانو په شان پېدل ګرځى. ۸څوک چې کنده کنى کيدے شى په خپله وروغورزېږى، څوک چې دېوال راغورزوى کيدے شى مار يې وچيچى. ۹څوک چې د کاڼو په کان کښې کار کوى، کيدے شى په کاڼو چخڼى شى. څوک چې لرګى ماتوى، نو کيدے شى چې په دې زخمى شى. ۱۰که تبر پڅ وى او تېرۀ يې نۀ کړې، نو په دې باندې کار کول ډېر زور غواړى. خو حِکمت سړے هميشه د کاميابۍ طرف ته بوځى. ۱۱که د دم نه مخکښې مار پاړو وچيچى نو بيا د پاړوتوب څۀ فائده نشته. ۱۲د هوښيار سړى خبرې د هغۀ د عزت سبب جوړيږى، خو د کم عقل سړى خبرې د هغۀ د تباهۍ سبب جوړيږى. ۱۳د هغوئ خبرې کم عقلتوب سره شروع کيږى او خطرناک ليونتوب سره تر سره کيږى. ۱۴د کم عقل کس خبرې نۀ ختمېږى. هيچا ته دا پته نشته چې په راتلونکې وخت کښې به څۀ کېږى، څوک دا وئيلے شې چې زمونږ د مرګ نه پس به څۀ کېږى؟ ۱۵کار سره کم عقل ډير ستړے شى، او هغۀ ته دا پته هم نۀ لږى چې منزل ته خپله لار پېدا کړى. ۱۶افسوس په هغه مُلک چې د هغې بادشاه يو ناتجربه‌کاره ځلمے وى او مشران يې سم د سحر نه سر د خيټې نه زار کوى. ۱۷خوش قسمته وى هغه مُلک چې د چا بادشاه چې د شريف خاندان نه وى او د هغوئ مشران په مناسب وخت خوراک کوى. هغوئ د طاقت حاصلولو دپاره خوراک څښاک کوى د نشې دپاره نه. ۱۸که يو کس دومره ناراسته وى چې هغه خپل چت هم نۀ مرمت کوى، نو دا به راڅاڅى او هغه کور به راوغورزېږى. ۱۹د ميلمستيا روټۍ د خوشحالۍ دپاره وى او د انګورو شراب د زړۀ راحت دپاره وى، او په پېسو هر کار کېږى. ۲۰په خيالونو کښې هم په بادشاه پسې بد رد مۀ وايه او په خپله کوټه کښې هم په مالداره کس پسې بد رد مۀ وايه. کېدے شى چې د هوا يوه وړه مرغۍ ستا خبرې واورى او هغۀ ته يې وکړى.