د ګردان کِتاب

نهم باب

د خلقو نافرمانى

د هِجرت کِتاب ۳۲ :  ۱‏-۳۵

۱اِسرائيليانو واورئ! تاسو به نن د اُردن سيند نه پورې وځئ اؤ هغه وطن به قبضه کړئ چې د هغه قومُونو دے چې ستاسو نه لوئ اؤ طاقتور دى. د هغوئ ښارونه لوئ لوئ دى چې دېوالُونه يې آسمان ته رسېږى. ۲هغه خلق په خپله تکړه اؤ لوړ لوړ دى، هغوئ دېوان دى اؤ تاسو دا خبره اؤرېدلې ده چې د هغوئ په مُقابله کښې هيڅ څوک نۀ شى ودرېدلے. ۳خو تاسو به په خپله وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به د بل شوى اور په شان ستاسو نه مخکښې روان وى. چې مخ په وړاندې ځئ نو خُدائ پاک به هغوئ له شکست ورکړى، هغوئ به وشړئ اؤ زر به يې تباه کړئ، هم هغه شان چې څنګه هغۀ وعده کړې ده. ۴کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ ستاسو د پاره د هغه وطن نه وباسى، نو په زړۀ کښې داسې مۀ وايئ چې ګنى تاسو نېک خلق يئ اؤ د دې د پاره يې راوستلئ چې دا وطن ستاسو شى. داسې نۀ ده، مالِک خُدائ دا خلق ستاسو د پاره ځکه وباسى چې هغوئ بدکاره دى. ۵په دې وجه نۀ چې تاسو نېک عمله اؤ ښۀ خلق يئ خو مالِک خُدائ تاسو پرېږدى چې د هغوئ وطن ونيسئ. هغه به هغوئ وشړى ځکه چې هغوئ بد عمله خلق دى اؤ د هغۀ اِراده دا ده چې ستاسو پلار‌نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، اؤ يعقُوب سره يې کُومه وعده کړې وه هغه پُوره کړى. ۶ځان په دې ښۀ پوهه کړئ چې مالِک خدائ دا زرخيز وطن تاسو له ستاسو د ښۀ والى په وجه نۀ درکوى بلکه تاسو خو ضدى خلق يئ. ۷دا خبره مۀ هېروئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په بيابان کښې تاسو څنګه غُصه کړو. د هغه ورځې نه واخله چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ تر ننه پورې چې دلته راورسېدلئ، تاسو د هغۀ خِلاف بغاوت کړے دے. ۸د سينا په غر باندې هم تاسو مالِک خُدائ دومره غُصه کړو چې ستاسو بربادولو ته تيار وو. ۹زۀ غرۀ ته وختلم چې د کاڼو هغه تختې راواخلم چې هغه تړون ورباندې ليکلے شوے وو کُوم چې مالِک خُدائ تاسو سره کړے دے. زۀ هلته بغېر د څۀ خوراک څښاک نه څلوېښت ورځې اؤ څلوېښت شپې پاتې شوم. ۱۰بيا مالِک خُدائ ما له د کاڼو هغه دوه تختې راکړې چې په هغې باندې هغۀ په خپله هغه څۀ ليکلى وُو څۀ يې چې په هغه ورځ د اور نه تاسو ته وئيلى وُو چې هلته د غرۀ سره راغونډ وئ. ۱۱د هغه څلوېښتو ورځو اؤ څلوېښتو شپو نه وروستو مالِک خُدائ ما له د کاڼو هغه دوه تختې راکړې چې په کُومو باندې هغۀ تړون ليکلے وو. ۱۲بيا مالِک خُدائ ما ته ووئيل چې سمدستى د غرۀ نه کُوز شه، ځکه چې ستا خلق کوم چې تا د مِصر نه راوويستل، هغوى مُرتد شوى دى. هغوئ د هغه څۀ نه اؤړيدلى دى چې ما يې حُکم ورکړے دے اؤ هغوئ د ځانُونو د پاره د سروزرو يو بُت جوړ کړے دے. ۱۳مالِک خُدائ ما ته دا هم ووئيل، ما ته پته ده چې دا څومره ضدى خلق دى. ۱۴تۀ د هغوې دپاره ما ته منت ونۀ کړى. زۀ هغوئ تباه کوم اؤ هيڅ څوک به يې بيا نُوم وانۀ خلى. نو زۀ به تا د داسې قوم پلار جوړ کړم چې د دوئ نه به لوئ اؤ طاقتور وى. ۱۵نو زۀ واپس شوم اؤ د غرۀ نه راکُوز شوم، هغه د کاڼو دوه تختې مې راروانې کړې وې چې په کُومو باندې تړون ليکلے شوے وو. د غر نه د اور لمبې ختلې. ۱۶ما ته پته ولګېده چې تاسو د هغه حُکم نافرمانى کړې ده کُوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکړے دے اؤ تاسو د هغۀ خِلاف ګُناه کړې وه چې د څخى په شکل کښې مو د سرو زرو بُت جوړ کړے وو. ۱۷نو هلته ستاسو په مخکښې ما د کاڼو تختې راوغورزولې اؤ ټوټې ټوټې مې کړې. ۱۸نو يو ځل بيا زۀ د مالِک خُدائ په حضُور کښې څلوېښت ورځې اؤ څلوېښت شپې پړمخې پرېوتم اؤ نۀ مې څۀ خوړل اؤ نۀ مې څۀ څښل. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف ګُناه کړې وه اؤ هغه مو غُصه کړے وو. ۱۹زۀ د مالِک خُدائ د سخت قهر نه ويرېدم، ځکه چې هغه دومره غُصه وو چې تاسو تباه کړى، خو مالِک خُدائ يو ځل بيا زما واؤرېدل. ۲۰مالِک خُدائ هارُون ته هم دومره غُصه وو چې وې وژنى، نو په هغه وخت ما د هارُون د پاره هم دُعا وکړه. ۲۱ما هغه د ګُناه نه ډک څيز يعنې د سرو زرو څخے واخستو کُوم چې تاسو جوړ کړے وو اؤ په اور کښې مې واچولو. بيا ما دا ټوټې ټوټې کړو، د اوړو په شان مې مېده کړو اؤ هغه مې په هغه وَله کښې وغورزولو چې د غر نه لاندې بهېده. ۲۲کله چې تاسو په تبيعره، مَسه، قبروت هتاوه کښې وئ نو تاسو هلته هم مالِک خُدائ غُصه کړے وو. ۲۳اؤ چې کله هغۀ تاسو د قادِس برنيع نه د دې حُکمُونو سره ولېږلئ چې لاړ شئ اؤ هغه وطن ونيسئ کُوم يې چې له تاسو درکولو، نو تاسو د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه، تاسو په هغۀ يقين ونۀ کړو اؤ نۀ مو د هغۀ فرمانبردارى وکړه. ۲۴چې د کُوم وخت نه ما تاسو پېژندلى يئ، تاسو د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى کړې ده. ۲۵نو په هغه څلوېښتو ورځو اؤ څلوېښتو شپو کښې زۀ د مالِک خُدائ په حضُور کښې پړمخې پروت وم، دا ځکه چې ما ته پته وه چې هغه ستاسو د تباه کولو اِراده لرى. ۲۶اؤ ما دُعا وکړه، اے مالِکه خُدايه! خپل خلق مۀ تباه کوه، هغه خلق چې تا بچ کړل اؤ د خپل لوئ طاقت اؤ قُوت سره دې د مِصر نه راوويستل. ۲۷خپل خِدمت کوُونکے اِبراهيم، اِسحاق اؤ يعقُوب راياد کړه اؤ د دې خلقو ضد، بدکارۍ اؤ ګُناه ته مۀ ګوره. ۲۸ګنى، مِصريان به ووائى چې تۀ د دې جوګه نۀ يې چې خپل خلق هغه وطن ته بوځې چې د هغوئ سره دې وعده کړې ده. هغوئ به ووائى چې تا خپل خلق بيابان ته د دې د پاره بوتلل چې هغوئ ووژنې، ځکه چې تا د هغوئ نه نفرت کولو. ۲۹د دې هر څۀ نه علاوه، دا هغه خلق دى چې تا خوښ کړل چې ستا خپل خلق شى اؤ د خپل لوئ طاقت اؤ قُوت سره دې هغوئ د مِصر نه راوويستل.