د ګردان کِتاب

اَتم باب

بنى اِسرائيلو ته د ښې زمکې مِلاوېدل

۱ما چې نن کُوم قانُون درکړے دے په هغه ټول په وفادارۍ سره عمل کوئ، نو چې داسې تاسو ژوندى پاتې شئ اؤ ودان شئ اؤ هغه وطن قبضه کړئ چې مالِک خُدائ د هغې وعده ستاسو پلار‌نيکۀ سره کړې ده. ۲هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اُوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى اؤ هغه تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى اؤ د هغۀ په حُکمُونو عمل کوئ اؤ کۀ نۀ. ۳هغۀ په تاسو باندې عاجزى اؤ لوږه راوستله، نو بيا هغۀ تاسو له د خوراک د پاره من درکړل، هغه خوراک چې د دې نه مخکښې هيڅ کله ستاسو پلار‌نيکۀ هم نۀ وو خوړلے. هغۀ دا د دې د پاره وکړل چې تاسو ته وښائى چې بنيادم دې په دې يقين نۀ ساتى چې هغه صِرف په ډوډۍ ژوندے پاتې کېږى، خو په هغه خبره دې يقين ساتى چې د مالِک خُدائ د خُلې نه وځى. ۴په دې څلوېښتو کالو کښې ستاسو جامې نۀ دى زَړې شوې اؤ نۀ مو خپې پړسېدلې دى. ۵ياد لرئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو د اصلاح د پاره سزا درکوى لکه چې يو پلار خپلو بچو له تربيت ورکوى. ۶نو بيا، هم هغه شان کوئ چې څنګه مالِک خُدائ حُکم درکړے دے :  د هغۀ د قانُون په مُطابق ژوند تېروئ اؤ د هغۀ فرمانبردارى کوئ. ۷مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو هغه زرخېز وطن ته راولى، يو داسې وطن چې سيندُونه اؤ ولې په کښې وى چې د هغه چينو نه وتلې وى چې د درو اؤ غرُونو نه بهېږى، ۸يو داسې وطن چې غنم، وربشې، انګُور، اينځر، انار، د زيتُونو تېل اؤ شات په کښې پېدا کېږى. ۹هلته به هيڅ کله وږى نۀ شئ اؤ نۀ به مُحتاج شئ. د هغې په تيګو کښې اوسپنه شته دے اؤ د هغې غرُونو نه تاسو تانبه راويستلے شئ. ۱۰تاسو چې د خوراک د پاره څۀ غواړئ هغه هر څۀ به درته ملاوېږى اؤ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کُوم آباد وطن درکړے دے د هغې د پاره به تاسو د هغۀ شُکر ادا کړئ.

مالِک خُدائ نۀ هېرول

۱۱پام کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هېر نۀ کړئ، نن چې کُوم قانُون زۀ درکوم چې په هغې باندې عمل کولو کښې ناکام نۀ شئ. ۱۲کله چې تاسو ته د خوراک د پاره هغه هر څۀ مِلاؤ شى چې تاسو يې غواړئ اؤ د اوسېدو د پاره ښائسته کورُونه جوړ کړئ ۱۳کله چې ستاسو څاروى، ګډې، ستاسو سپين زر اؤ سرۀ زر اؤ ستاسو نور هر څيز زيات شى، ۱۴نو دا خبره يقينى کړئ چې تاسو مغرُوره نۀ شئ اؤ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هېر نۀ کړئ چې هغۀ تاسو د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غُلامان وئ. ۱۵هغۀ تاسو د هغه لوئ اؤ يروُونکى بيابان په لاره بوتلئ چرته چې زهرژن ماران اؤ لړمان وُو. په هغه خُشکه اؤ تږې زمکه کښې هغۀ ستاسو د پاره د سختې تيګې نه اوبۀ روانې کړې. ۱۶په بيابان کښې د خوراک د پاره هغۀ تاسو له من درکړل، هغه خوراک چې ستاسو پلار‌نيکۀ هيڅ کله نۀ وو خوړلے. هغۀ په تاسو سختۍ راولېږلې چې تاسو وآزمائى، نو چې داسې په آخِر کښې ستاسو هر څۀ سم شى. ۱۷پام کوئ چې تاسو په خپل زړۀ کښې دا ونۀ وايئ چې په خپل طاقت اؤ قُوت سره تاسو خپل ځانُونه مالداره کړى دى. ۱۸ياد لرئ دا مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے چې هغۀ تاسو له د مالداره کېدو طاقت درکړے دے. هغه ځکه دا کوى چې هغه تر نن ورځ پورې وفادار دے چې په هغه تړون باندې ودرېږئ کُوم چې هغۀ ستاسو پلار‌نيکۀ سره کړے وو. ۱۹هيڅ کله مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک مۀ هېروئ اؤ نۀ چې نورو معبُودانو ته واوړئ چې د هغوئ عِبادت اؤ خِدمت وکړئ. کۀ تاسو داسې وکړل، نو زۀ نن تاسو له خبردارے درکوم چې بې‌شکه تاسو به تباه شئ. ۲۰کۀ چرې تاسو د مالِک خُدائ فرمانبردارى ونۀ کړئ، نو د هغه قومُونو په شان به تاسو تباه شئ کُوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مخ په وړاندې تلو سره تباه کوى.