د ګردان کِتاب

شپږم باب

لوئ حُکم

۱دا ټول هغه حُکمونه دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ما له حُکم راکړے دے چې تاسو ته يې وښايم. چې په هغه وطن کښې پرې عمل کوئ چې تاسو ورننه وځئ اؤ قبضه پرې کوئ. ۲اؤ چې تر کُومې پورې تاسو، ستاسو بچى اؤ ستاسو نمسى ژوندى وى نو د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه خامخا يرېږئ. کۀ تاسو د هغۀ په ټول قانُون عمل وکړو کُوم چې زۀ تاسو له درکوم نو په هغه وطن کښې به ستاسو عُمر زيات شى. ۳اے اِسرائيليانو، غوږ شئ! اؤ په دې حُکمُونو باندې عمل کوئ نو ستاسو هر کار به سم وى اؤ په هغه وطن کښې به مو ډېر اولاد پېدا شى چې زرخېز اؤ آباد دے، لکه څنګه چې مالِک خُدائ، ستاسو د پلار‌نيکۀ خُدائ پاک، تاسو سره وعده کړې ده. ۴اے اِسرائيليانو! واورئ :  مالِک خُدائ زمُونږ خُدائ پاک دے، مالِک خُدائ يو دے. ۵مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک سره د زړۀ د اِخلاصه، د خپل ټول رُوح سره اؤ د خپل ټول طاقت سره مينه کوئ. ۶کُوم حُکمونه چې درکوم نو هغه په ياده ياد کړئ. ۷خپلو بچو ته دا بيا بيا وريادوئ. کۀ په کور کښې ناست يئ يا په لاره روان يئ، چې څملئ يا پاڅئ، نو د دې په باره کښې د هغوئ سره خبرې کوئ. ۸دا په خپلو مټو اؤ په خپلو تندو باندې وتړئ چې ستاسو د پاره د يادېدو د نښې په شان وى. ۹دا د خپلو کورُونو په چوکاټُونو اؤ په خپلو دروازو باندې وليکئ.

د نافرمانۍ خبردارے

۱۰لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو پلار‌نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق اؤ يعقُوب سره لوظ کړے دے، هغه به تاسو له لوئ لوئ اؤ ښائسته ښارونه درکړى کُوم چې تاسو نۀ وى جوړ کړى. ۱۱کورُونه به مو د ښو ښو څيزُونو نه ډک وى چې کُوم تاسو په کښې ايښى نۀ وى اؤ هلته به کُوهى وى چې تاسو کنستلى نۀ وى اؤ د انګُورو اؤ زيتُونو باغُونه به وى چې تاسو کَرلى نۀ وى. کله چې مالِک خُدائ تاسو دې وطن ته راولى اؤ د خوراک د پاره څۀ غواړئ نو هغه هر څۀ به تاسو ته ملاوېږى، ۱۲نو پام کوئ چې مالِک خُدائ هېر نۀ کړئ کُوم چې تاسو د مِصر وطن نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غُلامان وئ. ۱۳مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، صِرف د هغۀ عِبادت کوئ اؤ صِرف د هغۀ په نُوم قسم خورئ. ۱۴د نورو معبُودانو عِبادت مۀ کوئ، د هغه خلقو د معبُودانو کُوم چې ستاسو په خوا اؤ شا کښې وى. ۱۵ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کُوم چې تاسو سره اوسېږى، هغه يو غېرتى خُدائ پاک دے. د هغۀ غضب به په تاسو راشى اؤ هغه به د زمکې مخ نه تاسو ورک کړى. ۱۶د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک آزمېښت مۀ اخلئ، لکه څنګه چې تاسو هغه په مَسه کښې وآزمائيلو. ۱۷پام کوئ چې د هغۀ په ټول قانُون عمل کوئ کُوم چې هغۀ تاسو له درکړے دے. ۱۸د مالِک خُدائ په نظر کښې چې څۀ صحيح اؤ ښۀ وى نو هم هغه کوئ، نو ستاسو هر يو کار به سم وى. تاسو به هغه آبادې زمکې ته ورننه وځئ اؤ ستاسو به شى چې مالِک خُدائ ستاسو پلار‌نيکۀ سره د هغې وعده کړې ده، ۱۹اؤ لکه چې هغۀ څنګه وعده کړې ده، تاسو به خپل دُښمنان د هغه ځائ نه وشړئ. ۲۰په راتلُونکى زمانه کښې کله چې بچى درنه تپوس کوى چې مالِک خُدائ زمُونږ خُدائ پاک د دې ټول قانُون د منلو حُکم مُونږ له ولې راکړے دے؟ ۲۱نو هغوئ ته ووايئ چې مُونږ د مِصر د بادشاه غُلامان وُو اؤ مالِک خُدائ د خپل لوئ طاقت سره مُونږ بچ کړُو. ۲۲مُونږ په خپلو سترګو وليدل چې هغۀ مِصريانو، د هغوئ بادشاه اؤ د هغۀ ټولو آفسرانو ته خپلې مُعجزې اؤ يروُونکى کارُونه وښودل. ۲۳هغۀ مُونږ د مِصر نه آزاد کړُو چې دلته مو راولى اؤ دا وطن راکړى، لکه چې څنګه هغۀ زمُونږ پلار‌نيکۀ سره وعده کړې وه. ۲۴بيا مالِک خُدائ زمُونږ خُدائ پاک مُونږ ته حُکم وکړو چې د هغۀ په ټول قانُون به عمل کوُو اؤ د هغۀ درناوے به کوُو. کۀ مُونږ داسې وکړل نو زمُونږ قوم به همېشه د هغۀ د نظر لاندې وى اؤ کاميابى به زمُونږه وى. ۲۵کۀ مُونږ په وفادارۍ سره په هغه هر څۀ عمل وکړُو چې خُدائ پاک يې مُونږ ته حُکم کړے دے، نو هغه به زمُونږ نه رضا وى.