د ګردان کِتاب

پنځم باب

د شريعت لس حُکمونه

د هِجرت کِتاب ۲۰ :  ۱‏-۱۷

۱مُوسىٰ ټول بنى اِسرائيل راغونډ کړل اؤ هغوئ ته يې ووئيل، ”اے اِسرائيليانو! دې قانُون ته غوږ ونيسئ کُوم چې نن زۀ تاسو له درکوم. دا ايزده کړئ اؤ وګورئ چې خامخا به ورباندې عمل وکړئ. ۲د سينا په غرۀ باندې مالِک خُدائ زمُونږ خُدائ پاک يو تړون وکړو، ۳هغه تړون نۀ صِرف زمُونږ د پلار‌نيکۀ سره وو، بلکې زمُونږ ټولو سره وو کُوم چې نن ژوندى يُو. ۴خُدائ پاک هلته په غرۀ باندې د اور نه تاسو سره مخامخ خبرې وکړې. ۵په هغه وخت کښې زۀ ستاسو اؤ مالِک خُدائ په مېنځ کښې د مېنځګړى په شان د دې د پاره ولاړ وم چې هغه څۀ ووائى نو زۀ به يې تاسو ته ووايم، ځکه چې تاسو د اور نه يرېدئ اؤ غرۀ ته ونۀ ختلې. مالِک خُدائ ووئيل چې، ۶زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غُلامان وئ. ۷زما نه بغېر د نورو معبُودانو عِبادت مۀ کوئ. ۸د ځان د پاره د داسې يو څيز په شکل هم بُتان مۀ جوړوئ چې هغه پاس په آسمان کښې وى يا لاندې په زمکه باندې وى اؤ يا د زمکې د لاندې په اوبو کښې وى. ۹يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ اؤ نۀ يې عِبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو غېرتى خُدائ پاک يم. زۀ د پلار‌نيکۀ د ګُناه سزا د هغوئ اولاد له تر دريم اؤ څلورم نسله پورې ورکوم څوک چې زما نه نفرت کوى. ۱۰خو زۀ د هغه خلقو زرګُونو نسلُونو ته خپله مينه ښايم څوک چې زما سره مينه لرى اؤ زما حُکمونه منى. ۱۱زما نُوم د غلطو مقصدُونو د پاره مۀ اِستعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نُوم بې‌ځايه اخلى. ۱۲د سبت ورځ ياده لرئ اؤ دا مُقدسه وګڼئ، هم هغه شان لکه څنګه چې ما، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک حُکم کړے دے. ۱۳په شپږو ورځو کښې تاسو خپل کار روزګار کوئ. ۱۴خو اوومه ورځ د آرام ورځ ده چې ما ته وقف ده. په هغه ورځ به هيڅ څوک کار نۀ کوى، نۀ تاسو، نۀ ستاسو بچى، نۀ ستاسو غُلامان، نۀ ستاسو ځناور اؤ نۀ هغه مُسافر چې ستاسو په وطن کښې اوسېږى. ستاسو غُلامان به هم هغه شان آرام کوى لکه څنګه چې تاسو کوئ. ۱۵هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غُلامان وئ اؤ ما، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک د خپل لوئ طاقت اؤ قُوت سره آزاد کړئ. نو ځکه زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د سبت ورځ ياده لرئ. ۱۶د خپل پلار اؤ مور عِزت کوئ، لکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکوم، نو ستاسو هر څۀ به سم وى اؤ ستاسو عُمر به په هغه وطن کښې زيات شى کُوم چې زۀ تاسو له درکوم. ۱۷قتل مۀ کوئ. ۱۸زنا مۀ کوئ. ۱۹غلا مۀ کوئ. ۲۰د چا خِلاف د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ. ۲۱د بل سړى د ښځې خواهِش مۀ کوئ، د هغۀ د کور، د هغۀ د زمکې، د هغۀ د نوکرانو، د هغۀ د څاروو، د هغۀ د خرُونو، يا د بل داسې يو شى خواهِش هم مۀ کوئ کُوم چې د هغۀ وى. ۲۲کله چې تاسو د غر سره راغونډ وئ نو دا حُکمونه مالِک خُدائ تاسو ټولو له درکړل. اؤ هغۀ د اور نه اؤ د تکې تورې وريځې نه د يو درُوند آواز سره خبرې وکړې اؤ هم دغه حُکمونه يې درکړل. بيا هغۀ دا د کاڼو په دوه تختو باندې وليکل اؤ ما له يې راکړل.

د خلقو وېره

د هِجرت کِتاب ۲۰ :  ۱۸‏-۲۱

۲۳کله چې ټول غر اور اخستے وو اؤ تاسو د تيارې نه آواز واؤرېدو، نو ستاسو د قبيلو مشران ما له راغلل ۲۴اؤ هغوئ ووئيل چې مالِک خُدائ زمُونږ خُدائ پاک مُونږ ته خپله لوئى اؤ جلال په هغه وخت وښودلو چې د اور نه مو د هغۀ خبرې اؤرېدلې! مُونږ ته نن دا پته ولګېده چې کۀ خُدائ پاک د يو اِنسان سره خبرې وکړى نو هغه اِنسان بيا هم ژوندے پاتې کېدے شى. ۲۵خو مُونږ ولې خپل ځانُونه د مرګ په خطره کښې واچوُو؟ هغه لوئ اور به مُونږ تباه کړى. زمُونږ دا يقين دے کۀ چرې بيا مُونږ د مالِک خُدائ زمُونږ د خُدائ پاک خبرې واؤرېدلې نو مړۀ به شُو. ۲۶داسې يو اِنسان شته څۀ چې هغۀ د اور نه د ژوندى خُدائ پاک خبرې اؤرېدلې وى اؤ بيا هم ژوندے پاتې وى؟ ۲۷مُوسىٰ! واپس لاړ شه اؤ هغه هر څۀ په غور سره واوره څۀ چې مالِک خُدائ زمُونږ خُدائ پاک وائى. بيا واپس راشه اؤ چې هغۀ درته څۀ وئيلى وى نو هغه مُونږ ته ووايه. مُونږ به هغې ته غوږ ونيسُو اؤ عمل به پرې وکړُو. ۲۸کله چې مالِک خُدائ دا واؤرېدل، نو هغۀ ما ته ووئيل، ما د دې خلقو خبرې اؤرېدلې دى اؤ هغوئ بالکل ټيک وائى. ۲۹کاش چې هغوئ همېشه صِرف هم دغه شان اِحساس لرلے! کاش! چې هغوئ همېشه زما درناوے کولے اؤ زما ټول حُکمونه يې منلے، نو چې د هغوئ اؤ د هغوئ د اولاد به همېشه د پاره هر څۀ سم وے. ۳۰لاړ شه اؤ هغوئ ته ووايه چې واپس خپلو خېمو ته راشى. ۳۱خو مُوسىٰ! تۀ، زما سره ايسار شه اؤ زۀ به تا له زما ټول حُکمونه درکړم. هغه بيا خلقو ته وښايه، چې هغوئ په دې باندې په هغه وطن کښې عمل کوى کُوم چې هغوئ له ورکوم. ۳۲اِسرائيليانو! ګورئ چې تاسو هغه هر څۀ وکړئ د کُوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکړے دے. اؤ د دې قانُون نه اخوا دېخوا مۀ اؤړئ. ۳۳په هغه ټولو حُکمُونو عمل کوئ، نو ستاسو هر څۀ به سم وى اؤ په هغه وطن کښې به تاسو ژوند تېروئ د کُوم قبضه کولو له چې تاسو روان يئ.