د ګردان کِتاب

څلورم باب

د حضرت مُوسىٰ بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک د تابعدارۍ نصيحت کول

۱بيا مُوسىٰ خلقو ته ووئيل، ”کۀ تاسو په هغه ټولو حُکمُونو عمل کوئ کُوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ اؤ هغه وطن به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ د ستاسو پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى. ۲زۀ چې تاسو له کُوم حُکم درکړم په هغې کښې مۀ څۀ زياتوئ اؤ مۀ څۀ کموئ. چې ما مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کُوم حُکمونه درکړى دى په هغې عمل کوئ. ۳تاسو په خپله وليدل چې د فعور په غرۀ کښې مالِک خُدائ څۀ وکړل. هغۀ هغوئ ټول تباه کړل چا چې د بعل عِبادت کولو، ۴خو ستاسو هغه کسان چې د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک وفادار وُو، هغوئ تر نن ورځې پورې ژوندى پاتې دى. ۵ما تاسو ته هغه ټول قانُون ښودلے دے، کُوم چې مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما ته ښودلے دے چې تاسو هغه قانُون په هغه وطن کښې پُوره کړئ چې د قبضه کولو د پاره ورباندې حمله کوئ. ۶په وفادارۍ سره په دې عمل کوئ، نو د نورو قومُونو خلقو ته به پته ولګېږى چې تاسو څومره هوښيار خلق يئ. کله چې هغوئ د دې ټول قانُون نه خبر شى، نو هغوئ به ووائى، دا عظيم قوم څومره حِکمت اؤ پوهه لرى! ۷بل داسې يو قوم هم نشته چې هغه هر څومره لوئ وى، چې د هغوئ داسې خُدائ وى چې په ضرُورت کښې ورته دومره نزدې وى لکه څومره چې مالِک خُدائ زمُونږ خُدائ پاک مُونږ ته نزدې دے. مُونږ چې کله هم د مدد د پاره هغۀ ته سوال وکړُو نو هغه زمُونږ سوال قبلوى. ۸بل داسې يو قوم هم نشته چې هغه هر څومره لوئ وى، چې د هغوئ سره داسې د صداقت قانُون وى لکه چې نن ما تاسو ته ښودلے دے. ۹پام کوئ! اؤ دا خبره يقينى کړئ چې تر کُومې پورې تاسو ژوندى يئ نو څۀ چې مو په خپلو سترګو ليدلى دى هغه مۀ هېروئ. خپل بچى اؤ نمسى د هغه ورځې نه خبر کړئ، ۱۰چې تاسو د سينا په غرۀ باندې د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضُور کښې ولاړ وئ، کله چې هغۀ ما ته ووئيل چې خلق راغونډ کړه. زۀ غواړم چې د هغوئ سره خبرې وکړم، نو چې تر کُومې پورې هغوئ ژوندى وى نو زما فرمانبردارى به ايزده کوى اؤ خپلو بچو ته به ښايئ چې هم دغسې کوى. ۱۱چې تاسو څنګه د غرۀ لمنې ته لاړئ اؤ هلته ودرېدئ په کُوم چې اور لګېدلے وو اؤ لمبې يې آسمان ته ختلې اؤ وريځ اؤ تکه توره تيارۀ شوه. ۱۲هغوئ ته ووايئ چې مالِک خُدائ ستاسو سره څنګه د اور نه خبرې وکړې، تاسو څنګه د هغۀ خبرې واؤرېدلې خو د هغۀ صورت مو ونۀ ليدو. ۱۳هغۀ تاسو ته ووئيل چې د هغه تړون پُوره کولو د پاره به څۀ کوئ، تاسو به په هغه لسو حُکمُونو عمل کوئ، کُوم چې د کاڼو په هغه دوه تختو باندې ليکلى وُو. ۱۴مالِک خُدائ ما ته ووئيل چې تاسو ته هغه ټول قانُون وښايم چې په هغې به تاسو په هغه وطن کښې عمل کوئ چې په کُوم باندې تاسو حمله کوئ اؤ قبضه کوئ يې.

د بُت پرستۍ خِلاف خبردارے

۱۵کله چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې د اور نه تاسو سره خبرې وکړې اؤ تاسو د هغۀ صورت ونۀ ليدو، نو خپلې فائدې د پاره پام کوئ چې ۱۶په هر شکل کښې بُت جوړولو په وجه خپل ځانُونه ګُناهګار نۀ کړئ، کۀ هغه شکل د نر وى، يا د ښځې، ۱۷د ځناور يا د مارغۀ، ۱۸د داسې يو ځناور چې په زمکه تلل کوى يا کۀ په اوبو کښې د کب وى. ۱۹په داسې آزمېښت کښې مۀ پرېوزئ چې څۀ په آسمان کښې ګورئ چې د هغې عِبادت يا خِدمت وکړئ، لکه نمر، سپوږمۍ اؤ ستورى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نورو ټولو خلقو ته دا ورکړى دى چې عِبادت يې کوى. ۲۰خو تاسو هغه خلق يئ چې مالِک خُدائ د مِصر نه راوويستلئ چرته چې تاسو د اور په تنور کښې وئ. هغۀ تاسو ځکه راوويستلئ چې هغه تاسو خپل خلق جوړ کړى لکه چې نن تاسو يئ. ۲۱ځکه چې ستاسو په وجه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ما ته غُصه وو اؤ دا قسم يې وخوړو چې تۀ به د اُردن سيند نه پورې نۀ وزې چې هغه آباد وطن ته ننوځې کُوم چې هغه تاسو له درکوى. ۲۲زۀ به په دې وطن کښې مړ شم اؤ هيڅ کله به د سيند نه پورې نۀ وځم، خو هغه وخت نِزدے دے چې تاسو به واوړئ اؤ هغه آباده زمکه به قبضه کړئ. ۲۳پام کوئ! مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې ستاسو سره کُوم تړون کړے دے هغه مۀ هېروئ. د هغۀ حُکم منئ چې يو قِسم بُت هم مۀ جوړوئ ۲۴ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د يو بل شوى اور په شان دے، اؤ غېرتى خُدائ پاک دے. ۲۵تر دې پورې چې تاسو به په هغه وطن کښې تر ډېره وخته پورې يئ اؤ بچى اؤ نمسى به مو پېدا شى، د يو څيز په شکل هم بُت جوړولو په وجه خپل ځانُونه مۀ ګُناهګاروئ. د مالِک خُدائ په نظر کښې دا يو بد عمل دے اؤ د دې په وجه به هغه غُصه شى. ۲۶نن زۀ آسمان اؤ زمکه ستاسو خِلاف ګواهان جوړوم، کۀ تاسو زما نافرمانى وکړئ، نو تاسو به زر د زمکې نه ورک شئ. تاسو به په هغه وطن کښې ډېره موده ژوند ونۀ کړئ کُوم چې د اُردن نه پورې دے اؤ تاسو يې قبضه کوئ. تاسو به تباه شئ. ۲۷مالِک خُدائ به تاسو په نورو قومُونو کښې خوارۀ وارۀ کړى، هلته به صِرف يو څو کسان ستاسو نه ژوندى پاتې شى. ۲۸هلته به تاسو د داسې معبُودانو خِدمت کوئ چې اِنسان جوړ کړى وى، د لرګو اؤ د کاڼو معبُودان، هغه معبُودان چې نۀ ليدل اؤ نۀ اؤرېدل کولے شى، نۀ خوراک اؤ نۀ بويول کولے شى. ۲۹خو کۀ هلته تاسو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ولټوئ اؤ د زړۀ د اِخلاصه اؤ د خپل ټول رُوح سره د هغۀ لټُون وکړئ نو تاسو به هغه ومُومئ. ۳۰کله چې تاسو په تکليف کښې يئ اؤ په تاسو باندې دا هر څۀ تېر شوى وى، نو آخِر به مالِک خُدائ ته راواپس شئ اؤ د هغۀ فرمانبردارى به وکړئ. ۳۱هغه رحم کوُونکے خُدائ پاک دے. هغه به تاسو نۀ پرېږدى اؤ نۀ به مو تباه کوى اؤ هغه به هغه تړون نۀ هېروى چې کُوم هغۀ په خپله ستاسو پلار نيکۀ سره کړے دے. ۳۲تاريخ ته وګورئ! ستاسو د پېدايښت نه مخکښې وخت ته، وروستو د هغې زمانې پورې وګورئ کله چې مالِک خُدائ بنيادم په زمکه پېدا کړو. ټوله دُنيا ولټوئ. د دې په شان لوئ کار مخکښې کله هم شوے دے څۀ؟ آيا مخکښې چا د دې په شان څۀ اؤرېدلى دى؟ ۳۳داسې څۀ خلق شته چې هغوئ د اور نه د يو خُدائ خبرې اؤرېدلې وى اؤ ژوندى پاتې وى لکه ستاسو په شان؟ ۳۴بل خُدائ کله هم دا جُرات کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى اؤ بويے ځى اؤ هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو د پاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت اؤ قُوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې اؤ جنګ راوستلو، مُعجزې اؤ نښې يې وښودلې اؤ يروُونکى کارُونه يې وکړل. ۳۵مالِک خُدائ تاسو ته دا وښودل چې دا ثابِته شى چې يواځې هغه خُدائ پاک دے اؤ بل يو هم نشته. ۳۶هغۀ په تاسو باندې د آسمان نه خپل آواز واؤرېدو چې هغه ستاسو تربيت وکړى، اؤ هغۀ دلته په زمکه باندې په تاسو خپل مُقدس اور وليدلو اؤ د دې نه يې تاسو سره خبرې وکړې. ۳۷ځکه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره مينه کوله، هغۀ تاسو غوره کړئ اؤ د خپل لوئ طاقت سره هغۀ په خپله تاسو د مِصر نه راوويستلئ. ۳۸کله چې تاسو مخ په وړاندې روان وئ، نو هغۀ هغه قومُونه وشړل چې ستاسو نه لوئ اؤ طاقتور وُو، چې هغه تاسو د هغوئ وطن ته راولى اؤ در يې کړى، کُوم وطن چې تر اوسه پورې ستاسو دے. ۳۹نو نن دا خبره ياده ساتئ اؤ هيڅ کله يې مۀ هېروئ :  مالِک خُدائ هغه خُدائ پاک دے چې په آسمان کښې اؤ لاندې په زمکه کښې موجُود دے. بل يو خُدائ هم نشته. ۴۰د هغۀ ټول قانُون ومنئ کُوم چې نن ما تاسو له درکړے دے، نو ستاسو اؤ ستاسو د اولاد به هر کار سم وى. په هغه وطن کښې به اوسېږئ کُوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک همېشه د پاره تاسو له درکوى.“

د اُردن نَمرخاتۀ طرف ته د پناه د پاره ښارونه

۴۱بيا مُوسىٰ د اُردن سيند نَمرخاتۀ طرف ته درې ښارونه بېل کړل. ۴۲کله چې څوک په غلطۍ سره داسې څوک ووژنى چې دُښمنى يې ورسره نۀ وى نو قاتِل به د دې ښارُونو نه يو ښار ته د پناه د پاره وتښتى اؤ خپل ژوند به بچ کړى. ۴۳د لوړې علاقې په بيابان کښې د بصر ښار، د روبين قبيلې د پاره وو، د جِلعاد په علاقې کښې، د رامات ښار د جاد قبيلې د پاره وو، د بسن په علاقه کښې، جولان د منشه قبيلې د پاره وو.

د خُدائ پاک د قانُون په حقله د حضرت مُوسىٰ پېغام ورکول

۴۴مُوسىٰ بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک قانُون اؤ اصُول وښودل. ۴۵دا د هغې نه وروستو وُو چې هغوئ د مِصر نه راوتلى وُو اؤ هغوئ د اُردن سيند په نَمرخاتۀ طرف، بيت فعور ښار ته مخامخ په مېدان کښې وُو، چې هغوئ له يې دا قانُون ورکړو. دا په هغه علاقه کښې وُو کُومه چې د امورى بادشاه سيحون وه، هغۀ د حسبون په ښار کښې بادشاهى کوله. مُوسىٰ اؤ بنى اِسرائيل چې کله د مِصر نه راووتل نو هغۀ له يې شکست ورکړو. ۴۷هغوئ د هغۀ اؤ د بسن بادشاه عوج په وطن قبضه وکړه، دا د اموريانو بل بادشاه وو چې د اُردن نَمرخاتۀ طرف ته اوسېدو. ۴۸دا وطن د ارنون سيند په غاړه، د عروعير ښار نه واخله، د سِريون غرۀ پورې خور وو، کُوم چې حرمون دے. ۴۹په دې کښې هغه ټوله علاقه هم شامِله وه چې د اُردن سيند نَمرخاتۀ طرف ته د مالګې درياب پورې وه اؤ د پِسګه د غرۀ تر لمنى پورې وه.