د ګردان کِتاب

څلوردېرشم باب

د حضرت مُوسىٰ په حق رسېدل

۱بيا مُوسىٰ د موآب د مېدانُونو نه د نبُو غرۀ ته وختلو، يعنې د پِسګه غر سر ته چې يريحو ته مخامخ دے، اؤ هلته مالِک خُدائ هغۀ ته هغه ټول وطن وښودلو :  د دان ښار پورې د جِلعاد علاقه يې ورته وښودله، ۲د نفتالى ټوله علاقه، د اِفرائيم اؤ منشه علاقې، د مديتران سيند پورې د يهُوداه علاقه، ۳د صحرا برخه، اؤ هغه مېدان چې د ضُعر نه د يريحو پورې رسېږى، چې د کهجُورو د ونو ښار دے. ۴بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”دا هغه وطن دے چې ما د دې وعده د اِبراهيم، اِسحاق اؤ يعقُوب سره کړې ده چې د هغوئ اولاد له به يې ورکوم. ما د دې کتلو ته پرېښودې خو هلته تلو ته به دې نۀ پرېږدم.“ ۵نو چې څنګه مالِک خُدائ وئيلى وُو چې مُوسىٰ د مالِک خُدائ خِدمت کوُونکے به د موآب په وطن کښې مرى نو هم هغسې وشول. ۶نو هغۀ هغه د بيت فعور ښار ته مخامخ د موآب په وطن کښې په يو مېدان کښې ښخ کړو، خو تر ننه پورې د هغۀ د ښخېدو صحيح ځائ پته هيچا ته نشته. ۷مُوسىٰ د يو سل اؤ شلو کالو په عُمر کښې وفات شو، هغه په هغه وخت هم د مخکښې په شان تکړه وو اؤ د هغۀ د سترګو نظر ټيک وو. ۸بنى اِسرائيل دېرش ورځې د موآب په مېدانُونو کښې په هغۀ پسې غمژن وُو، ۹د نون زوئ يشوَع د اِلهامى حِکمت نه ډک شو، ځکه چې مُوسىٰ هغه مُقرر کړے وو چې د هغۀ په ځائ کار کوى. بنى اِسرائيلو د يشوَع تابعدارى وکړه اؤ هغه حُکمونه يې پُوره کړل چې مالِک خُدائ د مُوسىٰ په ذريعه هغوئ له ورکړى وُو. ۱۰نو په اِسرائيليانو کښې هيڅ کله د مُوسىٰ په شان پېغمبر نۀ دے پېدا شوے، چې مالِک خُدائ مخامخ د هغۀ سره خبرې وکړې، ۱۱په ټولو اِسرائيليانو کښې د مُوسىٰ په شان بل يو پېغمبر نۀ هم وو چې په مِصر کښې د فِرعون، د هغۀ د ټولو درباريانو اؤ د هغۀ د ټول وطن خِلاف داسې مُعجزې اؤ عجيبه عجيبه کارُونه وکړى. ۱۲بل يو پېغمبر هم داسې لوئ لوئ اؤ يروُونکى کارُونه نۀ دى کړى لکه چې مُوسىٰ د ټولو اِسرائيليانو په وړاندې وکړل.