د ګردان کِتاب

دري دېرشم باب

د حضرت مُوسىٰ بنى اِسرائيلو د پاره برکت غوښتل

۱دا هغه برکتُونه دى چې د خُدائ پاک پېغمبر مُوسىٰ يې د خپل مرګ نه مخکښې د بنى اِسرائيلو د پاره اِعلان وکړو.

۲هغۀ ووئيل :  ”مالِک خُدائ د سينا غر نه راغلو،

هغه په ادوم باندې د نمر په شان راوختلو

اؤ د فاران غر نه په خپلو خلقو باندې وځلېدو.

لس زره فرِښتې د هغۀ سره وې،

اؤ په ښى لاس کښې يې د اور لمبه وه.

۳مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره مينه کوى

اؤ د هغه خلقو ساتنه کوى څوک چې د هغۀ وى.

نو مُونږ په هغۀ پسې روان يُو

اؤ د هغۀ حُکمونه منُو.

۴د هغۀ قانُون منُو چې مُوسىٰ مُونږ له راکړے دے،

چې دا زمُونږ د قوم د ټولو نه قيمتى سرمايه ده.

۵مالِک خُدائ د خپلو خلقو اِسرائيليانو بادشاه شو

کله چې د هغوئ قبيلې اؤ مشران يو ځائ راغونډ وُو.“

۶مُوسىٰ د روبين قبيلې په باره کښې داسې ووئيل : 

”روبين دې ژوندے وى اؤ هيڅ کله دې نۀ مرى،

اګرچې د هغوئ خلق لږ دى.“

۷د يهُوداه قبيلې په باره کښې هغۀ ووئيل : 

”مالِکه خُدايه! د مدد د پاره د هغوئ چغې واوره،

هغوئ يو ځل بيا د نورو قبيلو سره يو مُوټے کړه.

مالِکه خُدايه! د هغوئ د پاره وجنګېږه،

اؤ د هغوئ د دُښمنانو خِلاف د هغوئ مدد وکړه.“

۸د ليوى قبيلې په باره کښې هغۀ ووئيل : 

”مالِکه خُدايه! تۀ خپله رضا د اُوريم اؤ تميم په ذريعه څرګندوى

د خپلو وفادارو خِدمت‌ګارانو، ليويانو په ذريعه،

هغوئ تا په مسه کښې وآزمائيل

اؤ د مريبه چينو سره دې رېښتُونى ثابت کړل.

۹هغوئ تا ته د مور پلار، وړُونو اؤ بچو نه هم زياته وفادارى وښودله.

هغوئ ستا حُکمونه ومنل

اؤ هغوئ ستا د تړون وفادار وُو.

۱۰هغوئ به ستا خلقو ته وښائى چې ستا د قانُون تابعدارى وکړى،

هغوئ به ستا په قُربان‌ګاه باندې قُربانۍ پېش کړى.

۱۱مالِکه خُدايه! د هغوئ د قبيلې مدد وکړه چې تکړه شى،

د هغوئ د کارُونو نه خوشحاله شه.

د هغوئ دُښمنان ختم کړه،

اؤ هغوئ مۀ پرېږده چې بيا سر راپورته کړى.“

۱۲د بنيامين قبيلې په باره کښې هغۀ ووئيل : 

”دا هغه قبيله ده چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوى اؤ ساتنه يې کوى،

هغه ټوله ورځ د هغوئ حِفاظت کوى،

اؤ هغه د هغوئ په مېنځ کښې اوسېږى.“

۱۳د يُوسف قبيلې په باره کښې هغۀ ووئيل : 

”مالِک خُدائ دې د باران سره د هغوئ وطن له برکت ورکړى

اؤ لاندې د زمکې نه د اوبو برکت ورکړى.

۱۴مالِک خُدائ دې د هغوئ وطن له په نمر پَخو شوو مېوو سره برکت ورکړى،

د هغوئ وطن دې د هر مُوسم د ډېرو ښو مېوو سره ښۀ کړى.

۱۵د هغوئ پخوانى غرُونه دې د ښو مېوو په ونو باندې شنۀ شى.

۱۶د هغوئ وطن دې د ټولو نعمتُونو نه ډک شى،

مالِک خُدائ دې د خپل خېر سره هغوئ له برکت ورکړى،

هغۀ د سوزېدُونکې بُوټى نه خبرې وکړې.

دا برکتُونه دې د يُوسف په قبيله باندې نازل شى،

ځکه چې هغه د خپلو وړُونو نه اُوچت وو.

۱۷يُوسف د غوَيى په شان طاقت لرى،

د ځنګلى غوَيى د ښکرو په شان دے.

د هغۀ ښکرُونه د منشه زرګُونو خلق دى

اؤ د اِفرائيم لس زرګُونه خلق دى.

د دې ښکرو سره هغه قومُونه وهى

اؤ د دُنيا آخرى سرُونو ته يې رسوى.“

۱۸د زبولون اؤ يساکار قبيلو په باره کښې هغۀ ووئيل : 

”زبولون دې په سمندرى کاروبار کښې مالداره شى،

اؤ د يساکار دولت دې په کور کښې زيات شى.

۱۹هغوئ مُسافر خپلو غرُونو ته رابلى

اؤ هلته صحيح قُربانۍ پېش کوى.

هغوئ ته د آباد سمندر نه دولت ملاوېږى

اؤ د شګو نه ورته پټه خزانه ملاوېږى.“

۲۰د جاد قبيلې په باره کښې هغۀ ووئيل : 

”د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، چا چې د هغوئ علاقه لويه کړه.

جاد د زمرى په شان اِنتظار کوى

چې د ښکار مټ اؤ کوپړۍ غوڅه کړى.

۲۱هغوئ د ځان د پاره د ټولو نه ښه زمکه واخستله،

د يو مشر برخه د هغوئ په حواله شوه.

هغوئ د مالِک خُدائ حُکمونه اؤ قانُون ومنلو

کله چې د اِسرائيليانو مشران يو ځائ راغونډ وُو.“

۲۲د دان قبيلې په باره کښې هغۀ ووئيل : 

”دان د يو ځوان زمرى په شان دے،

چې د بسن نه ټوپ وهى.“

۲۳د نفتالى قبيلې په باره کښې هغۀ ووئيل : 

”د نفتالى سره د مالِک خُدائ د نېکۍ ډېر برکت دے،

د هغوئ وطن به په جنُوب کښې د ګليل ډنډ پورې رسېږى.“

۲۴د آشر قبيلې په باره کښې هغۀ ووئيل : 

”آشر ته د نورو قبيلو نه زيات برکت ورکړے شوے دے.

هغه به په خپلو وړُونو کښې د ټولو نه ګران وى،

اؤ د زيتُونو ونې به د هغۀ په وطن کښې ښې ډېرې وى.

۲۵د هغۀ د ښارُونو دې د اوسپنې په دروازو سره حِفاظت وشى،

اؤ هغه دې همېشه په آمن کښې ژوند تېروى.“

۲۶اے اِسرائيليانو! ستاسو د خُدائ پاک په شان خُدائ نشته،

د خپل شان سره هغه پاس په آسمان کښې دے،

ستاسو د مدد د پاره هغه په وريځو سور راځى.

۲۷خُدائ پاک همېشه ستاسو د حِفاظت ځائ دے،

د هغۀ ابدى قُوت به ستاسو مدد کوى.

تاسو چې مخ په وړاندې ځئ نو هغه ستاسو دُښمنان شړى،

اؤ تاسو ته يې ووئيل چې هغوئ ټول تباه کړئ.

۲۸نو د يعقُوب اولاده! په آمن سره اوسېږئ،

په هغه وطن کښې په حِفاظت کښې اوسئ چې د غلې اؤ د انګُورو د شرابو نه ډک دے،

چرته چې د آسمان نه پرخه زمکه اوبۀ کوى.

۲۹اِسرائيليانو! تاسو څومره خوشحاله يئ.

ستاسو په شان هيڅ څوک هم نشته،

يو داسې قوم چې مالِک خُدائ خلاصُون ورکړے دے.

مالِک خُدائ په خپله ستاسو ډال اؤ ستاسو تُوره دے،

چې ستاسو حِفاظت وکړى اؤ تاسو له فتح درکړى.

ستاسو دُښمنان به راشى اؤ د رحم د پاره به سوال کوى،

اؤ تاسو به هغوئ د خپو لاندې کړئ.