د ګردان کِتاب

دوه دېرشم باب

۱”اے آسمانُونو! ما ته غوږ کېږدئ اؤ زۀ به خبرې وکړم،

اے زمکې زما د خُلې خبرې واوره.

۲زما تعليمات به د باران په شان راپرېوزى،

اؤ زما پېغام به د پرخې په شان راکُوزېږى.

پرېږده چې زما خبرې په تازه واښو باندې د باران په شان راپرېوزى،

اؤ چې د نرى باران په شان په شنو بُوټو باندې وورېږى.

۳زۀ به د مالِک خُدائ د نُوم بيان وکړم،

زمُونږ د خُدائ پاک لوئى بيان کړئ.

۴مالِک خُدائ طاقتور ساتُونکے دے،

د هغۀ کارُونه مُکمل دى اؤ د هغۀ هر کار د اِنصاف دے،

ستاسو خُدائ پاک وفادار اؤ رېښتُونے دے،

هغه صادق اؤ د اِنصاف کوونکے دے.

۵خو تاسو بې‌وفا يئ اؤ د دې لائق نۀ يئ چې د هغۀ خلق شئ،

تاسو ګُناهګار اؤ دهوکه باز قوم يئ.

۶تاسو د مالِک خُدائ سره داسې کوئ،

اے کم‌عقلو اؤ بې‌شعُوره خلقو!

هغه ستاسو پلار دے، هغه ستاسو خالِق دے،

هغۀ تاسو جوړ کړئ اؤ آباد يې کړئ.

۷تاريخ ته وګورئ، هغه وخت چې پخوا تېر شوے دے،

د خپل پلار نيکۀ نه تپوس وکړئ نو هغه به درته ووائى چې څۀ شوى وُو،

د خپلو مشرانو نه تپوس وکړئ، هغوئ به مو د تېرې زمانې نه خبر کړى.

۸خُدائ تعالٰى قومُونو له خپل خپل ميراث ورکړو،

کله چې هغۀ فېصله وکړه چې قومُونه به په کُوم کُوم ځائ کښې اوسېږى.

چې هر يو قوم د خپل هغه معبُود سره اوسېږى چې هغۀ ورله خوښ کړے وى،

۹خو د يعقُوب اولاد هغۀ د خپل ځان د پاره خوښ کړو. ۱۰هغۀ هغوئ په بيابان کښې پېدا کړل چې سرګردانه ګرځېدل،

چې يوه خوشے اؤ وچه صحرا وه.

هغۀ هغوئ بچ کړل اؤ پام يې ورباندې وکړو،

لکه چې هغه يې د سترګو تور وى.

۱۱لکه چې يو باز خپل بچى ته د الوتلو چل ښائى،

اؤ په حِفاظت سره يې په خورو وزرو کښې نيسى،

مالِک خُدائ بنى اِسرائيل د غورزېدو نه وساتل.

۱۲يواځې مالِک خُدائ د خپلو خلقو لارښودنه وکړه

د هغۀ سره د پردى خُدائ مدد نۀ وو.

۱۳هغۀ دا موقع ورکړه چې په اُوچتو وطنُونو حکومت وکړى،

اؤ هغوئ له يې د پټو د فصلُونو خوراک ورکړو

په هغوئ يې د يو ګټ نه شات وخوړل،

د کاڼى په شان سختې زمکې نه يې د زيتُونو تېل ورکړل.

۱۴د رَمو نه يې ماستۀ اؤ پئ اؤ څاربه ګډُورى اؤ چېلى ورکړل،

د بسن ګډُورى اؤ د ښو اوړو غنم يې ورکړل.

د انګُورو رس نه تاسو شراب وڅښل.

۱۵د مالِک خُدائ خلق مالداره شول، خو سرکشه وُو،

هغوئ څاربه اؤ په خوراک ماړۀ وُو.

هغوئ خُدائ پاک خپل خالِق پرېښودو

هغوئ د خپل طاقتور خلاصوُونکى نه مُنکر شول.

۱۶د هغوئ بُت پرستۍ د مالِک خُدائ غېرت رابېدار کړو،

د هغوئ بد عمل هغه په قهر کړو.

۱۷هغوئ پېريانو ته قُربانۍ وکړې اؤ خُدائ پاک ته يې ونۀ کړې،

هغه خُدايان چې هغوئ نۀ دى پېژندلى،

هغه خُدايان چې اوس اوس راوتلى دى چې ستاسو پلار نيکۀ د دې نه هيڅ کله نۀ دى يرېدلى،

۱۸هغوئ خپل خُدائ پاک خپل خلاصوُونکے هېر کړو،

چا چې هغوئ له ژوند ورکړے وو.

۱۹کله چې مالِک خُدائ دا وليدل، هغه په قهر وو

اؤ د خپلو زامنو اؤ لُوڼو نه مُنکر شو.

۲۰هغۀ ووئيل، ”زۀ به د هغوئ نه مخ واړوم،

بيا به زۀ وګورم چې په هغوئ باندې څۀ کېږى،

ځکه چې هغه يو ضدى نسل دے، څوک چې بې‌وفا دى.

۲۱د خپلو غلطو بُتانو په وجه هغوئ زۀ په قهر کړے يم،

د بې‌کاره معبُودانو په وجه هغوئ زما غېرت راپارولے دے،

زۀ به هغوئ د هغه خلقو په وجه په حسد کړم څوک چې خلق نۀ دى.

نو زۀ به د يو کم عقل قوم په ذريعه هغوئ په قهر کړم،

۲۲زما قهر به د اور په شان لمبې ووهى

اؤ په زمکه باندې هر څيز به وسوزوى.

دا به لاندې دُنيا ته ورسېږى

اؤ د غرُونو بېخُونه به تباه کړى.

۲۳زۀ به په هغوئ باندې نه ختمېدُونکى آفتُونه راولم

اؤ د هغوئ خِلاف به خپل ټول غشى اِستعمال کړم.

۲۴هغوئ به د لوږې اؤ تبې نه مړۀ شى،

هغوئ به په دې سختو وباګانو مړۀ شى.

زۀ به ځنګلى ځناور ورولېږم چې په هغوئ حمله وکړى،

اؤ زهرژن ماران به ورولېږم چې هغوئ وچيچى.

۲۵د جنګ په وجه به په کُوڅو کښې مړى پراتۀ وى،

په کورُونو کښې به يره وى.

پېغلې اؤ ځوانان به مړۀ شى،

نۀ به ماشُومان اؤ نۀ به سپين‌ګيرى بچ شى.

۲۶ما به هغوئ بېخى تباه کړى وى،

نو هيڅ څوک به هغوئ نۀ يادوى.

۲۷خو د هغوئ دُښمنان ما داسې لافو وهلو ته پرې نۀ ښودل

چې هغوئ زما خلقو له شکست ورکړے وے،

ځکه چې هغوئ ما په خپله ختم کړى دى.“

۲۸اِسرائيل يو داسې قوم دے چې شعُور نۀ لرى،

هغوئ بېخى عقل نۀ لرى.

۲۹کۀ هغوئ هوښيار وے اؤ په دې باندې پوهېدلے،

اؤ کۀ چې هغوئ په خپل انجام باندې پوهه شى.

۳۰ولې زرو کسانو د يو کس نه شکست وخوړو،

اؤ ولې لسو زرو صِرف دوه کسانو نه شکست وخوړو؟

مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک، هغوئ پرېښى دى،

خُدائ تعالٰى د هغوئ نه مخ اړولے دے.

۳۱د هغوئ دُښمنانو ته پته ده چې د هغوئ معبُودان کمزورى دى،

د اِسرائيليانو د خُدائ پاک په شان طاقتور نۀ دى.

۳۲د هغوئ دُښمنان د صُدوم اؤ عُموره په شان خراب شوى دى،

هغوئ د داسې باغُونو په شان دى چې تراخۀ اؤ زهرژن انګُور نيسى،

۳۳د داسې شرابو په شان چې د مارانو د زهرو نه جوړ وى.

۳۴د مالِک خُدائ په ياد دى چې د هغوئ دُښمنانو څۀ کړى دى،

هغه د صحيح وخت اِنتظار کوى چې هغوئ له سزا ورکړى.

۳۵مالِک خُدائ به بدله واخلى اؤ هغوئ له به سزا ورکړى،

هغه وخت به راشى چې هغوئ راوغورزېږى،

د هغوئ د تباهۍ ورځ نزدې ده.

۳۶مالِک خُدائ به خپل خلق بچ کړى

کله چې هغه ووينى چې د هغوئ طاقت ختم شو.

هغه به په هغوئ رحم وکړى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى،

کله چې وګورى چې هغوئ څومره بې‌مددګاره دى.

۳۷نو مالِک خُدائ به د خپلو خلقو نه تپوس وکړى،

هغه تکړه معبُودان چرته دى چې تاسو پرې يقين لرلو؟

۳۸تاسو د خوراک د پاره هغوئ له د خپلو قربانو وازګه ورکوله

اؤ د څښلو د پاره مو ورته شراب پېش کول.

اوس پرېږدئ چې هغوئ راشى اؤ ستاسو مدد وکړى،

پرېږدئ چې هغوئ ستاسو بچ کولو د پاره رامنډه کړى.

۳۹زۀ اؤ يواځې زۀ خُدائ پاک يم،

بل يو هم حقيقى خُدائ نشته.

زۀ مړۀ کول اؤ ژوندى کول کوم، زۀ زخمى کول اؤ روغول کوم،

اؤ هيڅ څوک زما د کارُونو مُخالفت نۀ شى کولے.

۴۰څنګه چې په حقيقت سره زۀ ژوندے خُدائ پاک يم،

زۀ خپل لاس اُوچتوم اؤ زۀ قسم خورم

۴۱چې زۀ به خپله ځلېدُونکې تُوره تېره کړم

اؤ وبه ګورم چې اِنصاف وشو.

زۀ به د خپلو دُښمنانو نه بدل واخلم

اؤ هغوئ له به سزا ورکړم چې څوک زما نه نفرت کوى.

۴۲زما غشى به د هغوئ په وينه کښې ډُوب شى،

اؤ زما تُوره به هغه ټول ووژنى څوک چې زما مُخالفت کوى.

څوک چې زما خِلاف جنګ کوى زۀ هغه يو کس هم نۀ پريږدم.

تر دې پورې چې زخميان اؤ قېديان به هم مړۀ شى.

۴۳قومُونو! تاسو د مالِک خُدائ د خلقو صِفت وکړئ،

مالِک خُدائ هغه هر چا له سزا ورکوى چې څوک هغوئ ووژنى.

هغه د خپلو دُښمنانو نه بدله اخلى

اؤ د خپلو خلقو د زمکې کفاره ادا کوى.“

۴۴مُوسىٰ اؤ د نون زوئ يشوَع د دې حمد ټولې خبرې بيان کړې، د دې د پاره چې د اِسرائيلو خلق يې واورى.

د حضرت مُوسىٰ وصيت

۴۵کله چې مُوسىٰ د خُدائ پاک خبرې د خلقو سره ختمې کړې، ۴۶هغۀ دا هم ووئيل :  ”ما چې نن کُومې خبرې تاسو سره کړى دى دا ټولې په زړۀ کښې واچوئ. د يو حُکم په توګه يې خپلو بچو ته وښايئ چې هغوئ د دې نصيحتُونو هره خبره ومنى. ۴۷دا د لار ښودنې هسې تشې خبرې نۀ دى، دا ستاسو د ژوند خبرې دى. دا ومنئ نو تاسو به په هغه وطن کښې ډېره موده تېره کړئ چې د اُردن سيند نه پورې دے اؤ تاسو يې قبضه کوئ.“ ۴۸هم په هغه ورځ مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۴۹”د موآب په وطن کښې د عباريم غرُونو ته لاړ شه چې د يريحو ښار ته مخامخ دے، د نبُو غرۀ ته وخېژه اؤ د کنعان وطن ته وګوره کُوم چې زۀ اِسرائيليانو له ورکوم. ۵۰تۀ به په هغه غر باندې مړ شې لکه څنګه چې ستا ورور هارُون د حُور په غرۀ باندې مړ شوے وو، ۵۱ځکه چې د بنى اِسرائيلو په مخکښې تاسو دواړو زما سره بې وفائى وکړه. کله چې تاسو د صين په صحرا کښې چې د قادِس ښار سره نزدې دے، د مريبه د چينو سره وئ، نو د خلقو په مخکښې تاسو زما سپکاوے وکړو. ۵۲تاسو به د يو لرې ځائ نه هغه وطن وګورئ، خو تاسو به هغه وطن ته ورننه نۀ وځئ کُوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.“