د ګردان کِتاب

يودېرشم باب

د حضرت يشوَع د حضرت مُوسىٰ په ځائ کار کول

۱نو مُوسىٰ د اِسرائيليانو سره خپلې خبرې جارى وساتلې، ۲اؤ وې وئيل چې، ”زۀ اوس د يو سل شلو کالو يم اؤ زۀ نور ستاسو د مشرۍ جوګه نۀ يم. اؤ مالِک خُدائ ما ته دا هم وئيلى دى چې زۀ به د اُردن نه پورې نۀ ووځم. ۳مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله ستاسو نه مخکښې پورې وځى اؤ هغه قومُونه به تباه کړى چې هلته اوسېږى، نو تاسو به د هغوئ وطن قبضه کړئ، اؤ يشوَع به ستاسو مشر وى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ وئيلى دى. ۴مالِک خُدائ به هغه خلق هغه شان تباه کړى، لکه څنګه چې هغۀ د اموريانو بادشاهان سيحون اؤ عوج تباه کړى وُو اؤ د هغوئ وطن يې تباه کړو. ۵مالِک خُدائ به تاسو له په هغوئ باندې فتح درکړى اؤ تاسو به د هغوئ سره خامخا هم هغه شان کار کوئ لکه څنګه چې ما درته وئيلى دى. ۶تکړه اؤ زړَور اوسئ. د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله ستاسو سره وى. هغه به تاسو نۀ ناکامه کوى اؤ نۀ به مو پرېږدى.“ ۷بيا مُوسىٰ يشوَع راوغوښتلو اؤ د ټولو اِسرائيليانو په مخکښې يې هغۀ ته ووئيل، ”تکړه اؤ زړَور اوسه، تۀ هغه کس يې چې د دې خلقو راهنمائى به کوې چې هغه وطن قبضه کړى چې مالِک خُدائ يې د هغوئ پلار‌نيکۀ سره وعده کړې ده. ۸مالِک خُدائ به په خپله ستاسو لارښودنه کوى اؤ هغه به ستاسو سره وى. هغه به تاسو نۀ ناکامه کوى اؤ نۀ به مو پرېږدى، نو يرېږئ مه اؤ حوصله مۀ بائيلئ.“

په هر اوؤم کال د شريعت لوستل

۹نو مُوسىٰ د خُدائ پاک قانُون وليکلو اؤ دا يې هغه ليوى اِمامانو، کُومو چې د مالِک خُدائ تړون صندُوق وړلو اؤ د اِسرائيليانو مشرانو له ورکړو. ۱۰هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو، ”د هر اوؤم کال په آخِر کښې يعنې کله چې د قرضُونو د معاف کولو کال راځى، نو د جُونګړو په اختر کښې دا په اُوچت آواز سره وايئ. ۱۱دا ټولو اِسرائيليانو ته وايئ کله چې هغوئ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د عِبادت د پاره، د عِبادت هغه يو ځائ ته راشى. ۱۲سړى، ښځې، ماشُومان اؤ مُسافر چې ستاسو په ښارُونو کښې اوسېږى، دا ټول راوغواړه، چې هغوئ دا واورى اؤ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه يرېدل ايزده کړى اؤ چې د هغۀ د قانُون په ټولو خبرو پُوره عمل کوى. ۱۳نو ستاسو هغه اولاد چا چې هيڅ کله د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک قانُون نۀ دے اؤرېدلے نو هغوئ به يې واورى. نو هغوئ به د هغۀ فرمانبردارى ايزده کړى چې هغوئ په هغه وطن کښې تر کُومې پورې اوسېږى چې هغه د اُردن نه پورې دے اؤ تاسو يې قبضه کوئ.“

حضرت مُوسىٰ ته د مالِک خُدائ آخرى نصيحت

۱۴بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”ستا د مرګ ورځې رانزدې دى. يشوَع راوغواړه اؤ مُقدسې خېمې ته يې راوله، چې هلته هغۀ ته نصيحت وکړم.“ نو مُوسىٰ اؤ يشوَع خېمې ته لاړل، ۱۵اؤ مالِک خُدائ هلته د وريځې د ستن په شکل کښې ظاهر شو چې د خېمې د دروازې په خُله کښې ولاړه وه. ۱۶مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”ستا د مرګ نېټه پُوره کيدو والا ده اؤ د خپل پلار‌نيکۀ سره به يو ځائ شې اؤ ستا د مرګ نه پس به خلق زما نه نافرمانه شى اؤ هغه تړون به مات کړى چې ما د هغوئ سره کړے دے. هغوئ به ما پرېږدى اؤ د هغه وطن د غېرو معبُودانو عِبادت به وکړى چې کُوم ته هغوئ ورننوځى. ۱۷نو بيا به زۀ هغوئ ته په قهر شم، زۀ به هغوئ پرېږدم اؤ هغوئ به تباه شى. ډېر سخت آفتُونه به په هغوئ راشى، نو هغوئ ته به پته ولګې چې په هغوئ باندې داسې ځکه کېږى چې زۀ يعنې خُدائ پاک نور د هغوئ مل نۀ يم. ۱۸نو په هغه وخت به زۀ د هغوئ نه مخ واړوم، ځکه چې هغوئ به بد عمل کړے وى اؤ د نورو معبُودانو عِبادت به يې کړے وى. ۱۹اوس دا سندره وليکه. دا د اِسرائيلو خلقو ته وښايه اؤ ور ايزده يې کړه، نو چې دا د هغوئ خِلاف د ګواه په شان وى. ۲۰زۀ به هغوئ هغه وطن ته بوځم چې زرخېز اؤ آباد دے، لکه څنګه چې ما د هغوئ د پلار‌نيکۀ سره وعده کړې ده. هغوئ چې کُوم خوراک غواړى نو هلته به ورته ملاوېږى اؤ هغوئ به په آرام سره ژوند تېروى. خو هغوئ به واوړى اؤ د نورو معبُودانو عِبادت به وکړى. زما نه به هغوئ مُنکر شى اؤ زما تړون به مات کړى، ۲۱اؤ کله چې په هغوئ باندې سخت آفتُونه اؤ مُصيبتُونه راشى نو دا سندره به د هغوئ خِلاف ګواه وى، ځکه چې د هغوئ اولاد به دا نۀ هېروى، ما ته د هغوئ د ارادې پته ده چې هغوئ مې لا وعده کړى شوى وطن ته راوستلى هم نۀ دى.“ ۲۲نو هم په هغه ورځ مُوسىٰ دا سندره وليکله اؤ په بنى اِسرائيلو باندې يې ايزده کړه. ۲۳بيا مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع سره خبرې وکړې اؤ ورته يې ووئيل، ”تکړه اؤ زړَور اوسه. تۀ به بنى اِسرائيل هغه وطن ته بوځې چې ما د هغوئ سره د هغې وعده کړې ده اؤ زۀ به ستا مل يم.“ ۲۴مُوسىٰ د خُدائ پاک قانُون د اول نه تر آخره پورې د قانُون په کِتاب کښې وليکلو. ۲۵کله چې هغه اوزګار شو، نو هغۀ ليويانو اِمامانو ته ووئيل کُوم چې د مالِک خُدائ د تړون د صندُوق مشران وُو، ۲۶”د خُدائ پاک د قانُون دا کِتاب واخلئ اؤ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د تړون صندُوق په خوا کښې يې کېږدئ، چې دا د خپلو خلقو خِلاف د يو ګواه په شان وى. ۲۷ما ته پته ده چې هغوئ څومره ضدى اؤ سرکشه دى. هغوئ زما په ژوند کښې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے دے اؤ زما د مرګ نه پس به هغوئ نور بغاوت هم کوى. ۲۸د قبيلو ټول مشران اؤ آفسران زما په وړاندې راغونډ کړئ، چې زۀ هغوئ ته دا خبرې وښايم، زۀ به آسمان اؤ زمکه د هغوئ خِلاف ګواهان جوړ کړم. ۲۹ما ته پته ده چې زما د مرګ نه پس به خلق بد عمله شى اؤ چې ما څۀ ورته ښودلى دى د هغې نه به مُنکر شى. اؤ په راتلُونکى وخت کښې به هغوئ د آفت سره مخامخ شى، ځکه چې هغوئ به مالِک خُدائ په قهر کړے وى د هغه کارُونو په وجه چې هغۀ منع کړى دى.“

د مُوسىٰ سندره

۳۰بيا مُوسىٰ حمد ووئيلو اؤ د اِسرائيليانو ټول قوم ورته غوږ ايښے وو.