د ګردان کِتاب

دريم باب

د اِسرائيليانو په عوج بادشاه باندې برے مُوندل

د شمېر کِتاب ۲۱ :  ۳۱‏-۳۵

۱”اؤ بيا، مُونږ د بسن علاقې طرف ته لاړُو اؤ د ادرعى ښار ته نزدې د عوج بادشاه د خپل ټول لښکر سره زمُونږ سره جنګ د پاره راووتلو. ۲خو مالِک خُدائ ما ته ووئيل چې د هغۀ نه مۀ يرېږه. زۀ هغه، د هغۀ سړى اؤ د هغۀ ټوله علاقه تاسو له درکوم. د هغۀ سره هم هغه شان کار وکړئ لکه څنګه چې مو د امورى بادشاه سيحون سره کړے وو چې هغۀ په حسبون بادشاهى کوله. ۳نو مالِک خُدائ د عوج بادشاه اؤ د هغۀ خلق هم مُونږ له په لاس کښې راکړل اؤ مُونږ هغوئ ټول ووژل. يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو. ۴هم په هغه وخت مُونږ د هغۀ ټول ښارونه قبضه کړل، داسې يو ښار هم نۀ وو چې مُونږ نيولے نۀ وو. مُونږ ټول شپېتۀ ښارونه ونيول، د ارجوب ټوله علاقه چرته چې د بسن بادشاه عوج بادشاهى کوله. ۵د دې ټولو ښارُونو لوړ لوړ پاخۀ دېوالُونه وُو، دروازې اؤ د دروازو بندولو د پاره يې سيخُونه وُو اؤ هلته داسې کلى هم وُو چې دېوالُونه يې نۀ وُو. ۶مُونږ ټول ښارونه تباه کړل اؤ ټول سړى، ښځې اؤ ماشُومان مو ووژل، هم هغه شان لکه څنګه چې مُونږ د حسبون بادشاه چې نُوم يې سيحون وو په ښارُونو کښې کړى وُو. ۷مُونږ ټول څاروى بوتلل اؤ ښارونه مو لُوټ کړل. ۸په هغه وخت کښې مُونږ د هغه دوه امورى بادشاهانو نه د اُردن سيند نَمرخاتۀ طرف ته، د ارنون سيند نه واخله د حرمون غرۀ پورې علاقه ونيوله. ۹صيدانيان د حرمون غرۀ ته سِريون نُوم اخلى اؤ اموريان ورته سنير وائى. ۱۰مُونږ د بسن بادشاه عوج ټول وطن قبضه کړو :  د لوړې علاقې ښارونه، د جِلعاد اؤ بسن علاقې، د سلکه اؤ ادرعى ښارُونو پورې.“ ۱۱عوج بادشاه د رفائيانو آخرى کس وو. د هغۀ د ښخېدو صندُوق د کاڼى نه جوړ وو، چې ديارلس فُټه اُوږد اؤ دوه ګزه پلن وو. دا تر اوسه پورې د عمونيانو په ښار ربه کښې شته دے.

د اُردن نَمرخاتۀ طرف ته آبادې شوې قبيلې

د شمېر کِتاب ۳۲ :  ۱‏-۴۲

۱۲”کله چې مُونږ په هغه وطن قبضه وکړه، نو ما د ارنون سيند ته نزدې د عروعير ښار علاقه اؤ د غرُونو وطن جِلعاد برخه، سره د دې د ښارُونو د روبين اؤ جاد قبيلو په حواله کړه. ۱۳د جِلعاد هغه پاتې برخه اؤ ټول بسن ما د منشه نيمې قبيلې په حواله کړو، چرته چې عوج بادشاهى کړې وه، هغه د ټول ارجوب علاقه وه.“ بسن د رفائيانو وطن په نُوم مشهُور وو. ۱۴د منشه قبيلې يائير د ارجوب ټوله علاقه ونيوله، کُوم چې بسن دے اؤ داسې د جسُور اؤ معکه د سرحد پورې. هغۀ په دې کلو باندې خپل نُوم کېښودو اؤ دا تر اوسه پورې د يائير کلى په نُوم يادېږى. ۱۵”د منشه قبيلې ډلې مکير ته ما جِلعاد په حواله کړو. ۱۶اؤ د جِلعاد نه واخله د ارنون سيند پورې علاقه ما د روبين اؤ جاد قبيلو په حواله کړه. د هغوئ سرحد د سيند مېنځ وو اؤ د هغوئ بل سرحد د يبوق سيند وو، چې د هغې يوه برخه د عمونيانو سرحد وو. ۱۷د هغوئ علاقه د اُردن سيند پورې خوره وه اؤ لاندې د ګليل ډنډ نه واخله د مالګې سيند پورې اؤ د پِسګه د غرۀ لمنې پورې خوره وه. ۱۸هم په هغه وخت، ما هغوئ ته دا اصُول وښودل :  مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د اُردن نَمرخاتۀ طرف ته دا وطن د نيولو د پاره تاسو له درکړے دے. خپلو جنګى سړو له وسلحه ورکړئ اؤ هغوئ د بنى اِسرائيلو د نورو قبيلو نه مخکښې د اُردن نه پورې ولېږئ، چې په هغه وطن نيولو کښې د هغوئ مدد وکړى. ۱۹ما ته پته ده چې تاسو سره ډېر څاروى دى، نو صِرف ستاسو ښځې، بچى اؤ څاروى به په هغه ښارُونو کښې ستاسو نه پاتې شى کُوم چې ما ستاسو په حواله کړى دى. ۲۰هغه وطن چې مالِک خُدائ يې اِسرائيليانو له ورکوى چې د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته دے، د هغې په نيولو کښې تر هغې پورې د اِسرائيليانو مدد وکړئ چې مالِک خُدائ هغوئ هلته په آمن سره اوسېدو ته پرېښى نۀ وى، لکه څنګه چې هغۀ تاسو په آمن کړى يئ. د هغې نه پس، تاسو واپس دې وطن ته راتلے شئ کُوم چې ما ستاسو په حواله کړے دے. ۲۱بيا ما يشوَع ته دا اصُول وښودل :  تا هغه هر څۀ وليدل چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغه دوه بادشاهانو يعنې سيحون اؤ عوج سره وکړل، اؤ چې د چا په وطن هم حمله کوئ نو هم هغه شان به ورسره وشى. ۲۲د هغوئ نه مۀ يرېږئ، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو د پاره جنګ وکړى.

د حضرت مُوسىٰ کنعان ته نۀ پرېښودل

۲۳په هغه وخت کښې ما د زړۀ د اِخلاصه دا دُعا وکړه چې، ۲۴اے مالِکه خُدايه! ما ته پته ده چې تا صِرف خپله لوئى اؤ طاقت خپل خِدمت کوُونکى ته څرګندول شروع کړل. په آسمان اؤ په زمکه کښې داسې خُدائ نشته چې ستا په شان لوئ لوئ کارُونه وکړى. ۲۵مالِکه خُدايه! ما پرېږده چې د اُردن سيند نه پورې وځم اؤ چې هغه زرخېزه زمکه ووينم چې په بل طرف باندې ده اؤ چې د غرُونو ښائسته وطن اؤ د لبنان غرُونه ووينم. ۲۶خو ستاسو په وجه مالِک خُدائ ما ته په قهر وو اؤ زما سوال يې وانۀ ورېدو. اؤ راته يې ووئيل، بس نور چې د دې ذِکر ونۀ کړئ! ۲۷د پِسګه غرۀ سر ته لاړ شه او هر طرف ته وګوره. چې څۀ درته ښکارى نو هغه په غور سره وګوره، ځکه چې تۀ به هيڅ کله هم د اُردن نه پورې نۀ وځې. ۲۸د دې په ځائ يشوَع ته خپل اصُول وښايه. د هغۀ حوصله مضبُوطه کړه، ځکه چې هغه به د خلقو لارښودنه کوى چې هغه وطن قبضه کولو له ورپورې وځى کُوم چې تۀ وينې. ۲۹نو مُونږ بيت فعور ښار ته مخامخ په هغه مېدان کښې پاتې شوُو.“