د ګردان کِتاب

نهه ويشتم باب

د موآب په وطن کښې د بنى اِسرائيلو سره د مالِک خُدائ تړون

۱دا د هغه تړون خبرې دى چې مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل چې د موآب په وطن کښې د بنى اِسرائيلو سره دا تړون وکړى، دا ټولې خبرې د هغه تړون نه علاوه وې چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې د هغوئ سره کړى وو. ۲مُوسىٰ ټول اِسرائيليان راوغوښتل اؤ ورته يې ووئيل، ”تاسو په خپلو سترګو وليدل چې مالِک خُدائ په فِرعون، د هغۀ په ټولو درباريانو اؤ د هغۀ په ټول وطن باندې څۀ وکړل. ۳تاسو سختې وباګانې، مُعجزې اؤ لوئې نښې وليدې چې مالِک خُدائ وکړې. ۴خو تر نن ورځې پورې مالِک خُدائ تاسو له د پوهېدو د پاره عقل، د ليدلو سترګې اؤ د اؤرېدو غوږُونه نۀ دى درکړى. ۵څلوېښت کاله په بيابان کښې مالِک خُدائ ستاسو لارښودنه وکړه اؤ ستاسو جامې اؤ څپلۍ هيڅ کله نۀ دى زَړې شوې. ۶ستاسو سره د خوراک د پاره نۀ ډوډۍ وه اؤ نۀ د څښلو د پاره درسره د انګُورو شراب اؤ نۀ تېز شراب وُو، خو مالِک خُدائ ستاسو د ضرُورت د پاره دا تاسو له درکړل چې تاسو ته وښائى چې هغه ستاسو خُدائ پاک دے. ۷اؤ کله چې مُونږ دې ځائ ته راغلُو، نو د حسبون بادشاه سيحون اؤ د بسن بادشاه عوج زمُونږ خِلاف جنګ له راووتل. خو مُونږ هغوئ له شکست ورکړو، ۸د هغوئ وطن مو ونيولو اؤ دا مُونږ د روبين اؤ جاد په قبيلو اؤ د منشه په نيمه قبيله باندې تقسيم کړو. ۹په وفادارۍ سره د دې تړون ټولې خبرې ومنئ، نو داسې به تاسو په هر کار کښې کامياب يئ. ۱۰نن ستاسو ټول سړى، ستاسو مشران اؤ آفسران د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضُور کښې ولاړ دى، ۱۱هم داسې ستاسو ښځې ستاسو بچى، اؤ هغه مُسافر چې هغوئ ستاسو سره اوسېږى اؤ لرګى درله پرې کوى اؤ تاسو له اوبۀ راوړى. ۱۲نن تاسو د هغه تړون د پاره راغلى يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو سره کوى چې هغه د قسم په شان پوخ دے، ۱۳نو چې تاسو د مالِک خُدائ خلق يئ اؤ هغه ستاسو خُدائ پاک وى، لکه څنګه چې هغۀ تاسو، ستاسو پلار‌نيکۀ اِبراهيم، اِسحاق اؤ يعقُوب سره وعده کړې وه. ۱۴صِرف تاسو هغه خلق نۀ يئ چې د چا سره مالِک خُدائ دا تړون کوى. ۱۵هغه دا لوظ زمُونږ ټولو سره کوى کُوم چې نن دلته د مالِک خُدائ زمُونږ خُدائ پاک په مخکښې ولاړ يُو اؤ زمُونږ د اولاد سره هم چې هغوئ لا پېدا شوى نۀ دى. ۱۶ستاسو به ياد وى چې په مِصر کښې ژوند څنګه وو اؤ د نورو قومُونو په علاقه کښې د تېرېدو سفر څنګه وو. ۱۷تاسو د هغوئ مُردار بُتان وليدل چې د لرګى، کاڼى، سپينو زرو اؤ سرو زرو نه جوړ وُو. ۱۸پام کوئ چې يو سړے، ښځه، کورنۍ اؤ يوه قبيله هم د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه وانۀ وړى کُوم چې نن دلته حاضر يئ چې تاسو د نورو قومُونو د معبُودانو عِبادت وکړئ. دا به د يوې داسې جرړې په شان وى چې يو ترخه اؤ زهرژنه مېوه ترې نه جوړه شى. ۱۹پام کوئ چې دلته نن هيڅ څوک هم داسې نۀ وى چې هغه د دې تړون خبرې اورى اؤ خپل ځان له دا تسلى ورکوى چې کۀ هغه د خپل ضدى زړۀ په خوښه پسې هم ځى نو هغه به محفوظ وى، دا به ښۀ اؤ بد دواړه تباه کړى. ۲۰مالِک خُدائ به داسې سړے نۀ معاف کوى. د مالِک خُدائ سخت قهر اؤ د هغۀ سخت غېرت به د هغۀ خِلاف شى اؤ په دې کِتاب کښې ليکلے شوى ټول لعنتُونه به په هغۀ رانازل شى تر دې پورې چې مالِک خُدائ هغه پُوره تباه کړى. ۲۱مالِک خُدائ به هغه د اِسرائيليانو ټولو قبيلو په مخکښې د عبرت يوه نمُونه جوړه کړى اؤ يوه تباهى به ورباندې راولى هم هغه شان څنګه چې هغه ټول لعنتُونه په هغه تړون کښې شوى دى کُوم چې مالِک خُدائ د لارښودنې په دې کِتاب کښې ليکلى دى. ۲۲په راتلُونکى نسلُونو کښې ستاسو اولاد اؤ د لرې وطنُونو مُسافر به هغه تباهى اؤ تکليفُونه وګورى چې مالِک خُدائ ستاسو په وطن باندې راوستلى وى. ۲۳پټى به شنډ شى، په زېړو ګُوګړو اؤ مالګه به پټ شى، هيڅ څۀ به په دې کښې نۀ شى کَرلے، هغه واښۀ قدر به هم په کښې نۀ کېږى. ستاسو وطن به د صُدوم اؤ عُموره، ادمه اؤ ضبوئيم په شان وى، چې مالِک خُدائ تباه کړى وُو په کُوم وخت چې هغه سخت په قهر وو. ۲۴بيا به ټوله دُنيا وائى چې د هغوئ په وطن يې دا ولې وکړل؟ څۀ وجه وه چې هغه دومره سخت په قهر وو؟ ۲۵نو د هغې جواب به دا وى چې د مِصر نه راويستلو په وخت چې د هغوئ پلار‌نيکۀ کُوم تړون کړے وو، نو د مالِک خُدائ خلقو هغه مات کړے دے. ۲۶هغوئ د هغه معبُودانو عِبادت وکړو چې مخکښې يې هيڅ کله نۀ وو کړے، د هغه معبُودانو چې مالِک خُدائ د هغوئ د عِبادت نه منع کړى وُو. ۲۷نو مالِک خُدائ خپلو خلقو ته په قهر شو اؤ د هغوئ په وطن يې هغه ټول لعنتُونه راوستل چې په دې کِتاب کښې ليکلے شوى دى. ۲۸مالِک خُدائ سخت په قهر شو اؤ د خپل لوئ قهر په وجه يې د هغوئ د وطن نه راوويستل اؤ يو پردى وطن ته يې وشړل اؤ هغوئ تر نن ورځ پورې هلته دى. ۲۹داسې څۀ خبرې شته دے چې مالِک خُدائ زمُونږ خُدائ پاک هغه په راز کښې ساتلې دى اؤ څۀ يې زمُونږ اؤ زمُونږ د اولاد د پاره څرګندې کړې دى د دې د پاره چې مُونږ د هغۀ د قانُون ټولې خبرې همېشه ومنُو.