د ګردان کِتاب

اُووۀ ويشتم باب

په کاڼو باندې د خُدائ پاک ليکلے قانُون

۱بيا مُوسىٰ اؤ د اِسرائيليانو مشرانو خلقو ته ووئيل، ”نن چې زۀ کُوم اصُول درته ښايم هغه ټول ومنئ. ۲په کُومه ورځ چې تاسو د اُردن سيند نه پورې وځئ اؤ هغه وطن ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو هلته لوئ لوئ کاڼى ودروئ اؤ لېو يې کړئ، ۳اؤ په هغو باندې دا ټول قانُون اؤ خبرې وليکئ. کله چې تاسو هغه وطن ته ورننوځئ چې پئ اؤ شات په کښې ډېر تېر وى، چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار‌نيکۀ خُدائ پاک ستاسو سره د هغې وعده کړې ده، ۴اؤ چې تاسو د اُردن بلې غاړې ته واوړئ، نو د عيبال په غرۀ باندې دا کاڼى ودروئ، لکه څنګه چې نن زۀ تاسو له حُکم درکوم اؤ هغه کاڼى لېو کړئ. ۵هلته د کاڼو يوه داسې قُربان‌ګاه جوړه کړئ چې د هغې په جوړولو کښې د اوسپنې هيڅ آوزار اِستعمال نۀ شى، ۶ځکه چې تاسو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د پاره هره قُربان‌ګاه جوړوئ نو هغه دې د داسې کاڼو نه جوړلے شى چې کټ کړے شوى نۀ وى. هلته به تاسو سوزېدُونکې قُربانۍ پېش کوئ، ۷اؤ هلته به تاسو قُربانى کوئ اؤ خپلې د سلامتۍ نذرانې به خورئ اؤ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضُور کښې به شُکر وباسئ. ۸په کُومو کاڼو باندې چې لېو شوے وى په هغو باندې د خُدائ پاک د قانُون هره يوه خبره صفا صفا وليکئ.“ ۹بيا مُوسىٰ اؤ د ليوى قبيلې اِمامانو ټولو بنى اِسرائيلو ته ووئيل، ”اے د اِسرائيلو خلقو، خاموش شئ اؤ غوږ ونيسئ! نن تاسو د خپل خُدائ پاک د مالِک خُدائ خپل خلق شوئ، ۱۰نو د هغۀ فرمانبردارى کوئ اؤ د هغۀ ټول حُکمونه اؤ قانُون پُوره کوئ چې نن يې زۀ درکوم.“

د نافرمانۍ لعنتُونه

۱۱بيا هم په هغه ورځ مُوسىٰ د اِسرائيلو خلقو ته ووئيل، ۱۲”د اُردن سيند نه د اؤړېدو نه پس دا قبيلې به د ګِرزيم په غرۀ باندې ودرېږى چې هغوئ به په خلقو باندې د برکتُونو اِعلان کوى :  شمعُون، ليوى، يهُوداه، يساکار، يُوسف اؤ بنيامين. ۱۳کله چې هغوئ لعنت وائى نو دا قبيلې به د عيبال په غرۀ باندې ودرېږى :  روبين، جاد، آشر، زبولون، دان اؤ نفتالى. ۱۴ليويان به دا خبرې په اُوچت آواز سره وکړى : 

۱۵د خُدائ پاک لعنت دې وې په هغه چا وى څوک چې د کاڼى، لرګى، يا د ويلے کړے شوى څۀ څيز نه بُت جوړ کړى اؤ په پټه د هغۀ عِبادت کوى، مالِک خُدائ د بُت پرستۍ نه نفرت کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين!

۱۶د خُدائ پاک لعنت دې وې په هغه چا وى څوک چې د خپل مور پلار بې عِزتى کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين!

۱۷د خُدائ پاک لعنت دې وې په هغه چا وى څوک چې د ګاونډى د زمکې د حد پُوله ښوزوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين!

۱۸د خُدائ پاک لعنت دې وې په هغه چا وى څوک چې يو ړُونډ کس بې‌لارې کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين!

۱۹د خُدائ پاک لعنت دې وې په هغه چا وى څوک چې هغه مُسافر، يتيمان اؤ کونډې د خپلو حقُونو نه محرُومه کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين!

۲۰د خُدائ پاک لعنت دې وې په هغه چا وى څوک چې د خپل پلار د ښځې سره زنا کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين!

۲۱د خُدائ پاک لعنت دې وې په هغه چا وى څوک چې د ځناور سره حرام‌کارى کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين!

۲۲د خُدائ پاک لعنت دې وې په هغه چا وى څوک چې د خپلې سکه يا ناسکه خور سره زنا کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين!

۲۳د خُدائ پاک لعنت دې وې په هغه چا وى څوک چې د خپلې خواښې سره زنا کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين!

۲۴د خُدائ پاک لعنت دې وې په هغه چا وى څوک چې په پټه باندې قتل کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين!

۲۵د خُدائ پاک لعنت دې وې په هغه چا وى څوک چې د يو بې‌ګُناه کس د قتل پېسې اخلى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين!

۲۶د خُدائ پاک لعنت دې وې په هغه چا وى څوک چې د خُدائ پاک په ټولو لارښودنو اؤ قانُون باندې عمل نۀ کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين!