د ګردان کِتاب

شپږويشتم باب

د فصل نذرانې

۱د هغې نه وروستو چې کله تاسو هغه وطن قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى اؤ هلته اوسېږئ، ۲نو تاسو هر يو به خامخا د هر فصل وړومبے برخه په يوه ټوکرۍ کښې ږدئ اؤ دا به د عِبادت هغه يو ځائ ته وړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درته د دې د پاره ښائى چې د هغۀ د نُوم درناوے وشى. ۳هغه دې د هغه وخت مُقرر شوى اِمام له لاړ شى اؤ هغۀ ته دې ووائى چې زۀ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته دا اِقرار کوم چې زۀ هغه وطن ته ورداخِل شوم چې زمُونږ د پلار‌نيکۀ سره يې وعده شوى وه چې مُونږ له به يې راکوى. ۴اِمام به ټوکرۍ ستاسو نه واخلى اؤ هغه به دا مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د قُربان‌ګاه په وړاندې کېږدى. ۵نو، د مالِک خُدائ په حضُور کښې به تاسو دا خبرې بيان کړئ چې زما پلار‌نيکۀ د شام وو اؤ هغه به لکه د کوچيانو ګرځېدو، هغۀ خپله کورنۍ مِصر ته بوتله چې هلته اوسېږى. کله چې هغوئ هلته لاړل نو هغوئ څو کسان وُو، خو د هغوئ نه يو لوئ اؤ طاقتور قوم جوړ شوے دے. ۶د مِصر خلقو زمُونږ سره بد سلُوک کولو اؤ زمُونږ نه يې غُلامان جوړ کړى وُو. ۷نو مُونږ د خپل پلار‌نيکۀ مالِک خُدائ ته د مدد د پاره فرياد وکړو. نو هغۀ زمُونږ فرياد واؤرېدو اؤ زمُونږ تکليف، سختۍ اؤ غم يې وليدو. ۸د خپل لوئ طاقت اؤ قُدرت سره هغۀ مُونږ د مِصر نه راوويستلُو. هغۀ مُعجزې اؤ نښې څرګندې کړې اؤ يروُونکى کارُونه يې وکړل. ۹هغۀ مُونږ دلته راوستلو اؤ دا وطن يې راکړو، هغه وطن چې زرخېز اؤ آباد دے. ۱۰نو ما مالِک خُدائ ته د پېداوار وړومبئ برخه راوړې ده چې هغۀ ما له د دې زمکې نه راکړى ده. دا ټوکرۍ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په وړاندې کېږدئ اؤ د هغۀ په حضُور کښې سجده وکړئ. ۱۱په هغه ښۀ څيزُونو شُکر وباسئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو اؤ ستاسو کورنۍ له درکړى دى، اؤ ليويان اؤ مُسافر پرېږدئ کُوم چې ستاسو سره اوسېږى چې ستاسو سره په جشن کښې شامِل شى. ۱۲په هر دريم کال ليويانو، مُسافرو، يتيمانو اؤ کونډو له د خپلو فصلُونو لسمه برخه ورکوئ، نو داسې ستاسو په هره علاقه کښې به د خوراک ضرُورى څيزُونه ملاوېږى. کله چې تاسو دا وکړئ، ۱۳نو مالِک خُدائ ته ووايئ چې زما په کور کښې د مُقدسې لسمې حِصې نه هيڅ نۀ دى پاتې شوى، ما هغه ليويانو، مُسافرو، يتيمانو اؤ کونډو له ورکړى دى، لکه څنګه چې تا ما ته حُکم کړے دے. د لسمې حِصې په باره کښې ما ستا د حُکمُونو نه د يو حُکم نافرمانى نۀ ده کړې اؤ نۀ مې هېر کړې دى. ۱۴کله چې زۀ په غم غمژن وم نو ما د دې نه هيڅ نۀ دى خوړلى، کله چې زۀ ناپاک وم نو ما د دې نه د خپل کور نه بهر هيڅ نۀ دى ويستلے، اؤ ما د دې نه د مړو د پاره نذرانې په توګه هيڅ نۀ دى ورکړى. مالِکه خُدايه! ما ستا فرمانبردارى کړې ده، د لسمې حِصې په باره کښې چې تا څۀ حُکم کړے دے نو ما هغه هر څۀ کړى دى. ۱۵په آسمان کښې د خپل مُقدس مقام نه لاندې وګوره اؤ خپلو خلقو اِسرائيليانو له برکت ورکړه، هغه وطن له هم برکت ورکړه چې زرخېز اؤ آباد دے اؤ تا مُونږ له راکړے دے، لکه څنګه چې تا زمُونږ د پلار‌نيکۀ سره وعده کړې وه.

د مالِک خُدائ خپل قوم

۱۶مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نن تاسو ته حُکم کوى چې په دې ټولو حُکمُونو اؤ اصُولو باندې عمل کوئ، اؤ د زړۀ د اِخلاصه په وفادارۍ سره په دې عمل کوئ. ۱۷نن تاسو دا اِقرار کړے دے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے. اؤ تاسو وعده کړې ده چې د هغۀ په لاره به روان يئ اؤ د هغۀ قانُون، حُکمونه اؤ اصُول به منئ اؤ د هغۀ فرمانبردارى به کوئ. ۱۸مالِک خُدائ نن تاسو خپل قيمتى قوم ګڼلى يئ، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو سره وعده کړې وه، اؤ هغۀ تاسو له حُکم درکړے دے چې د هغۀ ټول حُکمونه به منئ. ۱۹هغۀ چې څومره قومُونه پېدا کړى دى نو په هغه ټولو کښې به ستاسو مقام اُوچت وى. نو ستاسو په وجه به د هغۀ د نُوم صِفت اؤ درناوے کېږى. تاسو به هغه قوم يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته مُقدس وى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.“