د ګردان کِتاب

پنځويشتم باب

۱فرض کړئ چې دوه کسان د يوې لانجې هوارولو د پاره عدالت ته لاړ شى اؤ قاضيان فيصله وکړى چې يو په حقه دے اؤ بل په ناحقه دے. ۲کۀ په هغه ناحقه کس باندې د وهلو حُکم وشى، نو د قاضى په مخکښې دې هغه پړمخې څملولے شى اؤ په کوړو دې ووهلے شى. هغۀ چې کُوم جُرم کړے وى نو د کوړو د ګُزارُونو شمېر به د هغې په مُطابق وى. ۳خو هغه به د څلوېښتو کوړو نه زيات نۀ شى وهلے، د څلوېښتو نه زياتو کوړو مطلب به دا وى چې ستاسو ګاونډى د خلقو په مخکښې وشرمېږى. ۴د غوبل په وخت کښې د غوَيى خُلې ته کوَرے مۀ اچوئ.

د مړ ورور حق ادا کول

۵کۀ دوه ورُوڼه يو ځائ اوسېږى اؤ يو د هغوئ نه مړ شى اؤ يو زوئ يې هم پاتې نۀ شى، نو د هغۀ کونډه ښځه به د پردى سړى سره وادۀ نۀ کوى، دا د مړ سړى د ورور ذِمه وارى ده چې هغه وادۀ کړى اؤ د هغې سره کوروالے کوى. ۶د هغوئ چې وړومبے کُوم زوئ پېدا شى نو هغه به د مړ سړى زوئ ګڼلے شى، چې د هغۀ نُوم د بنى اِسرائيلو نه ختم نۀ شى. ۷خو کۀ د مړ سړى ورور هغې سره وادۀ کول نۀ غواړى، نو هغه ښځه به د ښار مشرانو ته پېش شى اؤ وبه وائى چې زما لېور خپله ذِمه وارى نۀ پُوره کوى، هغه دا نۀ غواړى چې د هغۀ د ورور نُوم په بنى اِسرائيلو کښې باقى پاتې شى. ۸نو د ښار مشران دې هغه راوغواړى اؤ د هغۀ سره دې خبره وکړى. کۀ تر اوسه پورې يې وادۀ کول نۀ غواړى، ۹نو د هغۀ د ورور کونډه ښځه دې د ښار د مشرانو په وړاندې هغۀ له ورشى، د هغۀ يوه څپلۍ دې وباسى، د هغۀ په مخ دې تُوکاڼې اوتُوکى اؤ وبه وائى چې دا هغه څۀ دى چې د هغه سړى سره به کېږى چې د خپل ورور کور آبادول نۀ غواړى. ۱۰نو د هغۀ کورنۍ به په اِسرائيل کښې په دې نُوم يادېږى چې ”هغه سړے چې څپلۍ يې ويستلے شوې وه.“

نور قوانين

۱۱کۀ دوه سړى په جګړه وى اؤ د هغه يو سړى ښځه د خپل خاوند د مدد کوشش داسې وکړى چې هغه بل سړے د هګو نه راونيسى، ۱۲نو چې په هغه ښځه باندې هيڅ رحم ونۀ کړئ، اؤ د هغې لاس پرې کړئ. ۱۳کله چې تاسو ناپ تول کوئ نو په هغې کښې ټګى مۀ کوئ. ۱۵صحيح اؤ پُوره ناپ تول کوئ، نو داسې به تاسو په هغه وطن کښې يوه ډېره موده تېره کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى. ۱۶مالِک خُدائ د هغو خلقو نه کرکه کوى څوک چې داسې کارُونه کوى.

د عماليقيانو قتلېدل

۱۷هغه راياد کړئ چې کله تاسو د مِصر نه راروان وئ نو عماليقيانو درسره څۀ وکړل. ۱۸هغوئ د خُدائ پاک نه هيڅ يره نۀ لرله، نو هغوئ په داسې وخت کښې په تاسو د شا نه حمله وکړه چې تاسو ستړى ستومانه وئ اؤ چې کُوم وروستو پاتې وُو نو هغه ټول يې ووژل. ۱۹نو چې کله مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه وطن تاسو له درکړى اؤ د خپلو ټولو دُښمنانو نه مو بچ کړى چې ستاسو نه ګېر‌چاپېره اوسېږى، نو ګورئ چې ټول عمالقيان ووژنئ، نو د آسمان لاندې به هيڅ څوک نور هغوئ نۀ يادوى. دا کار مۀ هېروئ.