د ګردان کِتاب

څليريشتم باب

طلاق اؤ بيا وادۀ کول

۱کۀ يو سړے يوې ښځې سره وادۀ وکړى اؤ په هغې کښې داسې څۀ وګورى چې د هغه سړى خوښ نۀ وى اؤ وروستو فېصله وکړى چې خپله ښځه پرېږدى اؤ هغه طلاق‌نامه ورکړى اؤ د خپل کور نه يې وشړى، ۲اؤ بيا کۀ هغه ښځه د هغه سړى د کور نه لاړه شى اؤ د بل سړى سره وادۀ وکړى، ۳اؤ کۀ د هغه دويم خاوند هم خوښه نۀ شى اؤ هغه هم طلاق‌نامه ورکړى اؤ د خپل کور نه يې وشړى، يا فرض کړئ چې دا خاوند يې مړ شى، ۴نو په دواړو حالاتُونو کښې به د هغې وړومبے خاوند هغه ښځه دوباره نۀ وادۀ کوى، هغه به يې ناپاکه ګڼى، کۀ دوباره وادۀ يې ورسره وکړو نو مالِک خُدائ به د دې کار نه نفرت کوى. تاسو به هغه وطن په داسې خرابه ګُناه نۀ پليتوئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى چې ستاسو خپل شى.

د قانُون مُختلفې حِصې

۵کله چې يو سړے نوے وادۀ وکړى، نو هغه دې د جنګ د پاره فوج ته نۀ شى لېږلے اؤ نۀ دې ترې نه کار اخستلے شى، يو کال به هغۀ ته کار معاف وى، نو چې داسې هغه په کور کښې پاتې شى اؤ ښځه خوشحاله کړى. ۶کله چې تاسو چا له څۀ څيز قرض ورکړئ، نو چې د هغۀ نه په ضمانت کښې د هغۀ د مېچنې برنے کاڼے وانۀ خلئ چې په هغې باندې غله مېده کوى. کۀ تاسو ترې نه دا واخلئ نو د دانو اوړۀ کولو ذريعه به يې ختمه شى. ۷کۀ يو سړے د خپل بنى اِسرائيلى په تښتولو پورې ونيولے شى اؤ خپل غُلام يې کړى يا د غُلام په توګه يې خرڅ کړى نو هغه سړے دې ووژلے شى. نو داسې به تاسو د دې بدکارۍ نه خلاص شئ. ۸کله چې تاسو د جُذام بيمارۍ په وجه په تکليف کښې يئ، نو هم هغه شان کوئ څنګه چې درته د ليوى قبيلې اِمامان وائى، ما چې هغوئ ته کُوم اصُول ښودلى دى په هغې عمل کوئ. ۹ياد ساتئ! کله چې تاسو د مِصر نه راروان وئ نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د مريم سره څۀ وکړل. ۱۰کله چې تاسو خپل ګاونډى له څۀ قرض ورکوئ، نو د هغۀ کور ته د دې د پاره مۀ ځئ چې هغه څيز ترې نه واخلئ چې په ضمانت کښې يې تاسو له درکوى، ۱۱بهر ورته ودرېږئ اؤ پرېږدئ چې هغه څيز په خپله تاسو له راوړى. ۱۲کۀ هغه غريب وى اؤ د قرض په ضمانت کښې هغه تاسو له خپله چُوغه درکړى، نو هغه چُوغه د شپې د ځان سره مۀ ساتئ، ۱۳دا چُوغه په ماښام کښې هغۀ ته واپس ورکوئ، نو چې داسې هغه په کښې اُودۀ کېږى. نو هغه به ستاسو شُکريه ادا کړى اؤ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په نظر کښې به ستاسو د پاره د دې اجر وى. ۱۴په خوارو غريبانانو مزدُورانو باندې ظلم مۀ کوئ، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا مُسافر وى چې ستاسو په ښارُونو کښې اوسېږى. ۱۵هره ورځ د نمرپرېواتو نه مخکښې هغوئ له خپلې دياړۍ ورکوئ، هغوئ غريبانان دى اؤ پېسو ته يې ضرُورت دے. کۀ تاسو هغوئ له پېسې ورنۀ کړئ، نو هغوئ به ستاسو خِلاف مالِک خُدائ ته فرياد وکړى اؤ دا به ستاسو په ګُناه کښې حِساب شى. ۱۶د چا بچو چې جُرمُونه کړى وى نو د هغې په وجه دې د هغوئ مور پلار نۀ شى وژلے اؤ د چا مور پلار چې جُرمُونه کړى وى نو د هغې په وجه دې د هغوئ بچى نۀ شى وژلے، خلق به صِرف د هغه جُرمُونو په وجه وژلے شى چې هغوئ په خپله کړى وى. ۱۷مُسافر اؤ يتيمان د خپلو حقُونو نه مۀ محرُومه کوئ، اؤ د يوې کونډې نه د قرض په ضمانت کښې جامې مۀ اخلئ. ۱۸هغه راياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غُلامان وئ اؤ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ، نو دا ځکه ما تاسو له دا حُکم درکړے دے. ۱۹کله چې تاسو خپل فصل راغونډوئ اؤ چې کُوم فصل تاسو رېبلے وى اؤ د هغې نه څۀ درنه پاتې شى نو په هغې پسې واپس مۀ ورځئ، دا به مُسافرو، يتيمانو اؤ کونډو د پاره پرېښودلے شى، نو داسې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له په هغه هر کار کښې برکت درکړى چې تاسو يې کوئ. ۲۰کله چې تاسو يو ځل خپل زيتُون وشُوکوئ، نو هغې له بيا مۀ ورځئ چې هغه پاتې شوى راوشُوکوئ، دا به د مُسافرو، يتيمانو اؤ کونډو د پاره وى. ۲۱کله چې تاسو يو ځل خپل انګُور راټول کړئ، نو په دويم ځل د انګُورو راټولولو د پاره باغُونو ته مۀ ځئ، کُوم انګُور چې پاتې وى نو هغه به د مُسافرو، يتيمانو اؤ کونډو د پاره وى. ۲۲دا هيڅ کله مۀ هېروئ چې تاسو په مِصر کښې غُلامان وئ، نو دا ځکه ما تاسو له دا حُکم درکړے دے.