د ګردان کِتاب

درويشتم باب

د مالِک خُدائ د خلقو نه شړل کېدل

۱د کُوم سړى چې هګۍ ماتې شوې وى يا يې ذکر پرې کړے شوے وى نو هغه يو به هم د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شامِلېدلے. ۲يو حرامى پېدا شوے کس يا د داسې کس اولاد، تر لسم نسله پورې هم، د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شامِلېدلے. ۳هيڅ يو عمونى يا موآبى، يا د هغوئ اولاد، تر لسم نسل پورې هم، د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شامِلېدلے. ۴کله چې تاسو د مِصر نه بهر په لاره کښې وئ نو هغوئ تاسو له د خوراک اؤ اوبو درکولو نه اِنکار وکړو اؤ د ميسوپوتاميه په ښار فتور کښې يې د بعور زوئ بلعام له پېسې ورکړې چې په تاسو لعنت ووائى. ۵خو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به بلعام ته غوږ نۀ نيولو، اؤ لعنت يې په برکت بدل کړو، ځکه چې هغۀ ستاسو سره مينه لرله. ۶چې تر کُومې پورې تاسو ژوندى يئ، د هغوئ د خېر اؤ خوشحالۍ تصور هم مۀ کوئ. ۷ادوميانو ته سپک مۀ ګورئ، هغوئ ستاسو خپلوان دى. اؤ مِصريانو ته هم سپک مۀ ګورئ، په وخت کښې تاسو د هغوئ په وطن کښې اوسېدئ. ۸د دريم نسل نه ورپه اخوا د هغوئ اولاد د مالِک خُدائ په خلقو کښې شامِلېدے شى.

د فوجى کېمپ پاک ساتل کيدل

۹کله چې تاسو د يو لښکر په شکل د خپلو دُښمنانو خِلاف ووځئ، نو ګورئ د داسې هر څيز نه ځان ساتئ چې تاسو ناپاکوى. ۱۰کۀ د شپې شېطان يو سړے دهوکه کړى اؤ هغه په دې وجه ناپاک شى، نو هغه دې د خېمو نه بهر ووځى اؤ هلته دې پاتې شى. ۱۱په ماښام کښې دې هغه غُسل وکړى اؤ د نمرپرېواتۀ په وخت کښې هغه واپس کېمپ ته راتلے شى. ۱۲تاسو له په کار دى چې د کېمپ نه بهر يو ځائ جوړ کړئ چې هلته د اودس ماتى د پاره ځئ. ۱۳په خپل سامان کښې د کنستلو د پاره يو څيز هم يوسئ، کله چې تاسو ډکې متيازې کوئ نو يوه کنده به وکنئ اؤ متيازې به په کښې پټې کړئ. ۱۴خپل کېمپ مُقدس ساتئ، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو سره ستاسو په کېمپ کښې دے، دا د دې د پاره چې ستاسو حِفاظت وکړى اؤ تاسو له په دُښمنانو باندې فتح درکړى. داسې يو د بې‌شرمۍ کار هم مۀ کوئ چې د هغې په وجه مالِک خُدائ ستاسو نه مخ واړوى.

مُختلف قوانين

۱۵کۀ غُلامان د خپلو مالِکانو نه وتښتى اؤ تاسو له د پناه د پاره راشى، نو هغوئ واپس مۀ لېږئ. ۱۶هغوئ ستاسو د ښارُونو په هر يو ښار کښې اوسېدے شى چې کُوم يې خوښ وى اؤ تاسو به د هغوئ سره زياتے نۀ کوئ. ۱۷اِسرائيلے سړے يا ښځه به هيڅ کله د عِبادت‌خانې کنجران نۀ جوړېږى. ۱۸د کنجر سړى يا د کنجرې ښځې ګټلے شوې پېسې به هم د يوې منختې پُوره کولو د پاره د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کور ته نۀ شى راوړلے. مالِک خُدائ د عِبادت‌خانې د کنجرانو نه نفرت کوى. ۱۹کله چې تاسو پېسې يا خوراک، يا بل څيز خپل وطن دار له قرض ورکړئ، نو د هغۀ نه سُود مۀ اخلئ. ۲۰يو مُسافر له چې څۀ څيز قرض ورکړئ نو د هغې سُود د هغۀ نه اخستے شئ، خو چې خپل اِسرائيلى له څۀ قرض ورکړئ نو د هغې سُود به ترې نه نۀ اخلئ. دا اصُول ومنئ اؤ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په هغه وطن کښې تاسو له په هر کار کښې برکت درکړى کُوم وطن چې تاسو قبضه کوئ. ۲۱کله چې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته تاسو يوه منخته ومنئ، نو چې کُومه وعده مو کړې وى په هغې کښې سستى مۀ کوئ، مالِک خُدائ به ستاسو نه د هغه منختې تپوس کوى اؤ د دې وعدې نۀ پُوره کول ګُناه ده. ۲۲مالِک خُدائ ته منخته نۀ منل ګُناه نۀ ده، ۲۳خو کۀ تاسو په خپله خوښه يوه منخته ومنئ، نو ګورئ هغه وعده به پُوره کوئ. ۲۴کله چې تاسو د بل چا د انګُورو باغ سره تېرېږئ، نو چې څومره انګُور غواړئ هغه خوړلے شئ، خو د هغې نه به په يوه ټوکرۍ کښې انګُور نۀ وړئ. ۲۵هم دغه شان، کۀ تاسو د بل چا د فصل په پټى کښې ګرځئ، څومره غله چې د خپلو لاسُونو سره راشُوکولے شئ هغه خوړے شئ، خو هغه فصل به تاسو لور باندې نۀ رېبئ.