د ګردان کِتاب

شلم باب

د جنګ په باره کښې قانُون

۱کله چې تاسو د خپلو دُښمنانو خِلاف جنګ له ځئ اؤ تاسو وګورئ چې د هغوئ جنګى ګاډۍ، اسُونه اؤ لښکر ستاسو نه زيات وى، نو د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو مل وى، چا چې د مِصر وطن نه راوويستلئ. ۲د هغې نه مخکښې چې تاسو جنګ شروع کړئ، يو اِمام دې وړاندې راشى اؤ لښکر ته دې ووائى، ۳اے اِسرائيليانو! واورئ، نن تاسو جنګ له روان يئ. مۀ بې‌زړۀ کېږئ، مۀ يرېږئ، مۀ بې‌حوصلې کېږئ اؤ نۀ چې وارخطا شئ. ۴مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه به ستاسو دُښمنانو خِلاف جنګ کوى اؤ فتح به درکړى. ۵بيا به آفسران په خپل تقرير کښې فوجيانو ته ووائى، په تاسو کښې داسې څوک شته چې کور يې جوړ کړے وى، خو وقف کړے يې نۀ وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. کۀ هغه په جنګ کښې ووژلے شى، نو بل څوک به د هغۀ کور وقف کړى. ۶دلته داسې يو سړے شته، چې هغۀ د انګُورو باغ کَرلے وى، خو دا موقع ورته نۀ وى مِلاؤ شوى چې انګُور ترې نه راټول کړى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. کۀ هغه په جنګ کښې ووژلے شى، نو بل څوک به د هغۀ د انګُورو په شرابو مزې وکړى. ۷دلته داسې څوک شته، چې کوژدن يې کړې وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. ګنى، کۀ هغه په جنګ کښې ووژلے شى، نو بل څوک به د هغۀ د کوژدن شوى ښځې سره وادۀ وکړى. ۸آفسران به سړو ته دا هم ووائى، دلته داسې يو سړے شته، چې هغه يرېږى يا يې زړۀ بېللے وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. ګنى، د خپل ځان په شان د نورو ملګرو زړُونه هم وبائيلى. ۹کله چې آفسران د لښکر سره خپلې خبرې خلاصې کړى، نو د هرې ډلې د پاره به مشران خوښ کړے شى. ۱۰کله چې تاسو په يو ښار باندې حمله کوئ، نو وړومبے هغه خلقو ته د تسليمېدو موقع ورکړئ. ۱۱کۀ هغوئ دروازې کولاؤ کړى اؤ تسليم شى، نو هغوئ به ټول ستاسو غُلامان وى اؤ ستاسو د پاره به بېګار کوى. ۱۲خو کۀ د هغه ښار خلق تسليم نۀ شى اؤ جنګ خوښ کړى، نو د خپل لښکر سره يې مُحاصره کړئ. ۱۳نو کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وکړى چې تاسو هغه ښار قبضه کړئ، نو په دې کښې ټول سړى ووژنئ. ۱۴خو هغه ښځې، ماشُومان، څاروى اؤ چې په ښار کښې نور هر څۀ وى هغه د ځان د پاره اخستے شئ. تاسو د خپلو دُښمنانو هر څيز اِستعمالولے شئ. مالِک خُدائ دا تاسو له درکړى دى. ۱۵تاسو به د هغه ښارُونو سره داسې کار وکړئ کُوم چې د هغه وطن نه لرې دى چرته به چې تاسو اوسېږئ. ۱۶خو کله چې تاسو د هغه وطن ښارونه قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو هر يو کس ووژنئ. ۱۷دا ټول خلق تباه کړئ :  حِتيان، اموريان، کنعانيان، فارصيان، حِويان اؤ يبوسيان، لکه څنګه چې مالِک خُدائ د دې حُکم درکړے دے. ۱۸دا خلق ووژنئ، نو هغوئ به تاسو د مالِک خُدائ خِلاف ګُناهګار نۀ کړى چې تاسو ته هغه ټول بد عملونه وښائى چې هغوئ يې د خپلو معبُودانو په عِبادت کښې کوى. ۱۹کله چې تاسو د يو ښار د قبضه کولو کوشش کوئ، نو د هغه ځائ مېوه‌دارې ونې مۀ پرې کوئ، اګرچې مُحاصره د ډېر وخت پورې اُوږده هم شى. مېوه يې خورئ، خو ونې مۀ تباه کوئ، ځکه چې ونې ستاسو دُښمنانې نۀ دى. ۲۰تاسو هغه ونې راماتولے شئ چې مېوه نۀ کوى اؤ د مُحاصرې د دېوالُونو د پاره يې اِستعمالولے شئ، چې هغه ښار قبضه شى.