د ګردان کِتاب

دويم باب

۱په آخِر کښې مُونږ راوګرځېدو اؤ په هغه لار بيابان ته لاړُو کُومه چې سُور درياب ته تلې وه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو اؤ ډېره موده د غرُونو وطن ادوم کښې سرګردانه ګرځېدو. ۲بيا مالِک خُدائ ما ته ووئيل چې ۳تاسو ډېره موده په دې غرُونو کښې په ګرځېدو تېره کړې ده نو د شمال طرف ته لاړ شئ. ۴هغۀ ما ته ووئيل چې دوئ ته دا اصُول وښايه :  تاسو به د غرُونو وطن ادوم نه تېر شئ، چې هغه ستاسو د لرې خپلوانو د عيساؤ علاقه ده. هغوئ به ستاسو نه ويرېږى، ۵خو تاسو به هغوئ نۀ راپاروئ، ځکه چې زۀ تاسو له د هغوئ د وطن يو قدم ځائ هم نۀ درکوم. ادوم ما د عيساؤ اولاد له ورکړے دے. ۶تاسو به خوراک اؤ اوبۀ د هغوئ نه په پېسو اخلئ. ۷ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک څنګه تاسو له په هر کار کښې برکت درکړے دے. کله چې تاسو په دې لوئ بيابان کښې سرګردانه ګرځېدئ نو هغۀ ستاسو خيال ساتلے دے. هغه په دې څلوېښتو کالو کښې ستاسو مل وو اؤ په تاسو باندې د يو څيز کمے هم نۀ دے راغلے. ۸نو مُونږ روان وُو اؤ هغه لار مو پرېښوده کُومه چې د ايلات اؤ عصيون جابر ښارُونو نه د مالګې درياب ته تلې وه اؤ مُونږ د موآب صحرا په طرف تاؤ شوُو. ۹مالِک خُدائ ما ته ووئيل چې د موآب خلقو له تکليف مۀ ورکوئ، چې د لُوط اولاد دے اؤ نۀ چې ورسره جنګ وکړئ. ما هغوئ له د عار ښار ورکړے دے اؤ زۀ به تاسو له د هغوئ د زمکې نه لږه هم نۀ درکوم. ۱۰د دېوانو يو طاقتور نسل چې د ايميان په نُوم يادېدو هغوئ د عار په ښار کښې اوسېدل. هغوئ د عناقيانو په شان لوړ لوړ وُو، کُوم چې د دېوانو بل نسل وو. ۱۱د عناقيانو په شان هغوئ هم د رفائيانو په نُوم مشهُور وُو، خو موآبيانو هغوئ ته ايميان وئيل. ۱۲حوريان په ادوم کښې اوسېدل، خو د عيساؤ اولاد هغوئ وشړل، د هغوئ قوم يې تباه کړو اؤ د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل، لکه څنګه چې وروستو اِسرائيليانو خپل دُښمنان د هغه وطن نه وشړل کُوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے وو.“ ۱۳مُوسىٰ خپله خبره جارى وساتله اؤ وې وئيل، ”بيا مُونږ د زرد سيند نه پورې وتلُو لکه څنګه چې مالِک خُدائ مُونږ ته وئيلى وُو. ۱۴دا د هغې نه اتۀ دېرش کاله پس وُو چې مُونږ د قادِس برنيع نه تلى وُو. د هغه نسل د جنګ ټول سړى مړۀ شوى وُو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ وئيلى وُو. ۱۵مالِک خُدائ هغوئ له تر هغه سزا ورکوله چې هغوئ ټول د قوم نه ختم شوى نۀ وُو. ۱۶کله چې د جنګ د عُمر ټول سړى مړۀ شوى وُو، ۱۷نو مالِک خُدائ مُونږ ته ووئيل چې ۱۸نن به تاسو د عار په لاره د موآب علاقې نه تېرېږئ. ۱۹بيا به تاسو د عمونيانو وطن ته نزدې يئ، کُوم چې د لُوط اولاد دے. هغوئ له تکليف مۀ ورکوئ اؤ نۀ چې ورسره جنګ وکړئ، ځکه چې ما کُومه زمکه هغوئ له ورکړې ده د هغې زمکې نه لږه هم تاسو له نۀ درکوم.“ ۲۰دا علاقه د رفائيانو د وطن په نُوم هم مشهُور ده، دا د هغه خلقو نُوم دے چې هلته اوسېدل، عمونيانو هغوئ د زمزميانو په نُوم يادول. ۲۱هغوئ د عناقيانو په شان لوړ لوړ وُو. هغوئ ډېر زيات وُو اؤ هغوئ يو طاقتور نسل وو. خو مالِک خُدائ هغوئ تباه کړل، نو عمونيانو د هغوئ په وطن قبضه وکړه اؤ د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل. ۲۲مالِک خُدائ د ادوميانو د پاره هم دغه شان وکړل، چې د عيساؤ اولاد وو اؤ د غرُونو په وطن ادوم کښې اوسېدل. هغۀ حوريان تباه کړل، نو ادوميانو د هغوئ په زمکه قبضه وکړه اؤ د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل، چرته چې تر اوسه پورې هغوئ اوسېږى. ۲۳د مديتران سيند د غاړې سره دا وطن په هغه خلقو آباد وو چې هغوئ د کريت د جزيرې وُو. هغوئ عويان تباه کړل، کُوم چې اصلى اوسېدُونکى وُو اؤ د غزه ښار پورې د هغوئ په ټول وطن يې قبضه وکړه. ۲۴کله چې مُونږ د موآب نه تېر شوى وُو، مالِک خُدائ مُونږ ته ووئيل، اوس، روان شئ اؤ د ارنون سيند نه پورې وځئ. زۀ د حسبون امورې بادشاه سيحون اؤ د هغۀ وطن تاسو له درکوم، په هغۀ حمله وکړئ اؤ د هغۀ وطن قبضه کړئ. ۲۵د نن نه به د دُنيا په ټولو قومُونو باندې ستاسو يره واچوم. هر څوک به ستاسو نُوم اؤرېدو سره په لړزان کېږى.

د اِسرائيليانو سيحون بادشاه له شکست ورکول

د شمېر کِتاب ۲۱ :  ۲۱‏-۳۰

۲۶بيا ما د قديمات د بيابان نه د حسبون بادشاه سيحون ته د صُلحې د پېش‌کش د پاره پېغام وړُونکى ورولېږل :  ۲۷مُونږ پرېږده چې ستا د وطن نه تېر شُو. مُونږ به نېغ روان يُو اؤ د لارې نه به اخوا دېخوا نۀ اؤړُو. ۲۸مُونږ چې کُوم خوراک وخورُو اؤ چې کُومې اوبۀ وڅښُو نو د هغې پېسې به درکړُو. مونږ صِرف ستاسو د وطن نه تېريدل غواړو، ۲۹اؤ چې د اُردن سيند نه هغه زمکې ته پورې وځو کُومه چې مالِک خُدائ زمُونږ خُدائ پاک مُونږ له راکوى. د عيساؤ اولاد په ادوم کښې اوسېږى اؤ موآبيان چې په عار کښې اوسېږى، هغوئ مُونږ له اِجازت راکړو چې د هغوئ په علاقه کښې تېر شُو. ۳۰خو سيحون بادشاه مُونږ پرې نۀ ښودو چې د هغۀ په وطن کښې تېر شُو. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه سخت طبيعته اؤ ضدى کړے وو، نو مُونږ شکست ورکړو اؤ د هغۀ علاقه مو ونيوله، چې تر اوسه پورې زمُونږ په قبضه کښې ده. ۳۱بيا مالِک خُدائ ما ته ووئيل، ګوره! ما سيحون بادشاه اؤ د هغۀ وطن ستاسو په مخکښې کمزورے کړے دے، د هغۀ وطن ونيسئ اؤ قبضه يې کړئ. ۳۲سيحون د خپلو ټولو سړو سره د يهض ښار سره نزدې زمُونږ سره د جنګ د پاره راووتلو. ۳۳خو مالِک خُدائ زمُونږ خُدائ پاک هغه مُونږ له په لاس کښې راکړو، مُونږ هغه، د هغۀ زامن اؤ د هغۀ ټول سړى ووژل. ۳۴هم په هغه وخت مُونږ ټول ښارونه ونيول اؤ تباه مو کړل اؤ هر يو کس، سړى، ښځې اؤ ماشُومان مو ووژل. مُونږ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودو. ۳۵مُونږ څاروى بوتلل اؤ ښارونه مو لُوټ کړل. ۳۶مالِک خُدائ زمُونږ خُدائ پاک د عروعير نه واخله، چې د ارنون مېدان په غاړه باندې دے اؤ کُوم ښار چې د هغه مېدان په مېنځ کښې دے، تر جِلعاد پورې ټول ښارونه راباندې ونيول. داسې د يو ښار دېوالُونه هم نۀ وُو چې زمُونږ مخه يې نيولے وے. ۳۷خو نۀ مُونږ د عمونيانو علاقې ته لاړُو، نۀ د يبوق سيند غاړې ته، نۀ د غرُونو وطن ښارُونو ته اؤ نۀ بل نزدې يو ځائ ته لاړُو چرته چې مالِک خُدائ زمُونږ خُدائ پاک د تلو نه منع کړى وُو.