د ګردان کِتاب

نولسم باب

د پناه ښارونه

د شمېر کِتاب ۳۵ :  ۹‏-۳۴، د يشوَع کِتاب ۲۰ :  ۱‏-۹

۱کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه خلق تباه کړى چې زمکه يې تاسو له درکوى اؤ چې د هغوئ ښارونه اؤ کورُونه ونيسئ اؤ هلته اوسېږئ، ۲نو هغه علاقه په دريو حِصو کښې تقسيم کړئ، چې په هره يوه حِصه کښې يې داسې ښار وى چې تلل ورته آسان وى. نو چې څوک يو بل کس ووژنى نو د پناه د پاره د دې نه يو ښار ته تښتېدلے شى. ۴کۀ څوک يو کس په غلطۍ سره ووژنى چې هغه يې دُښمن نۀ وى، نو هغه د دې ښارُونو نه يو ښار ته تښتېدلے شى چې بچ شى. ۵کۀ دوه سړى د لرګو وهلو د پاره ځنګل ته لاړ شى اؤ د هغوئ نه يو کس يوه ونه راماتوى اؤ تبر د لاسکى نه ووځى اؤ هغه بل کس ووژنى، نو د پناه د پاره د دې ښارُونو نه يو ته تښتېدلے شى. ۶خو کۀ صِرف يو ښار وى اؤ هغې ته فاصله هم ډېره وى، نو کېدے شى چې د هغه کس بدل اخستُونکى خپلوان يې ونيسى اؤ په غُصه کښې يو بې‌ګُناه ګاونډى ووژنى. خو په غلطۍ سره هغۀ خپل ګاونډى مړ کړو چې دُښمن يې نۀ وو. ۷نو ځکه زۀ حُکم درکوم چې درې ښارونه بېل کړئ. ۸کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو علاقه پراخه کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار‌نيکۀ ته وئيلى دى اؤ هغه ټول وطن درکړى چې هغۀ يې وعده کړې ده، ۹بيا تاسو درې نور ښارونه خوښ کړئ. کۀ تاسو هغه هر څۀ کوئ چې نن يې زۀ حُکم درکوم اؤ د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ اؤ د هغۀ د اصُولو په مُطابق ژوند تېروئ نو هغه به تاسو له دا وطن درکړى. ۱۰هم دغه شان وکړئ، چې بې‌ګُناه خلق نۀ مرى اؤ د هغوئ د وژلو ګُناه ستاسو په غاړه نۀ وى، په هغه وطن کښې چې مالِک خُدائ يې تاسو له درکوى. ۱۱خو کۀ يو کس د خپل ګاونډى سره دُښمنى لرى اؤ د قصده په هغۀ حمله وکړى اؤ وې وژنى اؤ بيا د پناه د پاره د دې ښارُونو نه يو ښار ته وتښتى، ۱۲نو په داسې حالت کښې دې د هغه ښار مشران هغه راوغواړى اؤ د هغه کس خپلوانو ته دې په حواله کړى کُوم چې د قتل د بدل اخستلو ذِمه وار وى، نو چې هغه ووژلے شى. ۱۳په هغۀ هيڅ رحم مۀ کوئ. د دې قاتِل نه اِسرائيل پاک کړئ، نو ستاسو هر کار به سم وى.

پخوانۍ پُولې

۱۴د خپل ګاونډى د جائيداد د حد کاڼے مۀ ښوزوئ، کُوم چې د مخکښې نه په هغه وطن کښې لګېدلے وى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.

د ګواهانو په باره کښې قانُون

۱۵د يو سړى مُجرم ثابِتولو د پاره يو ګواه کافى نۀ وى، کم از کم دوه ګواهان ضرُورى دى چې هغه سړے مُجرم ثابت شى. ۱۶کۀ څوک د دروغو اِلزام په وجه بل کس ته نُقصان رسولو کوشش وکړى، ۱۷نو دواړه به د عِبادت هغه يو ځائ ته ځى اؤ د هغه وخت مُقرر شوى قاضيان اؤ اِمامان به د هغوئ فېصله وکړى. ۱۸قاضيان به د دې معاملې پُوره معلُومات وکړى، اؤ کۀ چا په خپل اِسرائيلى باندې د دروغو اِلزام لګولے وى، ۱۹هغۀ ته به هغه سزا ملاوېږى چې د څۀ اِراده چې يې د بل د پاره لرله. نو داسې به تاسو د دې بدۍ نه خلاص شئ. ۲۰بيا به هر يو کس خبر شى چې څۀ وشول، هغوئ به ويرېږى اؤ هيڅ څوک به هم بيا داسې بد عمل نۀ کوى. ۲۱په داسې مُعامِلو کښې هيڅ رحم مۀ کوئ، د ژوند په بدل کښې به د ژوند سزا وى، د سترګې په بدل کښې د سترګې، د غاښ په بدل کښې د غاښ، د لاس په بدل کښې د لاس، د خپې په بدل کښې به د خپې سزا وى.