د ګردان کِتاب

څوارلسم باب

د وير په حقله قانُون

۱تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خلق يئ. نو کله چې تاسو په مړى باندې غم کوئ، نو خپل ځانُونه د نورو خلقو په شان مۀ غوڅوئ يا د تندى نه بره ويښتۀ مۀ کلوئ. ۲تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک يئ، په زمکه باندې چې څومره خلق اوسېږى د هغه ټولو نه هغۀ تاسو د دې د پاره خوښ کړئ چې د هغۀ خپل خاص خلق اوسئ.

حلال اؤ حرام ځناور

د ليويانو کِتاب ۱۱ :  ۱‏-۴۷

۳هيڅ يو حرام څيز مۀ خورئ. ۴تاسو دا ځناور خوړے شئ :  څاروى، ګډې، چېلۍ ۵هوسۍ، ځنګلى ګډې، ځنګلى چېلۍ اؤ غرڅۍ، ۶هغه ټول ځناور چې نُوکې يې په مېنځ بېلې وى اؤ بيا بيا شخوند وهى. ۷خو صِرف هغه ځناور به حلال وى چې نُوکې يې په مېنځ بېلې وى اؤ بيا بيا شخوند هم وهى. تاسو اُوښ، سوه، يا ځنګلى سوه نۀ شئ خوړلے. دا به خامخا حرام ګڼلے شى، ځکه چې دا بيا بيا شخوند وهى خو نُوکې يې په مېنځ بېلې نۀ دى. ۸خنزيران مۀ خورئ، دا به خامخا حرام ګڼلے شى، دا بيا بيا شخوند نۀ وهى خو نُوکې يې په مېنځ بېلې وى. دا ځناور مۀ خورئ يا کۀ مړ وى لاس به هم نۀ وروړئ. ۹تاسو هغه هر قِسم کبان خوړلے شئ کُوم چې وزر اؤ په څرمن پترى لرى، ۱۰خو داسې د اوبو بل هر يو څيز چې وزر اؤ په څرمن پترى نۀ لرى هغه به نۀ شئ خوړلے، دا به خامخا حرام ګڼلے شى. ۱۱تاسو حلال مارغان خوړلے شئ. ۱۲دا د هغه مارغانو فهرست دے چې تاسو يې بېخى مۀ خورئ :  شاهين، ګونګا، باز، شهباز، باښه، ګنجۍ، کارغۀ، شُتر‌مُرغ، سمندرى مرغابۍ، ډينګ، بګلۍ، ماهى خور مارغه، غټ ماهى خور مارغه، هُد هُد اؤ ښاپېرک. ۱۹ټول الوتُونکى حشرات ناپاک دى، هغه مۀ خورئ. ۲۰خو تاسو حلال حشرات خوړلے شئ. ۲۱هغه يو ځناور هم مۀ خورئ، چې په خپل مرګ مړ وى. تاسو سره چې کُوم مُسافر اوسېږى هغوئ ته دا ورکولے شئ چې وې خورى، يا دا په نورو مُسافرو باندې خرڅولے شئ. خو تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک يئ او تاسو د هغۀ خلق يئ. ګډُورے يا د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.

د لسمې حِصې قانُون

۲۲تاسو خامخا لسمه برخه ورکوئ، د خپل هر فصل لسمه حِصه چې تاسو يې هر کال رېبئ. ۲۳بيا هغه يو ځائ ته ځئ کُوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د خپل عِبادت د پاره خوښ کړے دے اؤ هلته د هغۀ په حضُور کښې د خپل فصل، د انګُورو شرابو اؤ د زيتُونو تېلو اؤ ستاسو د څاروو اؤ ګډو لسمه برخه خورئ. دا د دې د پاره کوئ چې تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه د همېشه د پاره يرېدل ايزده کړئ. ۲۴کۀ د عِبادت ځائ ستاسو د کور نه ډېر لرې وى چې هلته د خپل پېداوار لسمه برخه يوسئ چې مالِک خُدائ د هغې برکت درکړے دے، نو بيا داسې وکړئ :  ۲۵خپل پېداوار خرڅ کړئ اؤ د دې پېسې د ځان سره د عِبادت هغه يو ځائ ته يوسئ. ۲۶چې ستاسو زړۀ څۀ غواړى لکه غټه غوښه، نرۍ غوښه، د انګُورو شراب، يا تېز شراب، نو په دې پېسو يې واخلئ. اؤ هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضُور کښې ستاسو کورنۍ اؤ تاسو يې خورئ اؤ خوند ترې نه واخلئ. ۲۷هغه ليويان مۀ هېروئ چې ستاسو په ښارُونو کښې اوسېږى، ځکه چې د هغوئ خپل هيڅ جائيداد نشته. ۲۸د هر دريم کال په آخِر کښې د خپلو ټولو فصلُونو لسمه برخه راوړئ اؤ په خپلو ښارُونو کښې يې ذخيره کوئ. ۲۹دا خوراک د ليويانو د پاره دے، ځکه چې د هغوئ خپل جائيداد نشته اؤ ورسره د هغه مُسافرو د پاره، يتيمانو اؤ کونډو د پاره دے چې ستاسو په ښارُونو کښې اوسېږى. هغوئ ټول دې راځى اؤ د خپل ضرُورت څيزُونه دې ترې نه اخلى. هم دغه شان کوئ اؤ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له ستاسو په هر څۀ کښې برکت درکوى.