د ګردان کِتاب

دولسم باب

د عِبادت د پاره يو ځائ

۱مُوسىٰ ووئيل چې، ”دا هغه حُکمونه دى چې تاسو به په هغه وطن کښې پرې عمل کوئ چې مالِک خُدائ، ستاسو د پلار‌نيکۀ خُدائ پاک يې درکوى. چې تاسو ژوندى يئ نو خامخا به ورباندې عمل کوئ. ۲کُوم وطن چې تاسو نيسئ په هغې کښې هغه ټول ځايُونه تباه کړئ چرته چې هغه خلق په لوړو غرُونو، په غونډو اؤ د لويو شنو ونو لاندې د خپلو معبُودانو عِبادت کوى. ۳د هغوئ د قُربانۍ ځايُونه وران کړئ اؤ د هغوئ د کاڼو مُقدسې ستنې ټوټې ټوټې کړئ. د هغوئ د اشيرې بُت نښې وسوزوئ اؤ د هغوئ بُتان ټوټې کړئ اؤ د هغه ځايُونو نه د هغوئ د بُتانو نومُونه وران کړئ. ۴د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عِبادت هغه شان مۀ کوئ لکه څنګه يې چې هغوئ کوى. ۵خو مالِک خُدائ به د ستاسو ټولو قبيلو د علاقې نه يو ځائ خوښ کړى، هلته به خلق د هغۀ حضُور ته راځى اؤ د هغۀ عِبادت به کوى. ۶هلته به خپلې سوزېدُونکې نذرانې اؤ نورې قُربانۍ، خپله لسمه حِصه اؤ مُقدسې نذرانې، خپلې منختې، خپلې رضاکارانه نذرانې اؤ د خپلو څاروو اؤ ګډو وړومبى پېدا شوى بچى پېش کوئ. ۷هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضُور کښې تاسو اؤ ستاسو کورنۍ به خوراک کوئ اؤ د هغه هر څيز نه به پُوره مزه اخلئ چې تاسو د هغې د پاره محنت کړے وى. ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له برکت درکړے دے. ۸کله چې هغه وخت راشى، نو تاسو چې داسې کارونه ونۀ کړئ لکه چې دلته يې کوئ. تر اوسه پورې چې تاسو ته څۀ ښۀ ښکارېدل نو هم هغه شان مو کول، ۹ځکه چې تاسو ته هغه ميراث لا نۀ دے مِلاؤ شوے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، چې هلته به تاسو په آمن کښې اوسېږئ. ۱۰کله چې تاسو د اُردن سيند نه واوړئ، نو مالِک خُدائ به هغه وطن تاسو له په ميراث کښې درکړى. هغه به تاسو د خپلو ټولو دُښمنانو نه په حِفاظت کښې وساتى اؤ تاسو به په آمن کښې اوسېږئ. ۱۱مالِک خُدائ به يو ځائ خوښ کړى چرته به چې د هغۀ عِبادت کېږى اؤ هلته به تاسو هغۀ له هغه هر څۀ راوړئ چې ما يې حُکم درکړے دے :  خپلې سوزېدُونکې نذرانې اؤ خپلې نورې قُربانۍ، ستاسو لسمه حِصه اؤ منختې اؤ هغه خاص نذرانې چې تاسو د مالِک خُدائ سره د هغې وعده کړې وى. ۱۲د خپلو بچو سره، خپلو نوکرانو اؤ د ليويانو سره چې ستاسو په ښارُونو کښې اوسېږى، هلته د هغۀ په حضُور کښې خوشحالى کوئ، ياد لرئ چې د ليويانو به په زمکه کښې هيڅ ميراث نۀ وى. ۱۳تاسو به خپلې نذرانې هلته نۀ پېش کوئ چې چرته ستاسو خوښه وى، ۱۴تاسو به خپلې نذرانې صِرف په هغه يو ځائ کښې پېش کوئ چې مالِک خُدائ به يې ستاسو د يوې قبيلې په علاقه کښې خوښ کړى. صِرف هلته به تاسو خپلې سوزېدُونکې نذرانې اؤ نور هغه ټول څيزُونه پېش کوئ چې ما يې تاسو له حُکم درکړے دے. ۱۵چې چرته تاسو اوسېږئ نو تاسو هلته خپل ځناور حلالولے اؤ خوړلے شئ. مالِک خُدائ چې څومره ډېر درکوى نو هغه خوړلے شئ. تاسو ټول کۀ پاک يئ يا ناپاک، هغه خوړلے شئ، لکه څنګه چې تاسو هوسۍ يا د غرڅۍ غوښه خورئ. ۱۶خو تاسو به د هغې وينه نۀ څښئ، تاسو به خامخا د هغې وينه په زمکه تويَوئ. ۱۷څۀ چې تاسو مالِک خُدائ ته پېش کوئ د هغې نه به هيڅ يو څيز په هغه ځايُونو کښې نۀ شى خوړلے چرته چې تاسو اوسېږئ :  نۀ ستاسو د غلې لسمه حِصه، نه خپل د انګُورو شراب، نۀ د زيتُونو تېل، نۀ ستاسو د څاروو اؤ ګډو وړومبے پېدا شوے بچے، نۀ د هغه تُحفې نه چې تاسو يې د مالِک خُدائ سره وعده کړے وى، نۀ ستاسو رضاکارانه نذرانې اؤ نۀ نورې نذرانې. ۱۸تاسو اؤ ستاسو بچى به، سره د ستاسو نوکرانو اؤ د ليويانو چې ستاسو په ښارُونو کښې اوسېږى، دا نذرانې به صِرف د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضُور کښې خورئ، صِرف د عِبادت په هغه يو ځائ کښې کُوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوښ کړے وى. اؤ تاسو به هلته په هغه هر څۀ باندې خوشحاله يئ کُوم چې تاسو کړى وى. ۱۹ګورئ! چې تر کُومې پورې تاسو په خپل وطن کښې اوسېږئ نو چې ليويان هم هېر نۀ کړئ. ۲۰کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو علاقه لويه کړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده اؤ چې تاسو کله هم غواړئ نو هلته غوښه خوړے شئ. ۲۱د عِبادت هغه يو ځائ کۀ ډېر لرې وى، نو بيا چې ستاسو خوښه وى، نو هغه څاروے يا ګډ حلالولے شئ کُوم چې مالِک خُدائ درکړے وى اؤ تاسو هغه غوښه په کور کښې خوړلے شئ، لکه څنګه چې ما تاسو ته وئيلى دى. ۲۲هر څوک چې پاک وى يا ناپاک، نو هغه دا غوښه خوړلے شى، لکه څنګه چې هغه د هوسۍ يا غرڅۍ غوښه خورى. ۲۳صِرف هغه غوښه مۀ خورئ چې وينه لا په کښې وى، ځکه چې په وينه کښې ژوندُون وى، نو تاسو د غوښې سره ژوندُون مۀ خورئ. ۲۴وينه د خوراک د پاره مۀ اِستعمالوئ، بلکې د اوبو په شان يې په زمکه تويَوئ. ۲۵کۀ تاسو دا حُکم ومنئ، نو مالِک خُدائ به خوشحاله شى اؤ ستاسو اؤ ستاسو د بچو به هر کار سم وى. ۲۶خپلې نذرانې اؤ هغه تُحفې چې تاسو يې د مالِک خُدائ سره وعده کړې وى د عِبادت هغه يو ځائ ته راوړئ. ۲۷هلته هغه نذرانې پېش کوئ کُومې چې د مالِک خُدائ په قُربان‌ګاه باندې پُوره سوزولے شى. هغه نذرانې هم پېش کوئ چې تاسو د هغې غوښه خورئ اؤ وينه يې په قُربان‌ګاه باندې تويَوئ. ۲۸په هغه هر څۀ باندې په وفادارۍ سره عمل کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، نو ستاسو اؤ ستاسو د اولاد به د همېشه د پاره هر کار سم وى، ځکه چې تاسو به هغه کار کوئ چې کُوم صحيح وى اؤ په کُوم باندې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوشحالېږى.

د بُت پرستۍ خِلاف خبردارے

۲۹مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه قومُونه تباه کړى چې تاسو د هغوئ وطن قبضه کوئ، تاسو به هغه وطن قبضه کړئ اؤ هلته به اوسېږئ. ۳۰پام کوئ چې کله مالِک خُدائ هغه قومُونه تباه کړى، نو چې د هغوئ په عِبادت اؤ رسمُونو کښې راګېر نۀ شئ چې هغه ومنئ، ځکه هغه به ستاسو د پاره يو دام وى. د دې معلُومولو کوشش مۀ کوئ چې هغوئ د خپلو معبُودانو عِبادت څنګه کوى، چې تاسو هم هغه شان عِبادت وکړئ. ۳۱د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عِبادت هغه شان مۀ کوئ چې څنګه هغوئ د خپلو معبُودانو عِبادت کوى، ځکه چې هغوئ د خپلو معبُودانو په عِبادت کښې ټول هغه حرام کارُونه کوى چې مالِک خُدائ ترې نه نفرت کوى. تر دې پورې چې هغوئ په اور کښې خپل بچى هم قُربانى کوى. ۳۲هغه هر څۀ کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، په دې کښې مۀ څۀ کموئ اؤ مۀ څۀ زياتوئ.