د ګردان کِتاب

يوولسم باب

د مالِک خُدائ لوئى

۱مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ اؤ د هغۀ ټولې مُطالبې، اصُول، قانُون اؤ حُکمونه منئ. ۲چې تاسو د مالِک خُدائ په باره کښې څۀ ايزده کړى دى نو هغه اوس ياد ساتئ. ستاسو په بچو نه بلکه په تاسو پخپله دا واقعې تېرې شوې. تاسو د مالِک خُدائ لوئى، د هغۀ طاقت، د هغۀ قُوت، ۳اؤ د هغۀ مُعجزې وليدلې. تاسو وليدل چې هغۀ د مِصر په بادشاه فِرعون اؤ د هغۀ په ټول وطن باندې څۀ وکړل. ۴تاسو وليدل چې مالِک خُدائ د مِصريانو لښکر، سره د هغوئ د اسُونو اؤ جنګى ګاډو څنګه تباه کړل اؤ په سُور درياب کښې يې ډُوب کړل کله چې هغوئ تاسو پسې وُو. ۵تاسو ته پته ده چې مالِک خُدائ ستاسو دې ځائ ته رارسېدو نه مخکښې په بيابان کښې څۀ وکړل. ۶هغه را ياد کړئ چې د روبين قبيلې د اِلياب د زامنو، داتن اؤ ابيرام سره يې څۀ وکړل. د ټولو په مخکښې زمکه وچاوده اؤ هغوئ يې سره د خپلو کورَنو، د خپلو خېمو اؤ د هغوئ د ټولو نوکرانو اؤ ځناورو تېر کړل. ۷اؤ، تاسو هم هغه خلق يئ چې په خپلو سترګو مو هغه ټول کارُونه ليدلى دى څۀ چې مالِک خُدائ کړى وُو.

د وعده کړے شوې زمکې برکتُونه

۸نن چې زۀ کُوم قانُون درکوم په هغه ټول عمل کوئ، نو تاسو ته به طاقت مِلاؤ شى چې د سيند نه پورې وځئ اؤ هغه وطن قبضه کړئ کُوم ته چې تاسو وردننه کېدُونکى يئ. ۹نو تاسو به په هغه وطن کښې ډېره موده تېره کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو پلار‌نيکۀ اؤ د هغوئ اولاد له يې د ورکولو وعده کړې ده، هغه وطن چې زرخېز اؤ آباد دے. ۱۰کُوم وطن چې تاسو قبضه کوئ هغه وطن د مِصر په شان نۀ دے، چرته چې تاسو مخکښې اوسېدئ. هلته به چې تاسو تُخم کَرلو، نو د پټو اوبو کولو د پاره به تاسو سخته خوارى کوله، ۱۱خو چې تاسو کُومې زمکې ته ورننوځئ هغه د غرُونو، مېدانُونو وطن دے، يو داسې وطن چې په باران اوبۀ کېږى. ۱۲مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د دې وطن خيال ساتى اؤ د کال په هر مُوسم کښې يې ورباندې نظر وى. ۱۳نو کۀ تاسو زما په حُکمُونو په وفادارۍ سره عمل کوئ کُوم چې نن ما درکړى دى، اؤ تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ اؤ د زړۀ د اِخلاصه د هغۀ خِدمت کوئ، ۱۴نو بيا به هغه ستاسو په وطن په صحيح مُوسم کښې، په خزان اؤ سپرلى کښې بارانُونه ووروى، نو تاسو به د زيتُونو تېل، غله اؤ انګُور راټولوئ. ۱۵اؤ د څاروو د پاره به واښۀ درته ملاوېږى. تاسو ته به هغه هر يو خوراک ملاوېږى چې تاسو يې غواړئ. ۱۶پام کوئ، چې خپل زړُونه مو دهوکه نۀ کړى چې د مالِک خُدائ نه واوړئ اؤ د نورو معبُودانو خِدمت اؤ عِبادت وکړئ. ۱۷کۀ تاسو داسې وکړل نو مالِک خُدائ به تاسو ته په قهر شى. هغه به د آسمان نه په تاسو باران بند کړى اؤ ستاسو زمکه به وچه شى اؤ فصلُونه به نۀ راشنۀ کوى. بيا به تاسو زر هلته مړۀ شئ، اګرچې هغه زمکه ښۀ ده کُومه چې تاسو له درکوى. ۱۸دا حُکمونه ياد ساتئ اؤ په ذهن کښې يې وساتئ. دا په خپلو مټو اؤ خپلو تندو باندې وتړئ چې ستاسو د پاره د يادېدو د يوې نښې په شان وى. ۱۹دا په خپلو ماشُومانو ايزده کړئ. چې تاسو په کور کښې يئ اؤ يا په لاره روان يئ، چې تاسو څملئ اؤ يا پاڅئ نو د دې په باره کښې د هغوئ سره خبرې کوئ. ۲۰دا د خپلو کورُونو د دروازو په چوکاټُونو اؤ د خپلو ښارُونو د دروازو په چوکاټُونو باندې وليکئ. ۲۱نو تاسو اؤ ستاسو بچى به په هغه وطن کښې يو اُوږد عُمر تېر کړى چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار‌نيکۀ سره د هغې د ورکولو وعده کړې ده. چې زمکه وى آسمان وى نو تاسو به هلته اوسېږئ. ۲۲ما چې کُوم حُکمونه درکړى دى په هغې باندې په ايماندارۍ سره عمل کوئ :  مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ په لاره سم روان اوسئ اؤ د هغۀ نه مۀ لرې کېږئ. ۲۳نو چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغه به هغه ټول قومُونه وشړى اؤ تاسو به هغه وطن قبضه کړئ کُوم چې د هغه قومُونو دے چې ستاسو نه لوئ اؤ طاقتور دى. ۲۴تاسو چې چرته هم قدم ږدئ، نو هغه زمکه به ستاسو وى. ستاسو علاقه به د بيابان نه تر لبنان پورې، د فرات سيند نه واخله تر مديتران سيند پورې خوره وى. ۲۵په هغه وطن کښې چې تاسو چرته هم ځئ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه خلق ستاسو نه ويروى لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده اؤ هيڅ څوک به هم ستاسو په مخکښې نۀ شى ودرېدلے. ۲۶ګورئ! دا زۀ نن ستاسو خوښې ته پرېږدم چې برکت غواړئ اؤ کۀ لعنت، ۲۷برکت به په دې کښې وى، چې د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په هغه حُکمُونو عمل کوئ چې نن يې زۀ درکوم، ۲۸لعنت به په دې کښې وى، چې تاسو د دې حُکمُونو نافرمانى وکړئ اؤ د هغه معبُودانو عِبادت ته واوړئ چې تاسو مخکښې نۀ دى پېژندلى. ۲۹کله چې مالِک خُدائ تاسو هغه وطن ته راولى کُوم چې تاسو قبضه کوئ، نو د برکت آواز به تاسو د ګِرزيم غر نه وکړئ اؤ د لعنت آواز به د عيبال غر نه وکړئ. ۳۰دا دوه غرُونه د کنعانيانو په علاقه کښې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته دى، کنعانيان د اُردن په مېدان کښې اوسېږى، چې جلجال ښار ته نزدې دے اؤ د موره مُقدسو ونو نه لرې نۀ دے. ۳۱زر به تاسو د اُردن سيند نه واوړئ اؤ هغه وطن به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى. کله چې هغه وطن ونيسئ اؤ په کښې اوسېږئ، ۳۲نو ګورئ! په هغه ټولو حُکمُونو به عمل کوئ کُوم چې نن زۀ درکوم.“