د ګردان کِتاب

لسم باب

حضرت مُوسىٰ ته د شريعت حُکمُونو نوې تختې مِلاوېدل

هِجرت کِتاب ۳۴ :  ۱‏-۱۰

۱په هغه وخت کښې مالِک خُدائ ما ته ووئيل، د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه اؤ يو د لرګى صندُوق جوړ کړه چې هغه تختې په کښې کېږدې. په غر باندې ما ته راوخېژه، ۲اؤ زۀ به په هغې باندې هم هغه څۀ وليکم څۀ چې ما په هغه تختو باندې ليکلى وُو چې تا ماتې کړې اؤ بيا به تۀ هغه په صندُوق کښې کېږدې.

۳نو ما د کيکر لرګى نه يو صندُوق جوړ کړو اؤ د اولنو په شان مې د کاڼى دوه تختې جوړې کړې اؤ د ځان سره مې غر ته وخېژولې. ۴بيا مالِک خُدائ په هغه تختو باندې هم هغه خبرې وليکلې کُومې چې هغۀ په وړومبى ځل ليکلې وے، دا هغه لس حُکمونه وُو چې تاسو له يې په هغه ورځ درکړل چې د غر سره راغونډ وئ اؤ هغۀ د اور نه خبرې وکړې. مالِک خُدائ ما له تختې راکړې. ۵اؤ زۀ د غر نه راکُوز شوم څنګه چې مالِک خُدائ ما ته حُکم کړے وو. اؤ هغه تختې تر اوسه پورې په صندُوق کښې پرتې دى. ۶بنى اِسرائيل د يعقان د خلقو د کُوهو نه روان شول اؤ موسيره ته لاړل. هارُون هلته په حق ورسېدو اؤ دفن شو اؤ د هغۀ زوئ اِلعازار د هغۀ په ځائ د اِمام په توګه خِدمت کولو. ۷د هغه ځائ نه هغوئ جدجوده اؤ بيا يوطباته ته لاړل، هغه وطن چې د اوبو ډېر نهرُونه په کښې دى. ۸په هغه وخت مالِک خُدائ د ليوى قبيلې نه سړى مُقرر کړل چې د تړون صندُوق وړى اؤ د اِمامانو په توګه د هغۀ خِدمت کوى اؤ د هغۀ په نُوم برکت غواړى. اؤ تر اوسه پورې د هغوئ دا ذِمه وارۍ دى. ۹نو د ليوى قبيلې ته د نورو قبيلو په شان زمکه مِلاؤ نۀ شوه، مالِک خُدائ په خپله د هغوئ ميراث وو هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وعده کړې ده. ۱۰د وړومبى ځل په شان زۀ په غر باندې څلوېښت ورځې اؤ څلوېښت شپې ايسار شوم، مالِک خُدائ يو ځل بيا زما خبرې ته غوږ ونيولو اؤ په دې رضا شو چې تاسو به نۀ تباه کوى. ۱۱بيا هغۀ ما ته ووئيل چې پاڅم اؤ ستاسو لارښودنه وکړم، چې تاسو هغه وطن ونيسئ چې د کُوم وعده يې ستاسو پلار‌نيکۀ سره کړې وه.

د مالِک خُدائ درناوے اؤ عِبادت کول

۱۲اوس، اے اِسرائيليانو! هغه څۀ واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې ستاسو نه غواړى :  د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، د هغۀ پُوره تابعدارى کوئ، د هغۀ سره مينه کوئ اؤ د زړۀ د اِخلاصه اؤ د خپل ټول رُوح سره د هغۀ خِدمت کوئ. ۱۳اؤ د هغۀ ټول قانُون منئ. دا زۀ نن ستاسو د فائدې د پاره درکوم. ۱۴ګورئ! دا اُوچت آسمانُونه د مالِک خُدائ دى، دا زمکه اؤ په دې کښې هر څۀ د هغۀ دى. ۱۵خو د مالِک خُدائ مينه ستاسو پلار‌نيکۀ سره دومره زياته وه چې د نورو خلقو په ځائ يې تاسو خوښ کړئ اؤ تر اوسه پورې د هغۀ غوره خلق يئ. ۱۶نو د اوس نه د مالِک خُدائ فرمانبرداره اوسئ اؤ خپل ضد پرېږدئ. ۱۷مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د معبُودانو خُدائ پاک اؤ د مالِکانو مالِک خُدائ دے. هغه لوئ اؤ طاقتور دے، د هغۀ نه يره په کار ده. هغه نۀ د چا طرفدارى کوى اؤ نۀ رشوت اخلى. ۱۸هغه دا ګورى چې د يتيمانو اؤ کونډو سره ښۀ سلُوک کېږى اؤ کۀ نه، هغه د مُسافرو سره مينه کوى کُوم چې زمُونږ خلقو سره اوسېږى اؤ هغوئ له خوراک اؤ جامې ورکوى. ۱۹نو د مُسافرو سره مينه کوئ، ځکه چې په يو وخت کښې تاسو هم د مِصر په وطن کښې مُسافر وئ. ۲۰مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه يرېږئ اؤ صِرف د هغۀ عِبادت کوئ. د هغۀ وفادار اوسئ اؤ صِرف د هغۀ په نُوم قسم خورئ. ۲۱د هغۀ ثناء وايئ، هغه ستاسو خُدائ پاک دے اؤ تاسو په خپلو سترګو هغه لوئ اؤ عجيبه کارُونه ليدلى دى چې ستاسو د پاره يې کړى دى. ۲۲کله چې ستاسو پلار‌نيکۀ مِصر ته لاړل، هغوئ صِرف اؤيا کسان وُو. خو اوس مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د آسمان د ستورو په شان بې‌شمېره کړى يئ.